افغانستان

د برېښنايي تذکرو ۸۰۰ مامورين له دندو ګوښه کړای شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د برېښنايي تذکرو د ثبت او وېش په پلمه په جوړو شویو دفترونو کې د زرګونو تنو له منځه شاوخوا ۸۰۰ تنه د بوديجې د نشتوالي له امله له دندور لرې کړای شوي دي.

د دې پروسې مسوول نصیر احمد امین وايي چې د دې پروسې مالي ملاتړو د فساد له وېرې خپله مالي مرسته پرېښوده او دوی هم مجبور شول چې خپل سلګونه کار کوونکي لرې کړي.

امین وايي چې د برېښنايي تذکرو د ثبت او وېش په لړۍ کې د کارکوونکو معاشونه او ټول لګښتونه د امريکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې «USAID» او اروپايي ټولنې له لوري ورکول کېدل، خو په خبره يې اوس دغه ادارې وايي چې د تذکرو په لړۍ کې ګډ حکومت تر ستوني په فساد کې غرق دی، ځکه خو دوی نورې مرستې ته حاضر نه دي.

د ګډ حکومت له پیل سره د برېښنايي تذکرو وېش ځکه له ځنډ او خنډ سره مخ شو، چې د ملت اکثریت په دې تذکرو کې د دین او «افغان» ملت یادونه ضروري ګڼله، د ګډ حکومت مسوولینو ژمنه وکړه چې دوی به د دې تذکرو وېش له خلکو سره تر مشورې پورې ځنډوي.

ځينې سرچينې وايي چې د دې تذکرو وېش په مخفي ډول روان دی او هڅه کېږي، په لوی لاس ځينې قومونه له دې تذکرو بې برخې پاتې شي چې په راتلونکو ټاکنو کې د رایو حق هم ترې واخیستل شي.

د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح په نوم رامنځته شوي کمیسیون هم وړاندې ويلي و، چې د دوی هڅې به تر هغوی کومې ښې پایلې ونه لري چې تر څو په ټول هېواد کې دغه تذکرې ووېشل، ټول نفوس ثبت او د ټاکنو بهیر روڼ ترسره شي.

نصیر احمد امین وايي چې د دوی د سلګونو کارکوونکو ګوښه کېدل، د تذکرو لړۍ ټکنۍ کوي، چې په دې توګه به راتلونکې پارلماني ټاکنې هم له فساده خوندي نه وي.

هغه وايي چې که دولت رښتیا هم رڼې ټاکنې غواړي باید په ټول هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ چټکه او له دې لړۍ سره دې مرستندویه سرچينې پيدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x