نظــر

پروني عملیات

څو ورځې مخکې دناټو ویاند په خپلو څرګندونو کې وویل چې طالبانو سږ کال دتېر کال په څېر دنویو عملیاتو اعلان ونه کړ، له همدې ځایه داسې ښکاري چې دوی سږ کال په لیرو پرتو سیمو کې په وړو او متفرقو عملیاتو بسنه کوي، او دا یې هم زیاته کړه چې مونږ دطالبانو تحرکات له نېږدې څارو، او ورته بیدار او ځېرک یو.

    دادي ددغې ګیلې لا څو ورځې نه وې تېرې شوې چې دهېواد په څو لویو ولایتونو خصوصا کابل کې پر خورا مهمو ځایونو داسې منظم عملیات پیل شول، چې نه یوازې کابل بلکې نړۍ یې ولړزوله.

 دغه عملیات په تېرو لسو کلونو کې هم دکیفیت، هم دکمیت، او هم داغېزې له پلوه بالکل بې ساري وو، که څه هم چې ناټویان او داخلي انډیوالان يې وخت پر وخت وايي چې دوی له پخوا نه غښتلي شوي دي، مګر پرونیو پېښو وښوده چې هم ناټو او هم یې داخلي مامورین له پخوا نه څو چنده کمزوري شوي.

 په ځانګړي ډول ددوی استخباراتي ځواک تر سوال لاندې راځي؛ ځکه چې دهېواد په کچه دومره لوی عملیات په یو وخت کې په یو منظم ډول او په حساسو او خاصو ځایونو کې ددې څرګندويي کوي چې ناټو او ملګري یې له پېښو نه څومره ناخبره دي.

   که څه هم په ځینو خبري رسنیو کې راغلل چې دوی په کندز ولایت کې یوه پنځه لس کیزه ډله چې غوښتل یې ورته عملیات تر سره کړي نیولې ده، همدا رنګه په کابل، ګردیز او جلال آباد کې دڅو کسانو دنیولو خبر ورکړل شو، مګر داسې ښکاري چې نوموړي خبرونه تبلیغاتي اړخ لري، ناټویان او انډیوالا یې غواړي په دې توګه خپله لویه او شرموونکې ماته یو څه پټه، ولس او نړیوالو ته وښيي چې ددوی استخباراتي ځواک دومره غښتلی دی چې ددارنګه پېښو مخنیوی یې وکړ، که دغه نیونې رښتیا هم وي ددوی په ځواکمنۍ ځکه دلالت نشي کولی چې په ګڼو نورو ځایونو کې عملیات په منظم ډول پر خپل وخت پیل شول، طالبانو هغه څه وکول چې غوښتل یې، هم نړیوالو، هم خپل ولس او په ځآنګړي ډول نیواکګرو ته یې دا پیغام ورکړ چې دوی له پخوا نه غښتلي شوي، او دخپلې مدعا لپاره یې عملي دلیل ورته وښود.

  له نوموړو علمیاتو نه معلومېږي چې طالبان دهېواد پر زیاتو او حساسو ځایونو باندې ځواکمن واک لري، هر وخت چې وغواړي کولای شي پر دښمن باندې په هر ځای کې بریدونه ترسره کړي، که څه هم چې دکابل دزړه په حساسو نقطو کې وي.

   تر اوسه پورې دعملیاتو نتیچه دقیقه نه ده معلومه، خو بیا هم  ناټویان او داخلي ملګري يې خپله بره او دبل سپکه وايي، دوی خبري رسنیو ته ویلي چې پرونیو عملیاتو دوی ته کوم دپام وړ تاوان نه دی اړولی، یوازې دملي اردو ددرې سرتېرو او دملي امنیت داتو کسانو دوژل کېدو  او دڅلويښو دټپي کېدو خبره  مني.

  کېدای شي حقیقت بل څه وي، خو بیا هم که هر څه همدا وي نو نوموړو عملیاتو بیا هم په سیاسي لحاظ خورا اهمیت درلود، طالبانو دکال په لومړي سر کې خپل ځواک په داسې توګه وښود چې په دغه لسو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی، او دا په داسې حال کې چې په عامه توګه نړیوالو او په ځانګړې توګه ناټویانو داسې انګېرله چې نور دطالبانو زور ختلی، دلویو او سترو عملیاتو وس نه لري هغه چې وایي دا دپټي سر دی پټی وروسته سورور دی، ګورو به چې راتلونکي عملیات به څه ډول او څومره وي؟

 که څه هم چې دکابل ادارې اړوند چارواکي او همدا رنګه یې خارجي دوستان ویاړي چې ددوی په ګومان په لنډ وخت کې یې دپېښو په وړاندې وړ غبرګون وښود، دعملیاتو دپراخېدو مخنیوی یې وکړ، او خپل دښمنان یې له منځه یوړل، مګر خبره دا ده چې لومړی خو عملیات له معمول او توقع سره سم تر مناسب وخت پورې وغځېدل، ځکه له څلويښتو نه دزیاتو خارجي دولتونو او همدارنګه دلکونو داخلي سرتېرو په مقابل کې  دڅلورو، پنځو یا شيږو کسانو مقاومت له دې نه زیات ممکن هم نه دی، او دغه اتلس ساعته مقاومت ددواړو خواوو ځواک او شمېر ته په کتو سره اوس هم له توقع او معمول نه لوړ دی.

دوهم دا چې دغه کسان څه رنګه داسې حساسو ځایونو ته، او په پوره بریالیتوب سره ورسېدل؟ ښکاره خبره ده چې هلته ددوی تګ دیوې یا دوه یا درې ورځو دهڅو خبره نه ده، بلکې له څو میاشتو راهیسې به دنوموړو عملیاتو  لپاره کار روان و، دځایونو انتخابول، او بیا هلته دوسلو ځای پر ځای کول، او دمجاهدینو ورتلل دډېر وخت تر څنګ دقیقو او باریکو هڅو ته اړتیا لري، کوم څه چې طالبانو په خورا مهارت سره تر سره کړای شول، او دا ددوی پر استخباراتي مهارت باندې یو ښه دلیل دی.

  دا چې په دومره وخت کې دامریکې، ناټو او کابل ادارې استخبارات ونه توانېدل ددغه عملیاتو په اړه معلومات ترلاسه او دعملي کېدو مخه يې ونیسي په خپله دطالبانو لپاره یوه لویه کامیابي، او ددوی لپاره ستره ماتې او شرمندګي ده.

  پاتې دې نه وي چې څه وخت مخکې طالبانو له امریکې سره دخبرو اترو لړۍ له دې کبله وځنډوله، چې امریکایان په خپلو ژمنو کې ورته پاتې راغلل، کېدای شي امریکې داسې انګيرلې وه چې طالبان له پښو لوېدلي دي، ځکه خو له مونږ سره خبرو ته تیار شول، نو راشه اوس دچل ول سیاست ورته رامخې ته کړه، تر څو دوی مجبور شي او زمونږ غوښتنې ومني، خو بر عکس طالبان چې دامریکې دناغېړتوب له وجې په شا شول پر ځان متکي او په دې پوهېدل چې یو څه کولی شي، سولې ته ددوی تیاری دمجبوریت له وجې نه بلکې دیو معقول مصلحت له وجې و.

  16 أبريل 2012

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x