د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو social Media لکه فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو. د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول.
اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژون یا په لیکه ورځپاڼې ) د تولیداتو کارول غواړي د ټاکلو یا انتخاب پوره پوره واک لري. کومه مقاله ولولي، کومه ونه لولي، کوم پروګرام واوري، کوم وانه وري. له دې کبله راډیو ګانې، ټلويژونونه او ورځپاڼې د رسنیو په مارکیټ کې له سختو ننګونو سره مخامخ شوي دي.
نوې رسنۍ ، ټلويژون اړ دی چې د یوټیوب په څير د ټولنیزو رسنیو مواد وکاروي او له دې سره داسې ښکاري چې هغه پېر پایته نژدې کیدونکی دی چې د رسنیو تولید کونکو او چمتو کونکو پکې پرانیستی مټ درلود او هرڅه چې يې خوښیدل پر اوریدونکو او لوستونکو يې تپل. همدا دلایل دی چې راډیو ګانې، ورځپاڼې او د مجلو ویبپاڼې خپل مواد د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب) له لارې له خپلو لوستونکو سره شریکوي ځکه چې بله لار نلري. که په دې توګه خپل تولیدات بازار ته وړاندې نکړي د ټولنیزو رسنیو کارونکي ( د ټلویژون او راډیو پخواني اوریدونکي او لیدونکي ) مجبوره نه دي چې نور د ایک – یوې رسنۍ کونه ونیسي.
ډله ییزې رسنۍ هم نوره دېته اړتیا نلري چې ناامنو ځایونو ته خپل خبریالان ولیږي ځکه چې هلته د ټولنیزو رسنیو کارونکي حاضر دي چې په وړیا توګه سیمه ییز مالومات شریک کړي. که د سوريي د تاوتریخوالي راپورونه په الجزیرې، بي بي سي او اې بي سي کې د بیلګې په توګه ولټوو ډير مواد ترلاسه کیږي چې د یوټيوب له ویډيوګانو څځه پکې کار اخیستل شوی دی.
ددې مانا داده چې د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب) کارونکي د رسنیو د رضاکارو کارکونکو په توګه رادبره شوي دي او ددې خطر يې رامنځته کړی چې د دودیزو یا ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼې، راډیو او ټلويژون) پر فعالیتونو سیوری وغوړوي، یايې دغه رسنۍ دېته مجبورې کړي دي چې (دهغو پیښو په اړه چې د فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب کارونکي په اړه مالومات ورکوي) هیجاني/ کیفیت لرونکي/ پروګرامونه او راپورونه چمتو کړي چې خپل لیدونکي او اوریدونکي له لاسه ورنکړي.
دې مسالې داسې خطر رامنځته کړی دی چې رسنۍ پر خپلو لارښودنو guidelines پښه کیږدي او د ژورنالیزم ارونه مات کړي. دغه یو لامل دی چې د ټولنیزو رسنیو کارونکي ځانته حق ورکوي چې د خپلې خوښې او سیاسي لیدلوري سره سم خبري راپور یا شننه د لیدلو، اوریدلو او لوستلو لپاره پیدا کړي.
This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish.AcceptRejectRead More
Privacy & Cookies Policy
Privacy Overview
This website uses cookies to improve your experience while you navigate through the website. Out of these cookies, the cookies that are categorized as necessary are stored on your browser as they are essential for the working of basic functionalities of the website. We also use third-party cookies that help us analyze and understand how you use this website. These cookies will be stored in your browser only with your consent. You also have the option to opt-out of these cookies. But opting out of some of these cookies may have an effect on your browsing experience.
Necessary cookies are absolutely essential for the website to function properly. This category only includes cookies that ensures basic functionalities and security features of the website. These cookies do not store any personal information.
Any cookies that may not be particularly necessary for the website to function and is used specifically to collect user personal data via analytics, ads, other embedded contents are termed as non-necessary cookies. It is mandatory to procure user consent prior to running these cookies on your website.