ورزش

سکاټلینډ د ایرلینډ لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د سکاټلینډ او ایرلینډ ملي لوبډلو تر منځ درییمه شل اوریزه لوبه هم د سکاټلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې سکاټلینډ د ایرلینډ پیاوړې لوبډلې ته په ۶ ویکټو سخته ماتې ورکړه.

سکاټلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د ډګر ساتنې پریکړه وکړه چې سکاټلینډي لوبغاړو خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه یوه غوره پریکړه ثابته کړه.

ایرلینډ لوبډلې د پوینټر، اوبراین او بالبرینې غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د ایرلینډ لوبډلې لپاره اوبراین په ۲۹ توپونو د درې څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۶ او پوینټر په ۲۴ توپونو د درې څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۶ منډې جوړې کړې.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره سفیان شریف تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. سفیان شریف خپل څلورو اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او د دوه ایرلینډي توپ وهوونکو په سوځولو بریالی شو.

په ځوابي توپ وهنې کې د سکاټلینډ لوبډلې د کراس او کوټزر غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په اسانۍ سره پوره کړه.

سکاټلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۸.۱ اورونو کې پوره او خپل پیاوړی سیال ته يي ماتې ورکړه.

دغې لوبې کې د سکاټلینډ لوبډلې لپاره کراس په ۳۰ توپونو د شپږ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۸ او کوټزر په ۲۲ توپونو د پنځه څلوریزو په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لپاره توپ اچوونې په برخه کې ډوکرېل غوره او پیاوړی توپ اچوونه وکړه. ډوکرېل خپل څلورو اورونو کې یوازې ۲۱ منډې ورکړې او درې ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x