fbpx

له روژې وروسته به هم دغسې ژوند کوم

احمدالله احمدزی

روژه هسې يو عادت نه دی، چې خلک يې نيسي راځه ته يې هم ونيسه، بلکې دا د الله تعالی له لوري داسې يو عبادت دی، چې د ثواب اندازه يې هم يوازې الله تعالی ته معلومه ده. نو موږ مسلمانان بايد د روژې نېکي، همکارۍ او مرستې هسې بابېزه ونه بولو. الله تعالی په دې مياشت کې د نفلو ثواب په فرضو بدلوي او د فرضي اعمالو اجر يو په اويا ورکوي.

د دې لپاره، چې د روژې له دې زرين چانسه په ښه او مناسبه طريقه ګټه پورته کړو، د اسلامي امت د خواخوږو علماوو لارښوونې درسره شريکوو، که عمل پرې وشي، نو د دنيا او اخرت د بريا ضامن باله شي.

استاد عادل عبدالعزيز الحملاوي ليکلي، چې د روژې لپاره بايد مسلمان خپل پلان په لاندې ډول ترتيب کړي او له روژې وروسته خپل ټول ژوند دغسې عيار کړي.

– زما ټوله ملګرتيا او دوستي به د الله تعالی له کلام سره وي او همدا د الله تعالی کلام د زړونو شفا ده، د الله تعالی د رحمت او مهربانۍ جلبولو سبب دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې د قرانکريم د يو حرف تلاوت لس نېکۍ لري او قرانکريم ټول ټال ۷۹۰۰۰ کلمات او ۳۴۰۷۴۰ حرفونه لري او که دغه حرفونه په لسو کې ضرب کړو، نو د يو وار تلاوت اجرونه به مو څومره وي، په خپله يې حساب وکړئ.

– بله دا چې بايد يوازې د قرانکريم په تلاوت بسنه ونه شي، موږ مسلمانان بايد الله تعالی په کلام کې فکر وکړو، چې الله تعالی خپل کلام موږ مسلمانانو ته رالېږلی په دې کې څه پيغام لري او موږ بايد څه وکړو او له کومو کارونو منعه شو، د الله تعالی د وحدانيت نښې نښانې په کې ولټوو، د تېرو قومونو د بريا او هلاکت لاملونه په کې وګورو، جنت او جهنم ته د داخلېدو لاملونه او اسباب په کې وپېژنو.

د امام ابو حنيفه رحمه الله په اړه ويل کيږي، چې ټوله شپه يې په يو ايت کې په ولاړه تېره کړې او لمونځ کې به يې ژړل، دا ايت به يې لوست: «وامتازوا اليوم أيها المجرمون»

– هره ورځ يو حج، يوه عمره: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې چا د سهار لمونځ په جمعه وکړ، له هغې وروسته يې جومات کې د الله تعالی ذکر وکړ، له لمر ختو وروسته يې دوه رکتعه لمونځ ادا کړ، نو الله تعالی به د پوره حج او عمرې ثواب ورکوي. نو دا څومره اسانه کار دی، چې د سهار له لمانځه لږه شېبه وروسته کېښنو، د الله تعالی ذکر او د قرانکريم تلاوت وکړو، له لمر ختو ورووسته دوه رکعته نفل لمونځ وکړو او د پوره حج او عمرې ثواب وګټو او له روژې وروسته هم دغه اسانه عادت خپل کړو، هره ورځ به مو برکتي وي او تل به د الله تعالی له ياد او قرانکريم سره تړلي يو، نو که دغه وخت کې بيا موږ ته مرګ راشي، ان شاءالله ايمان سره به وي.

ـ روژه کې په لمونځونو ټينګار کول او نور مسلمانان هم جومات ته په نبوي دعوتي طريقه رابلل. سړی پوهيږي، چې له روژې وړاندې دی د جومات، جمعې لمونځ، نفلونو او سنتو په اړه څومره بې پروا و او له دې وروسته بايد د جمعې لمونځ، نفلو، سنت، دعاوې، د قرانکريم تلاوت، پوهې او نورو عباداتو ته داسې توجه وکړي، چې زړه يې د الله تعالی له کور سره تړلی پاتې شي.

– تروايح: تراويح سنت مؤکد دي او مسلمان رژوه نيوونکی بايد روژه کې داسې يو خوږ غږي قاري صاحب پسې ختم پيل کړي، چې دی يې د قرانکريم له اوريدو داسې خوند واخلي، چې ستړيا احساس نه کړي، ايمان يې تازه شي او هره ګړۍ يې د الله تعالی لور ته سوق کړي.

موږ تاسې په جوماتونو کې د ځوانانو تر څنګ ډېر داسې مشران او سپين ږيري وينو، چې د شکر، زړه، فشار او په ګڼو نورو ناروغيو اخته وي، مګر نه روژه خوري او نه هم تراويح پرېږدي.

