نظــر

دافغان عسکرو کومه وړتیااوزړورتیا؟

درواني (اپریل ) میاشتي پر۱۵مه نیټه په کابل ،لوګر،پکتیااوننګرهارکي پریووخت دطالبانومنظموپلان شووبریدونووښودل چي ناټو+افغان پوځ +ایساف +ایتلاف ځواکونه څومره غافل اوکمزوري دي .که دنوروولایتونودبریدونوڅخه صرف نظروکړواویوازي دکابل هغوته راشونوبیابیخي یوبل ډول هېښونکی انځورپه لاس راکوي هغه داچي پرڅومره حساسوډیپلوماټیکو،پوځي اوامنیتي ارګانونوهماهنګ اومنسجم ګوزارونه ترسره شول .
څوورځي مخکي دناټوویاندطالبانوته په اصطلاح خارورکړچي دتېرکال عملیاتویې طالبان تردې کمزوري کړي دي چي دتېرپه څېریې سږدپسرلنیوعملیاتوڅرک نه لګیږي ،

خودطالبانوویاندذبیح الله مجاهدیې په غبرګون کي وویل  چي :«نه بې وسه شوي یواونه هم دافغانستان دموسمي حالاتوسره نااشنایو،بلکي همداډول څرګندوني دافغانستان سره ستاسونابلدتیا+ حماقت په ډاګه کوي  . مجاهد ورپسي زیاته کړه چي پوځي ماهرین  یې لګیادي نوي پلانونه طرحه کوي اوسږني بریدونه به یې دتېروکلونوپه پرتله خوراپېچلي اوپه دقیقه توګه به هدفونه  تراورلاندي نیسي یعني دکمیت اوکیفیت له لحاظ څخه به ترنوروکلونوډیرمؤثراوپام وړوي .»دمجاهددپورته څرګندونو اونۍ لانه وه پوره شوې چي هیوادوالواونړیوالویې جوت ثبوتونه په کابل اونوروولایتونوکي ولیدل ،ولي دناټوویانددخپلي ادعا نه یوازي داچي کوم ثبوت وړاندي نه کړای شو،بلکي دتکذیب اونقض لپاره یې آن دعاموخلګوسره هم دعین شواهدوکمی نشته .
په کابل اونوروولایتونوکي دطالبانووروستیومنظموبریدونودکابل ادارې اویرغلګري ټلوالي پوځي اواستخباراتي وړتیاپه ډیرجدیت سره ترسوال لاندي راوستله .
پوځي وړتیا:بهرنیوځواکونودافغان هغوپه ملتیاتېرکال دافغانستان په بیلابیلوسیموکي عملیات و کړل ،دوی به دعملیاتوپه هرپړاوکي ویل چي دومره مجاهدین یې له منځه وړي دي اوفلان فلان سیمي یې ترې تخلیه کړ ي دي ،بیابه یې خبري کنفرانسونه ورکول چي نورنوطالبان دپښولویدلي دي اودبیاراپورته کیدلوتوان نه لري ،خودهماغوپه اصطلاح فتح شووسیموڅخه به رسنیودطالبانودشتون اوحتی بریدونوراپورونه خپرول چي یونیم به یې دوی هم تائیدول .دهمداسي سیمویومثال دکندهاردمیانه شین ولسوالي ده چي دکندهارولایتي چارواکویې دنیولواوتصفیه کولوتکراري ادعاوي کولې خوڅوورځي وروسته دبي بي سي سره ځایې خبریال مأمون دراني په یادي شوي ولسوالۍ  کي دکندهاردولایتي ادارې له خولې دخوراډیرولاسته راوړنویادولوترڅنګ توضیح اوپه داګه کړه چي :«البته دمیانه شین ولسوالۍ  ډیرسیمي لااوس هم دطالبانوپه لاس کي دي  ».خوچارواکي ټینګارکوي چي هغوسیموته به هم ژردعملیاتوجال وروغځوي .مګرواقعیت داچي تراوسه لاهم دیادي شوي ولسوالۍ دودانۍ اونژدې شاوخواکلیوڅخه دباندي په وسلوسمبال عسکردوتلوزړه نشي کولای .داډول په هلمند،پکتیکا،غزني ،بادغیس ،نورستان اونوروولایتونوکي هم ورته وضعیت دی .په زیاتره مواردوکي چي دوی دکومي ولسوالۍ دنیولوغوري کوي په مطبوعاتوکي خلګوته داسي ښیې چي ګویاټوله ولسوالي یې ولکه کړې ده ،خودولسوالۍ نیول ددوی په قاموس کي صرف هغه مخصوصه ودانۍ ده چي ولسوال صاحب اومامورین یې ادارې چاري پکښي ترسره کوي،نه یې مربوط  کلي اوقریې .
دایې هم استخباراتي نېرو:په همدې ډګرکي خوآن ترکرزي ټول پرخپلي ناکامۍ اعتراف کوي خودلته که لږځیرشوخبره یوازي داستخباراتودضعف نه ده ،بلکي وضعیت بیخي تراټکل ورپورته یوبل ډول دی .مثلادابه داستخباراتو کمزوري وي چي ولي یې مخکي ترمخکي دیادوشووهماهنګوبریدونومخه ونه نیوله شوای اویالږترلږه پرې خبر نشول ،مګرپه حقیقت کي دې منظموعملیاتودکابل ادارې اوټولومېشتویرغلګروځواکونوپرفعالیتونوسیوری وغوړاوه ځکه دوی دپرمختللي ټیکنالوژۍ اوښوتجهیزاتوپه لرلوسره څنګه دومره غافل شول اوتربیدارۍ وروسته یې بیا ولي ترپوره شواروزپوري دفاع ونشوای کولای اودپام وړلاداچي هغه هم په پلازمېنه کي .
په دې عملیاتوکي دنوروخت پرخلاف ناټو،سپیني ماڼۍ اودکابل ارګ دافغان عسکروستاینه وکړه ،هغوی ته یې دزړورتیاالقاب ډالۍ کړل اوپه چټک غبرګون یې وویاړیدل !!خوټول ولس په تېره بیادکابل ښاریان پوښتي چي دافغان عسکروکومه زړورتیا؟!کوم چټک غبرګون ؟!دستایني وړدی چي دګوتوپه شمارفدایانویې په وړاندي دواک په زړه کي څلورویشت ساعته جګړه وغځوله .که دازړورتیاوي چي  دواک په ساحه کي یې جګړې ترشل ساعته ډیروخت ونیواوبیا پای ته ورسیده نوطبعي خبره ده یوانسان چي یوه شپه اوورخ پرله پسې دهوایې اومځکنیولښکروپه وړاندي جنګیږي اوبیایې مقاومت دوسلودخلاصیدواویاشهیدیدوله امله پای ته رسیږي نوپه دې کي بیادچټک غبرګون دعسکروزړورتیااوکه بې زړتیاپه ډاګه  کیږي ؟دستایني که دغندني وړدي ؟
که دپوځي لیدلوري څخه پرونۍ جګړه ارزیابي شي  نودهمدې جګړې له امله دافغان  پوځ وړتیانوره هم ترپوښتني لاندي نیسي اونه یوازي ددفاع وزارت بلکي  دیرغلګرولښکروترڅنګ دکورنیوچارووزارت داستخباراتوریاست اونوروارګانونو کمزوري هم زباتوي .

سیدسعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x