افغانستان

د کندز ولايت پر مرکز درنه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳۱مه ۱۳۹۴ل): تېره شپه طالبانو د کندز ولايت مرکز ته څېرمه چهاردره ولسوالۍ ونيوله او نن سهار يې د ولايت پر مرکز درنه جګړه پيل کړې ده.

راپورونه وايي، چې طالبانو نن سهار د کندز ولايت پر مرکز د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړي، چې اوس هم دوام لري او په دغو بريدونو کې تر اوسه ۱۲ عسکر وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي.

خامه پرېس د کندز ولايتي شورا د رييس يوسف ايوبي له قوله ليکلي، چې طالبان د ولايت مرکز ته را رسېدلي او له اويا زيات عسکر اوس د طالبانو له لوري محاصره دي.

يوسف ايوبي ګواښ کړی، که مرکزي دولت ژر تر ژره کندز ته بېړنۍ مرستې ونه رسوي، نو کېدای شي دغه ولايت نن ورځ سقوط وکړي.

طالبانو تېره شپه چهاردرې ولسوالۍ هم په بشپړه توګه ونيوله.

يک تلويزون د امنيتي سرچينو له قوله وايي، چې طالبانو تېره شپه چهاردرې ولسوالۍ په بشپړه توګه نيولې او امنيتي ځواکونه د نظامي ملاتړ د نه شتون له امله له سيمې تښتېدلي دي.

د چهاردرې اربکيان او پوليس له مرکزي دولته ګيله من دي، چې دوی سره يې هېڅ مرسته نه ده کړې.

ځايي اربکيانو تېره شپه ناوخته د کندز ښار په يو کيلوميټرۍ کې خبريالانو ته وويل، چې دوی له امنيه قوماندانه مرسته وغوښته، هغه ژمنه وکړه، مګر هېڅ مرسته يې ونه کړه او ويې ویل، که دوی ولسوالۍ نه وای پرېښې، نو طالبانو به دوی ژوندي نيولي وه.

دغو اربکيانو خبريالانو ته وويل، چې طالبان مخ پر وړاندې روان دي او ډېر ژر به د کندز ولايت مرکز ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x