د روژې مبارکه میاشت

روژې ته ايماني تياری

م.ش.کاموي

هر عمل بې روحه ډېر ګران دی، دا چې تقريبا شپاړس ساعته مسلسل، له خوراک، څښاک او کوروالی څخه مؤمن منع کيږي، ښايي چې د دې زړه پر يو دومره قوي او مؤثره معنا مطمئنه وي ترڅو د دې مادې پرېښودل ځان لپاره يوه خوښی او نېکمرغی وګڼي، ځکه که داسې نوي، نو دا ډول روژه پدې موسم کې پرې عذاب او يو ستړی کونکی بيګار دی، نو دې لپار چې روژه کې ستړي نشو، دېته اړيو ترڅو ايماني تياری هم ولرو.

ايمانی تياري لپار بايد لاندې نکتې نظر کې ونيول شي:

هرې روژې ته له شپې نيت کول، او دا پام کې نيول چې زه يوه ستره سپيڅلې دنده ترسره کوم؛

روژه که زه وخورم هيڅوک مې نه ويني، دا يواځې زما او رب ترمنځ ده؛

دا لوږه او تنده، د قيامت ورځې پېښېدونکي، تندې ډېره کمه، بلکې هيڅ ده؛

الله تعالی د روژتي، روژه د هغې له اور څخه ډال ګرځولی؛

الله روژتي د ريان دروازې له دروازې جنت ته داخلوي – ريان مانا تنده ماتېدنه (خړوبتيا) روژتې د دې لږې تندې زغمولو نتيجه کې د داسې داروازې له لارې جنت ته داخليږي، چې ډېر تر او تازه، او د هيڅ کومې تندې اثر به پرې نه وي؛

الله تعالی د روژتي اکرام لپاره د هغې اجر له ځانه سره ساتلی او ويلي يې دي: روژه ما لپاره ده، او د دې اجر زه ورکوم، چې هغه به څه ډول، او څومره اجر وي؟؛

روژتي دوه خوښی لري، يو د روژه ماتي پر مهال، بله رب سره د مخ کې کېدو پرمهال؛

بايد د قرآنکريم هغه آيتونو کې فکر وکړو، کوم چې د روژې حکمت – لعلکم تتقون -؛

هغه نبوي أحاديث غور سره لوستل کوم، چې د روژې او فضليت او د روژتي اجر بيانوي؛

دا نظر کې نيول چې الله تعالی زموږ لوږې او تندې ته هيڅ اړ ندی، هغه يواځې موږ ازمايي؛

دا هغه بازار دی چې د اعمالو بيه پکې تر يولسو مياشتو څو چنده پورته خيژې، نو بقاء يې د نيکيو زرين چانس وګڼل شي؛

د تېرو ګناهونو او تېروتنو د بخښنی ښه موقع ګڼل؛

دې مياشت کې روژه د ژوند وروستی فرصت ګڼل؛

الله دې موږ او هر مؤمن ته توفيق ورکړي، چې حق يې اداء کړي. آمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x