د دې عمل ټول لامل د الله تعالی له لوري د روژې، تلاوت او تراوو د اجرونو تمه ده، چې الله تعالی يې د دې تکليفونو په مقابل کې مسلمان ته ورکوي.

– زموږ تر ټولو لويه تېروتنه دا ده، چې د روژه ماتي او پېشمني پر مهال ډېره بې پروايي کوو. دغه مهال د دعا قبلېدو تر ټولو مهم وخت دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې د روژه ماتي وخت د دعا قبلېدو وخت دی او د پېشمني وخت کې الله تعالی د دنيا اسمان ته راکوزيږي او وايي، چې څوک توبه وباسي، چې توبه يې قبوله کړم، څوک څه شی غواړي، چې ور يې کړم او داسې نور…

– روژه کې بايد دا هوډ يو ځل بيا تازه کړو، چې کوم مسلمان سره مو خوابدي وي، له زړه يې وباسو، خپلو دوستانو، خپلوانو او عامو مسلمانانو سره اړيکې ونيسو، له غم، درد او ستونزو يې ځان خبر کړو او د نيکي ورسولو هڅې وکړو. اصل کې بل مسلمان سره نيکي دا له خپل ځان سره نيکي ده او موږ بايد دا فکر ونه کړو، چې پلاني سره مې ښه وکړل، موږ بايد دا ووايو، چې الله تعالی ما ته داسې زمينه برابره کړه، چې زما د دنيا او اخرت د بريا چانس لري او په دې د الله تعالی شکر ادا کړو.

– که د چا وس او توان وي، نو روژه کې عمرې ته تلل دومره ثواب لري، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې چې حج کړی وي.

حديث شريف کې راغلي: «روژه کې عمره داسې ده، لکه ماسره حج کول» خو په دې شرط، چې د خپل حلال مال په واسطه سړی عمره وکړي، نه په حرام مال.

– روژه کې بايد خپل فکر، عقيده، عملونه ټول داسې کړو، چې هره ګړۍ مو الله تعالی ويني، هر کار مو د الله تعالی لپاره وي او له روژې وروسته هم دغه تمرين په خپل ژوند کې عملي کړو.

– د نېکانو دوستي وکړو او د بدانو له دوستۍ ځانونه، ملګري او نور خپلوان وژغورو، ځکه چې د بدو خلکو دوستي د ايمان او ځان دواړو زيان دی.

روژه او نور عبادتونه د بدو ملګرو له امله زيانمنيږي، ايمان مو پرې ضعيفه کيږي، پر اعمالو او فکر مو بد اغېز کوي.

که د نېکانو ملګرتيا غوره کړو او له بدو خلکو ځانونه او دوستان وژغورو، نو د ژوند په خوند به پوه شو.

مولانا رومي فرمايي: تا تواني دور بود از يار بد- يار بد بدتر بود از مار بد
مار بد تنها تورا بر جان زند – يار بد بر جان و بر ايمان زند

– د وخت ارزښت او ساتنه: انګريزي کې متل دی، چې ټايم اېز منی، مني ايز هني او هني ايز لايف، مګر دا مثال ډېر کمزوری په دې دی، چې پيسې، شات هر څه له ضايع کېدو وروسته هم تر لاسه کېدای شي. عربي متل وايي، چې «الوقت کالسيف ان لم تقطعه قطعک» وخت د تورې په څېر دی، که کټ دې نه کړ، تا به پرې کړي.

نو د روژې له مبارکې مياشتې په استفاده بايد خپل ژوند داسې منظم کړو، چې هره لحظه د تورې ګزار وبولو، که دا لحظه مو ضايع کړه، نو ژوند مو ورسره تباه کيږي. خپل ژوند په عباداتو او نېکو کارونو داسې بوخت وساتو، چې د شيطان مداخلې ته په کې ځای پاتې نه شي.

د دنيا ټول حلال کارونه، چې بشريت ته ګټه رسوي، اجرونه لري او بايد د عبادت په توګه وکول شي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په تاسې کې بهتر هغه دی، چې خلکو ته يې ډېر خير رسيږي؛ نو موږ بايد د روژې له منظم وخته په استفاده راتلونکی نور ژوند هم دغسې جوړ کړو او هېڅ لحظه د ژوند ضايع کېدو ته ور نه کړو.

که موږ هڅه وکړو، چې خپل وخت وژغورو، نو دې سره به مو خپل فکر او بدن هم ژغورلای وي.

حديث شريف کې راځي، چې څوک بدې خبرې او بد عملونه پرېنږدي، نو الله تعالی د ده لوږې تندې ته هېڅ اړتيا نه لري. نو موږ پوهېږو، چې روژه د بشريت د تربيې يوه مدرسه ده او بايد له روژې وروسته هم دغسې پاتې شو.

الله تعالی دې زموږ روژې قبولې کړي او موږ ته دې الله تعالی توفيق راکړي، چې په رښتينې معنا روژې ونيسو، حق يې ادا کړو او له روژې وروسته هم خپل فکر او عمل د دنيا او اخرت د بريا لپاره جوړ کړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د