نظــر

طالبانو ته سلام

فرینک لیسون د  فرنګي استعماري ځواکونو هغه اخري عسکر وو چې د ناوېشلۍ ډیورنډ او هندوستان کیسه کوي هغه وایي چې په کال ۱۹۴۶-۴۷ کې  د افغانستان بعضی سیمي لکه جنوب ختیځ  او سهېل لویدیځ د دښمن لپاره سره تبۍ ګرځیدلی وه.  داچې پرون شاوخوا یوه بجه  دهيواد مرکز کابل او دريو نورو ولايتونو کې لکه ننګر هار ، لوګراو پکتيا کې ګڼ فدايي بريدونه پيل شول او دنن ورځي تر ۱ بجې یې دوام درلود ددې اوږد مهاله کامیابو او مبارکو عملیاتو بیا په ډاګه کړه چې د اسلام او افغانانو دښمنان څومره بی وسه او ناتوانه دي او بحمدلله د مجاهدینو د سختو ضربونو مخه نشي نیولی.

فرینک لیسون وايي چې یرغلګر د افغانستان د خلکو په طبیعت نه پوهیږي  او نه په دی پوهیږي چې افغانان د اسلام او خپل دودونو سره څومره مینه لري. هغه وایي چې ما ۶۰ کاله په دی سیمو کې دنده کړي او د افغانانو د خصوصیت نه  ښه خبریم هغوئ غلامي نه خوښوي او نه غواړي چې بغیر د مسلمانانو نه بل څوک په دوئ واکمن وي، هغه وایي امریکا او ناټو یرغلګر باید د فرنګیانو او روسانو ماتی څخه سبق واخلي او په دی ښه پوه شي چې د طالبانونه جنګ ګټل په زور او ځواک ناممکن ده ولی چې د طالبانو سره د کورنیو او بهرنیو مسلمانانو ټینګه مرسته ده. هغه واي چې د افغانستان خلک په دری اصولو ولاړ خلک دي اول په  میلمس تېاوو دواهم په ساتنې او دریم په انتقام. په نړۍ کې داسی ډیر کم ځایونه دي چې د هغی د استعمار او اشغال نه باید استعماري قوتونه ډډه وکړي او په هغی کې افغانستان په اول نمبر دی. د افغانستان د خلکو بدقسمتي دا ده چې په کابل کې ناست یوڅو بهرني غلامان د افغانستان  سرنویش ټاکي او د خپلو شخصي ګټو لپاره تل افغانستان  استعماري قوتونو ته سپاري  او بیا د خلکو مقاومت او سپڅلي جهاد ته د خرابکارۍ ، ترهګري او ښندوالې نوم ورکوي ترسو له دی لاری خلک له اصلي حقیقت نه چې هغه د هیواد اشغال دی  منحرف کړي.

 زه دلته غواړم د افغانستان په تاریخ یوه لنډه تبصره وکړم. په ۱۸۳۸-۴۲ کې فرنګي ځواکونو افغانستان اشغال کړو او وروسته له اشغال یې شاه شجاغ د خپلی بقا٫ او ګټې لپاره وګمارلو چې وروسته بیا د مجاهدینو لخواه ووژل شو، بیا داود خان او کارمل وغوښتل چې افغانستان روسانو ته په تحفه کې ورکړي خو الحمدلله د مجاهدینو د ډیرو قرباینو وروسته روسان دی ته مجبور شول چې افغانستان بغیر له کوم قید اوشرط پریږدي او خپل شوم اهداف  له ځانه سره بیرته یوسي، او لکه څنګه چې تاریخ ځان بیا مکرر وي نو یوځل بیا د کرزی غوندې  ضمیر پلورنکو افغانستان امریکا او ناټو ته په لاس ورکړو خو دی لنډغرو د افغانستان تاریخ نه وو لوستلی او فکر یې کولو چې د افغانستان خلک د جهاد او مقاومت نه نور ستړي شوي او ددوئ د بادارانو په وړاندی به هیڅ عکس العمل ښکاره نه کړي خو نه! الحمدلله د افغانستان مجاهد ولس پرون د کابل په همغږو مبارکو عملیاتو سره دا یو وار بیا ثابت کړه چې د لس کاله مقاومت وروسته بیا هم افغان مسلمان ولس له مقاومته نه دي ستړي شوي او ترهغه به خپل مشروع جهاد ته ادامه ورکوي ترسو چې غربي ښاماران په بشپړه توګه له افغانستان وتلي نه وي او په افغانستان کې یو شریعی او اسلامي امارت رامنځته شوي نه وي.

د افغانستان مسلمان ولس د طالبانو تر تحریک لاندی خپله مبارزه جاری ساتلی او د نړې مسلمانان طالبانو ته سترګه په لاره دي نو باید ټول افغانان په دی پوه شي چې د افغانستان د جګړی ستونزه صرف تر افغانستان پوری محدوده نه ده بلکی دا د صلیبیانو او مسلمانانو تر منځ هغه جګړه ده چې پیل شوی خو د افغانستان په هریم ده خو  انشاالله ختمیږي به ده بیت المقدس په ازادی سره.

وسلام
ابو انس مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x