افغانستان

طیب آغا: خپلواکي او د خپلې خوښې نظام د افغانانو مشروع حق دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د اسلو فورم ته د قطر د سیاسي دفتر مشر، سید محمد طیب اغا د وینا بشپړ متن نن پر خپلې رسمي وېب پاڼې خپور کړی دی.

د اسلو غونډه چې تېره سه شنبه او چهارشنبه (جون ۱۷ او ۱۸) کې ترسره شوه له کابل څخه په ګډ حکومت کې د اجراییه ریاست دویم مرستیال، محمد محقق، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، حکمت خلیل کرزی، د پخوانۍ شمال ټلوالې غړی محمد یونس قانوني او مېرمن حسن بانو غضنفر ګډون درلود.

دغه طالب سیاسي چارواکي په دې وینا کې یو لړ مهمو ټکو ته اشاره کړې ده.
د وینا په پیل کې د طالبانو د قطر دفتر مشر افغانانو ته په خطاب کې دا نه مني چې ګواکې طالبان له افغانانو سره تفاهم ردوي: «دا تأثر غلط دی چې اسلامي امارت له افغانانو سره تفاهم نه کوي او له خارجیانو سره یې کوي». طیب اغا زیاتوي: «له کابل ادارې سره خبرې ځکه نه دي سوي چې هغوی په مهمو مسایلو کی واک نه لري او د افغانستان د قضیې اصلي اړخ او د مشکلاتو عامل امریکا او خارجیان دي او دا یو حقیقت دی باید ومنل سي». تر اوسه د ګډ حکومت استازو په تړاو څه نه دي ویلي چې دوی له خپلو واکونو ننګه کړې ده کنه.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د امریکایانو پر تور لېست نیوکه کوي او په غونډه کې د خپلو دوو تنو نورو ملګرو د ګډون خنډ یې ګڼي: «دې فورم کې د ګډون لپاره زمونږ دوه مشران ملګري هر یو شهاب الدین دلاور صاحب او قاري صاحب دین محمد حنیف چې د تور لیست له امله ونه توانیدل چې په غونډه کې ګډون وکړي تاسف کوم».
ښاغلی طیب اغا په افغانستان کې د امریکایانو پر نظامي ستراتيژۍ د نیوکې په ترڅ کې وايي: «په تیر څلوارلس کلن اشغال کې امریکا د افغانستان ولس او مجاهدینو په خلاف داسي یوه نظامي تګلاره غوره کړه، چې په نتیجه کې یې په زرګونو افغانان چې د سپتمبر د پیښې سره یې هیڅ ډول تړاو نه درلود، په بې رحمۍ شهیدان،ټپیان او د کېمیاوي وسلو د استعمال له امله یې په وژونکو ناروغیو اخته کړل».
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په خپله وینا کې په افغانستان کې له مېشتو بهرنیانو غوښتنه کوي چې «پر واقعیتونو ولاړه تګلاره رامنځ ته کړي» او د افغانانو د «خپلواکۍ او خپلې خوښې نظام» حق ومني: «ځکه چی سوله د عدالت د تامین په نتیجه کې راتلی شي، که څوک په افغانستان کې سوله غواړي، هغه د زور، جبر او نظامي یرغل د دوام په نتیجه کې نشي راتلی او اسلامی امارت د اشغال او نورو مشکلاتو سوله ایز حل ته قایل دی».
دغه طالب مشر د اسلو ناستې ګډونوالو ته د روانې جګړې په اړه وايي چې «افغانان د جګړې شوقیان نه دي او نه جګړه غواړي». ښاغلی طیب اغا د افغانستان د روانې جګړې پړه پر مېشتو بهرنیانو اچوي: «افغانان د نړۍ په هیڅ ګوټ کې د کوم حکومت او یا ولس په خلاف په تخریبي اعمالو کې ښکېل نه دي بلکې نورو تل د دوی په کور او ټاټوبي برید کړی دی».
سید محمد طیب اغا افغان حکومت د سولې بهیر د پيلېدو خنډ بولي: «دا د کابل اداره وه چې د دې کارونو په عملي کولو کې یې خنډونه جوړ کړل». د قطر سیاسي دفتر مشر د افغان حکومت هغه غوښتنې چې طالبان دې د دفتر له سره د «اسلامي امارت» لوحه او د طالبانو بیرغ لرې کړي «غیر معقولې» خبرې او بهانې ګڼي.
