افغانستان

بدخشان: دولتي سرچينو د یمګان د نیولو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): دولتي سرچينې وايي چې د بدخشان یمګان ولسوالي يې له پنځلس ورځې مقاومت وروسته ونیوله.

د بدخشان سرپرست والي رسنیو ته ویلي چې د دوی امنیتي ځواکونو له دوه اونۍ پرلپسې جګړو وروسته وتوانېدل چې د یمګان ولسوالي تعمیر ونیسي.

د بدخشان يمګان ولسوالي د غبرګولي په ۱۶مه د طالبانو لاس ته ولوېده او ورسره په یوه وخت د بدخشان چارواکو د څلورو نورو ولسوالیو د سقوط وېره هم ښکاره کړه.

د بدخشان د سولې کمېټې مشر عبدالواحد خطیبي رسنیو ته ویلي و چې د طالبانو له لوري د یمګان تر نیولو وروسته جرم، کران و منجان او بهارک هم تر جدي ګواښ لاندې دي.

د هغه په خبره د یمګان تر سقوط وړاندې د دې ولسوالي مسوولینو پر مرکزي حکومت ډېرې نارې وکړې، خو چا يې غږ وانه وريد.

خطیبي اندېشنه وښوده، چې که بهارک، جرم، منجان و کران ولسوالیو ته پام ونه شي، ډېر ژر به دا ولسوالي د طالبانو د بیرغونو شاهدې وي.

دولتي سرچینو دعوه کړې چې د یمکان په بېرته نیولو کې يې تر څلوېښتو ډېر طالبان وژلي دي، خو وسله والو طالبانو د دولتي چارواکو له لوري د دې څرګندونو په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ويلي.

د بدخشان سرپرست والي په داسې حال کې د یمګان د ودانۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي، چې طالبانو په یو بل شمالي ولایت بدخشان کې مهمه ستراتيژيکه ولسوالي نیولې او دم ګړۍ د کندوز په ښار کې جګړه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x