نظــر

دمرحومې انا لمسی

څه وخت وړاندې په ځينو ویب پاڼو کې کوم کس د زلمي زړور په نامه له طالبانو نه دیوې لیکنې په ترڅ کې ګیله کړې وه چې ګواکي داشغالګرانو دوژل شویو سرتېرو په شمېره کې مبالغه کوي، خو دا یې نه وو ویلي چې ولې؟ آیا نوموړي ته دده په اند دطالبانو بې انصافۍ خوند نه دی ور کړی، او که يې پر اشغالګرانو زړه خوږېدلی؟

له لیکنې نه ښکاري چې نوموړی دنیواکګرو ډېرو وژل کېدو ځورولی، ځکه که بې انصافۍ ځورولی وای نو بیا به ده خپله بې انصافي نه کوله، نوموړی خپله دبې انصافۍ داسې ښکار شوی،

چې اول خو یې ټولو طالبانو ته په لویه ناپوهۍ کې په حساب دنه پوهېدو نسبت کړی، او حال داچې هېڅ منصف به دا خبره ورسره ونه مني، او زه باوري یم که دده مرحومه انا ژوندۍ وای نو هغې به هم په دې خبره یو دوه ځله چوکه کړی وای،  دوهم دا چې له خپله ځانه سره یې په خپل تصور کې یوه تخمینې او خیالي معادله جوړه کړې، او بیا یې دهغې پر اساس پر طالبانو نېوکه کړې.

له نوموړي نه ځکه ډېره ګیله نه ده په کار چې له ټمبلانو نه پرته له دې دنور څه تمه کېدای شي؟ دپام وړ دا چې ده منلې چې دی خپله په حساب کې ټمبل خان و، نو یې طالبانو ته دخپل ځان په هنداره کې کتلي دي، او دا دهر ټمبل عادت او خوی دی، که دقیق نظر وشي په هرځای کې ټمبلان په نورو پسې لګیا وي، خپله یې له وسه څه نه کېږي، دابتکار او نوښت جذبه څه چې دمطلق کار جذبه پکې مړه وي، حرکت او خوځښت یې له فکر او بدن دواړو سره تربګني پیل کړې وي، تل په نورو پسې روان وي، هر څوک چې له ده نه په ظاهري ساټ او باټ کې یو څه ښه وي هغه دځان لپاره قدوه بولي، فکر او عقل یې پڅ کولنګ وي، معنویات نه پېژني، که یې پېژني نو په مادیاتو یې په نیم تول پلوري، په بل یې څه نه لورېږي، څوک چې یوه کارنامه وکوي په ده بده لګېږي، ځکه دی یې کولی نه شي او په بل يې لورېږي نه، نو له دې کبله پرته له دې چې کومی واز کړي او دزړه بړاس داوتو بوتو په بڼه وباسي بله چاره نه لري.

  نن ورځ دډېرو کسانو لپاره غربي هیوادونو ته تګ یوه لویه بلا ګرځېدلې، له خپل ملک او سیمې نه به سم جوړ ولاړ شي، کله چې راشي هم ځان کنځي او هم نور، ځکه ده دغربیانو ظاهري ساټ باټ، کش پش لیدلی وي، خپل ځان او ولس کم ورته ښکاري، ډېر ځله له خپلې ناپوهۍ نه داسې ګومان کوي چې غربیان ددنیا دغه ساټ باټ ته ځکه رسېدلي دي چې انساني اخلاق یې ترپښو لاندې کړي، حیوانیت ته یې مخه کړې، مګر خبر نه وي چې هغوی په کار او هڅو دغې مرحلې ته رسېدلي دي، کوم څه چې ټمبل خان هېڅ کله نه شي ورته رسېدلی،  نوموړي دا ګیله هم کړې چې دجومات ملا صیب وهلی دی، هغه خو ګرم نه و چې وهلې یې، ای کاش یو څو سمې سمې چوکې یې کش کړی وای، نن به دې داسې اوتې بوتې نه ویلي.

    که څه هم چې یو محترم ورور سید شریف صیب دنوموړي ډېر ښه معقول، مدلل او مستدل ځواب کړی، الله دې اجر ورکړي، زه وایم که دمرحومې انا لمسي دومره درک کولای شوای، په عقلانیت او استدلال پوهېدی نو داسې نخرې به یې نه کولې، هغه غریب یوازې دومره پوهېږي چې وګړېږي، دا چې څه وايي او باید څه ووايي په هغه کې دده کار نشته.

   یوازې دا يې نه ده څو ورځې مخکې یې په استاد محمد یاسر صیب پسې دخپلې کڅوړې خوله خلاصه کړې وه، الحمد لله هلته په ځان پوه شو چې څه یې کړي، خو له هغه سره سره دا دي دا ځل یې دخپلې مرحومې انا نکل را شروع کړی،  الله دې انا له ټولو مسلمانانو سره وبښي، مګر  دی بیچاره خو بیخې له هر اړخه بیچاره دی، الله یې دې چاره وکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x