طیب اغا د سوله ییز حل پر مهال خپلې غوښتنې مطرح کوي: « د اسلامي نظام حاکمیدل، د اشغال خاتمه، په اساسي قانون بیا غور کول او د ذکر شوو خنډونو له منځه وړل شامل وي».
له امریکایانو سره د ځینو واکونو پر بنسټ وايي: «د افغانستان په معضله کې قوي او اساسي لوبغاړی امریکا دی، ځکه نو د امریکایانو سره د خبرو پرته د افغاني جهت سره به مذاکرت بې فایدې وی».
د قطر دفتر مشر یو ځل بیا سیمه ییزو هېوادونو ته په راتلونکي کې د نه لاسوهنې سیاست ډاډ ورکوي: «اسلامي امارت یو ځل بیا ګاونډی ملکونو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالو ته د خپلې پالیسۍ په اړه تاکید کوي، چې امارت نه داسې اراده لري چې نورو ملکونو ته او یا د هغوی اتباعو ته ضرر ورسوي او نه به نورو ته دا اجازه ورکړي چې د افغانستان خاوره د نور ملکونو او د هغوی اتباعو ته د ضرر رسولو لپاره استعمال کړي».
سید طیب اغا یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې نه غواړي افغانستان د نیابتي جګړو ډګر وګرځي: «اسلامي امارت نه غواړي چې افغانستان د ملکونو تر منځ د نیابتي او رقابتي جګړې ډګر وګرځي».
د طالبانو دغه سیاسي مشر له امریکایانو او نورو اړخونو څخه خپلې غوښتنې داسې مطرح کړې: «: ۱. د خبرو اترو او ارتباط لپاره یو ځای د دفتر په شکل کوم چې د اسلامي امارت له خوا د بیرغ او نوم د شخړې له مله د خلاصیدو څخه دوه ورځې وروسته وتړل شو. اسلامي امارت باید دا حق ولري چې خپل دفتر ته د اسلامي امارت سیاسي دفتر ووایي او خپل بیرغ استعمال کړي.
۲. د سولې پروسه، تور لیست، د جائزو لیست او نور لیستونه ټول د یو بل سره متضاد عناوین دي، ځکه نو باید ملګري ملتونه او امریکا د اسلامي امارت رهبري او نور غړي له دغه لستونو څخه وباسي، ځکه چې د سولې په پروسه کې دا ضروري ده چې ټولې خواوې په ازادانه او مصؤنه توګه تګ راتګ وکولای شي.
۳. امریکایان خپلو ژمنو او بین المللی اصولو ته ځان ژمن نه بولي د مثال په توګه ګونتانامو څخه د را خلاص سوی بندیانو په اړه یو څو خبرې کوم. هغه پنځه تنه زمونږ مشران ملګری چې د امریکایي عسکر برګډال په تبادله کې له ګوانتانامو څخه خوشې شول او په قطر کې د توافق سره سم په شریطو اوسیدل د هغوی یو کال پوره شوی خو تر اوسه پورې هغوی باندې قیودات شته کوم چې باید د معاهدې په اساس د کال په پوره کیدو ختم شوي وای
۴. همداراز د توافق پر اساس امریکایانو ژمنه کړې وه چې د پورته ازاد شوي بندیانو ملګري او خپلوان کولای شي چې قطر ته ددوې د ملاقات لپاره راشي. خو کله چی ددوی څخه د یوه تن دوه خپلوان هر یو انس چی حقانی صاحب زوی اویو ورسره ملګری ددوی ملاقات ته ولاړل د قطر څخه دبیرته تلو په وخت کې چې کله دوی په بحرین کې په ترانزیت ول د امریکایانو له خوا ونیول شول او د کابل ادارې ته وسپارل شول، او د کابل ادارې دروغجنه دعوی وکړه چې دوی یې په خوست کې د یوه عملیات په ترڅ کې نیولي دي.»

دا لومړی ځل دی، چې په دې کچه نړیوالې ناسته کې د افغان حکومت د استازو ترڅنګ د طالبانو سیاسي پلاوي ته هم بلنه ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x