افغانستان

طالبانو د غزني په قره باغ کې د اربکیانو یوه پوسته ونیوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۱مه،۱۳۹۴ل):نن سهار شاوخوا ۹ بجې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو د سیمه یېزو پولیسو یا اربکیانو یوه پوسته نیولې.

په سیمه کې د نن ټکی اسیا سرچینې وايي، چې طالبانو د شاغولي په کلي کې د اربکیانو پر یوې مهمې پوستې لومړی موټر بم برید کړی او وروسته پر پوسته ور ننوتلي او لاس په لستوڼي جګړه یې کړې.

د لومړنیو ورکول شویو معلوماتو له مخې پوسته په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته لویدلې او اربکیانو ته پکې د سر او مال دروند زیان اوښتی؛ خو د تلفاتو کره شمېر یې تر اوسه جوت نه دی.

د سیمې اوسېدونکو نن ته وویل چې اوس هم د خال خال ډزو غږونه اوریدل کېږي، پر پوسته د طالبانو سپين بیرغونه رپيږي.

هېره دې نه وي، چې په یاده سېمه کې د اربکیانو دوې څنګ پر څنګ پوستې پرتې دي، چې یوه یې پخوا د امریکايي عسکرو قرارګاه وه او بله همدا نیول شوې پوسته ده، چې څو شیبې مخکې د طالبانو لاس ته ولوېدله.

د یادونې ده، چې طالبانو تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ په دغې ولسوالۍ کې د جلا جلا بریدونو په ترڅ کې د اربکیانو درې مهم مشران قومندان بلوڅ، حبیب الرحمن او نثار له څو تنو ساتونکو سره یو ځای ووژل او وسلې یې ترې ونیولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x