انګلینډ د نیوزیلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د انګلینډ او نیوزیلینډ تر منځ پنځمه یوه ورځنۍ لوبه د انګلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې انګلینډ د نیوزیلینډ لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

انګلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د نیوزیلینډ لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. نیوزیلینډ لوبډلې د ګپټېل، ویلیمسن او ټېلر غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي پنځوس اورونو کې نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د نیوزیلینډ لپاره ګپټېل په ۷۳ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۷، ویلیمسن په ۶۵ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۰ او ټېلر په ۶۳ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۴۷ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ ټولو توپ اچوونکو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. دغې لوبې کې د انګلینډ لپاره سټوکس درې او فېن، ویلي او راشد دوه دوه ویکټې واخیستې.

لوبه د باران له امله څه موده وځنډیده چې له همدې امله دغې لوبې کې د انګلینډ لپاره په ۲۶ اورونو کې د ۱۹۲ منډو هدف وټاکل شو.

انګلینډ ټاکل شوی هدف د ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بییرسټو غوره توپ وهنې په مرسته د لوبې په ۲۵ اورونو کې پوره او سیالې لوبډلې ته يي ماتې ورکړه.

د انګلینډ لوبډلې لپاره بېلېنګز په ۳۰ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې. دغې لوبې کې بییرسټو په ۶۰ توپونو د ۱۱ څلوریزو په مرسته ۸۳ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره سانټنر او ويلر غوره توپ اچوونکي ثابت شول. سانټنر خپل شپږو اورونو کې درې ویکټې او ویلر خپل پنځو اورونو کې دوه ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د