افغانستان

کندوز ښار کې لسګونه عسکر محاصره دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د چهاردرې ولسوالۍ له سقوط وروسته طالبان دم ګړۍ په کندوز ښار کې په جګړه بوخت دي.

طلوع نیوز د ځايي چارواکو له خولې وايي چې په جګړه کې تر اوسه ۱۲ عسکر وژل شوي، ۱۶ ټپیان او تر ۷۰ ډېر د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

د کندوز د ولايتي شورا رییس هم د پورته څرګندونو پخلی کړی او ويلي يې دي چې تر ۷۰ تنو ډېر عسکر په کندوز ښار کې طالبان محاصره کړي دي.

محمد یوسف ایوبي وايي چې طالبانو تېر ماښام د کندوز چهاردره ولسوالي ونیوله، چې له هماغې لارې ښار ته راننوتل او لا هم جګړه په شدت سره روانه ده.

طالبانو پرون د ټولې ورځې له جګړې وروسته روژه ماتي ته نږدې د ولسوالي تعمیر هم تر واک لاندې کړ، چې ګڼ دولتي عسکر يې وژلي، نیولي او ګڼ نور يې تېښتې ته اړ کړي دي.

له چهاردرې نه تښتېدلو عسکرو په ستړې ساه سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې د دوو پوستو ټول عسکر طالبانو ته تسلیم شوي، له پاتې نورو يې حال نه لري.

دغه عسکر د ګډ حکومت مشر ته په غوسه ښکاري « دولت له کومه شي، اشرف غني بېغمه ناست دی، قومندان مو بېخې په کیسه کې نه و » .

د عسکرو له خولې دوی څو ځلې امنیه قومنداني ته حال ورکړ، خو څوک يې مرستې ته حاضر نه شول.

طالبانو د ولسوالي د نیولو تر څنګ ويلي چې ۲۴ عسکر يې وژلي او ۲۵ نور يې ژوندي نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فشتون افغان

الله رب العزت دي مجاهدينو ته بري او د كفارو او د هغوي غلامانو ته سخت شكست وركي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x