نظــر

امریکایان ولي په افغانستان کې داعش ته تبلیغاتي کمپاین کوي؟

ليكوال: شاهد غزنيوال

د لومړي ځل لپاره د روان کال د حمل د میاشتې په ۱۸ نیټه سي . ان. ان. تلویزوني شبکې خبر ورکړ چې دوی داسې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې له مخې یې لیدل کیږي د کابل د جنوب په څو کیلو میتري کې د داعش دری تنه مخپټي کسان پوځي تمرینونونه کوي .

د ویډو په کتلو سره دا نه معلومیږي چې ریښتیا هم هغه دافغانستان په داخل او که له هغه بهر چیرته په سرحدي سیموکې تر تیب شوې او نه هم په ویډیو کې د خبري کوونکو کسانو لهجه د افغانستان د پښتنو لهجې ته ورته وه ، خو امریکايي تلویزوني شبکې هغه د کابل د جنوب په څو کیلو متري کې د داعش د لومړني ظهور په توګه اعلان کړه ، دوهم ځل د جوزا د میاشتې په ۳ نیټه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال جان کمبل له خبري رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې داعش ځواکونه په افغانستان کې د ځان د ځواکمن کولو په غرض په جذب و جلب پیل کړی.

دغه څلور ستوریز جنرال داهم وویل چې له داعش سره اکثرا هغه جنګیالي یوځای کیږي چې د طالبانو له لیکو څخه ناراضه دي.
دریم ځل د جوزا د میاشتې په ۲۸ نیټه د تیرې پانشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت پتڼاګون په بیړنۍ توګه اعلان وکړ چې داعش ځواکونه په افغانستان کې د پراختیا په حال کې دي او له طالبانو سره د مقابلې لپاره تیاری نیسي.

امریکایانو په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان باندې د دې لپاره برید وکړ چې د دوی په وینا افغانستان د تروریستي ډلو له خطره خلاص او هلته ورکې امنیت تأمین کړي.

هغوی تر دې پلمې لاندې افغانستان ته ۱۵۰۰۰۰ بهرني پوځیان راوستل او پوره څوارلس کاله یې دلته د افغانانو وینې توي کړي خو نن د دې په ځای چې د دوي په اصطلاح په افغانستان کې تروریستي شته ډلې ختمې کړي او جګړه له منځه یوسې خپله دوي د نورو ډلو د پیدا کیدو لپاره تبلیغاتي کمپاین کوي او هره ورځ امریکايي رسنۍ او امریکايي پوځي جنرالان په افغانستان کې د داعش د نوې ډلې د راپیداکیدو اعلانونه کوي.

څوک نشته چې له امریکايي چارواکو څخه دا و پوښتي چې تاسو ۱۴ کاله په افغانستان کې دڅه لپاره تیرکړل؟

د تروریستي ډلو د له منځه وړلو او که دهغوی د تکثر لپاره؟

د داعش په نامه چې امریکایان په افغانستان کې د کوم نوی ځواک د پیدا کیدو لپاره تبلیغاتي کمپاین کوي د هغوی شتون هم یواځې د دوی د میډیا په تبلیغاتي امواجو کې محسوس دی، نه داچې په نفس الأمر کې ریښتیاهم هغوی په افغانستان کې بالقوه وجود ولري.

دا ښکاره خبره ده چې یرغلګرامریکایان په افغانستان او د هغه په ګاونډ کې د خپل اشغال لپاره مبرر او توجیهات لټوي.
هغوی مخکي په افغانستان کې د القاعده تنظیم د موجودیت پلمه خپل اشغال توجیه کاوه ، اوس غواړي هماغه ناولې اشغال ته دلته د داعش د راپیدا کیدو تر نامه لاندې دوام ورکړي .

هغوی چې ۱۴ کاله يي د القاعده تنظیم د ځپلو او له منځه وړلو په پلمه افغانستان او افغانان تباه کړل او س به لس کاله نور د داعش د له منځه وړلو په پلمه افغانان وژني په اخیر کې به بیا د بلې تروریستي ډلې د راپیداکیدو کوښښ کوي او بیا به د هغې په پلمه دلته خپل اشغال ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x