امريکا کي په ډزو ۱ تن قتل او ۱۶ ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (يک شنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل) : په امريکا کې تيره شپه يو ځل بيا په دوو جلا پيښو کې د وسلوالو سړو لخوا ۱ تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
د امريکايي رسنيو له قراره لومړۍ پيښه بيګا شپه ماخستن مهال د ديترويت په ګستر سيمه کې رامنځته شوه، په پېښه کې ۱ سړی وژل شوی او ۹ نور ټپيان شوي، په ټپيانو کې د ۱ حالت نازک ښودل شوی.
پوليسو تر اوسه پورې د دې پيښي په اړه زيات معلومات نه دي ورکړي.
د يو بله خبر له مخې بيګا شپه ناوخته په فيلادلفيا سيمه کې هم يو تن مسلح په خلکو ډزي کړي، پوليس وايي په ډزو کې ۷ تنه چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي ټپيان شوي.
پوليس وايي ټپيان روغتون ته انتقال شوي خو د ټپي ماشومانو حالت د ډاډ وړ نه دی.
سيمه ييزو پوليسو د پيښو تحقيقات پيل کړي خو لا يې خاص معلومات نه دي ترلاسه کړي.
په امريکا کې د تور پوستو او سپين پوستو تر منځ اختلافاتو زور اخيستی چې په دې وروستيو کې يې اختلاف د يو بل تر وژلو رسېدلی، څو ورځې وړاندې هم يو تن سور پوستي ځوان په چارلستون ښار کې د تورپوستو په کليسا کې په ناستو کسانو ډزې وکړې چې له امله يې د يو سناتور په شمول ۹ تنه ووژل شول.
له دې مخکې هم د امريکا ډيری ښارونه د ورته پيښو شاهد وو خو په دې وروستيو کې زياتې شوي او کنټرول يې د امريکايي حکومت له وسې وتلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د