روژې ته ټولنيز تياری

م.ش.کاموي

دا دی د هر مؤمن کور ته د رمضان مياشت له يولس مياشتو انتظار وروسته راورسېده، دا ډېر د خوښی ځای دی، او ښايي چې هر مؤمن يې يوه الهي پيرزوينه او خپله نېمکمرغي وګڼي، دا چې د الله تعالی د هر نعمت شکر پرځای کول ډېر لوی او زموږ له وسې پورته، خو بيا هم؛ تر خپل توانه هر يو مسؤل دی، نو دې لپاره چې د دې مبارکې مياشت حق اداء کړای شي، دې ستر نعمت باندې په پټه – زړه کې – خوښۍ اکتفاء ونکړو، بلکې د دې د خوښۍ اظهار، نور پکې شريک، او د نعمت شکر وباسو، او نورو سره يې شکر اېستلو کې مرسته وکړو.

ولې روژې ته په ټولنيز ډول تياری؟

روژه د الله تعالی پر خپلو عاجزو بندګانو هغه پيرزوينه ده، کومه کې چې د رحمتونو دروازې پرانستل کيږي، د جهنم دروازې بنديږي، او شيطانان تړل کيږي، لږ اعمال په څو چنده قبليږي، نو دا هغه څه دي، چې مؤمن يې ستر فرصت ګڼي، نو دې لپاره چې دې اعمال ته يو داسې چاپيريال جوړ کړای شي ترڅو خلک دې لورې ته متوجه، او د دې مياشت کومه ورځ يا شپه کې ترې کومه لحظه غفلت او بې پروايي کې تېره نشي، نو په ټولنيز ډول يو بل ته اړتيا لرو ترڅو يوبل سره مرسته، او هڅونه يې وکړو، نه دا چې يوبل ته خنډ او د وخت بربادېدو سبب وګرځو.

څنګه يې وکړو؟

ښايي داسې چاپيريال جوړ کړو چې هغې سره خلکو روژه ورياده شي، او نېکو اعمالو ته متوجه، دې لورې ته رغبت زيات شي، او دا په لاندې کارونو سره کېدای شي:

د کلي يا کوڅې مسجد کې د قرآنکريم ترجمې او تفسير دورې پرانېستنه؛

د روژې او رمضان اړوند حديثو درس شروع کول؛

د عالمانو مجالسو ته ورتلل، ورسره کښناستل، او په ديني مسائلو کې تر پوښتنې کول؛

داسې خبرې، يا کار نکول چې د ملګرو او شاوخوا مؤمنانو د روژې او اعمالو نه د مشغوليدو سبب وګرځي؛

ملګرو سره داسې خبرې او بحث نکول چې پرې غصه، او بد الفاظ يې له خولې ووځي؛

بد مجلسونه پرېښول؛

هيچاته نه غصه کيدل؛

خپل کور کې بچيان کېښنول، ترڅو هر يو د قرآنکريم کوم ايت يا سورة يې ياد وي، تلاوت کړي؛

نېکو اعمالو کې مسابقه کول، لکه: ډېره صدقه ورکول، که هغه د نغدو په شکل وي، خوراک او اوبو په صورت کې وي، او يا دنېکې  خبرې او خلکو متوجه کول؛

هرچا سره ډېر ښکلی برخورد کول؛

نورو ته د هغوی تېروتنې بخښل، او که له تاسې تېروتنه وشي، ژر بخښنه وغواړئ؛

ښځې دې له کوره نه وځي، مګر که حاجت يې وي ښايي داسې لباس کې ووځي، چې څوک فتنه کې ونه غورځول شي؛

لمونځ مسجد کې جماعت سره کول؛

امر بالمعروف نهي المنکر په ډېره نرمه ژبه او خوږو کلماتو؛

الله دې ما، زما والدينو، او ټولو مؤمنانو ته توفيق ورکړي چې د دې مبارکې مياشتې حق اداء کړي، او د کريم رب لخوا ورته بخښنه شوي وي.