
فاروق وردګ: عطا محمد نور مې د وژلو په لټه کې دی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۱مه ۱۳۹۴ل): د پوهنې وزارت پخوانی وزیر ډاکتر فاروق وردګ او د بلخ والي عطامحمد نور تر منځ اختلافات په دې وروستیو کې اوج ته رسېدلي دي.
فاروق وردګ د شمشاد تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې عطامحمد نور دده خلاف توطیې جوړوي او ان په دې لټه کې دی چې دی ووژني.
هغه ګواښ وکړ چې د حکومت پر وړاندې به اپوزیسون جوړ کړي.
د پوهنې وزیر زیاته کړې چې د حکومت په چېلینجولو کې دده او عطامحمد نور فرق دومره دی چې هغه د بهرنیو سره په اړیکه کې دی او دده لاره افغاني ده.
فاروق وردګ په باور «وطن په آی ایس آی خرڅیږي، وینم چې په سپیدار ماڼۍ کې څه روان دي او په بلخ کې څه روان دي».
هغه ادعا کړې، چي عطامحمد نور د پوهني اوسني وزير ته ملېشې استولي، چي تر څو د هر ولایت له ریاست څخه پيسې واخلي او يا يې رئيس له دندي ګوښه کړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څېړونکی جان اف سوپکو تېره ورځ په یوه راپور کې وویل چې: «د پوهنې وزیر رپوټ راکړی چې د افغانستان په نا امنو سیمو کې هېڅ ښوونځی خلاص نه دی، خو پخوانیو چارواکو په شمېرو کې لاسوهنه کړې ده او پیسې یې اختلاس کړي دي. دغه ادعاوې ښيي چې متحده ایالات کېدای شي د هغو ښوونځیو لپاره چې شتون یې نه دی لرلی، پیسې ورکړي وي».
د ګډ حکومت له راتګ راهیسې چې د واک په وېش کې د پوهنې وزارت د اجراییه رييس د ټیم په برخه رسېدلی، وخت نا وخت پخوانی وزیر د نوي وزیر، اسدالله حنیف له خوا په فساد تورنېږي. ویل کېږي حنیف د بلخ والي، عطا محمد نور له خوا دغه وزارت ته معرفي شوی دی.
انسان پیژاندنه ډیره ګرانه او مغلقه پدیده ده هرڅوک وای چه زه پاک یم صادق یم وطن را باندی ګران ده دوطن خلک را باندی ګران دی خو ! دلته برعکس په خوله مسلمان په رړه کافر . لنډه به ووایم چه اعتبار پر چا پکار نده که هغه جناب قاضی ده -څارنوال ده مفتی ده او که عالم رهبر ده -معاون رهبر ده که والی ده جبار نعیمی دخوست پخوانی والی به جه په عامو مجالسوکی خبری کولی هغه به ویل . زه دخپل خدای سره تعهد کوم حاداچه خدای نه منی اومر الهی نه منی اوامر دولتی نه… نور لوستل »
وردک صیب ! ته د جهاد او حزب دعوې هم کوې ، تاسو د معارف نوی نصاب یوه ماشوم ته هم کېږدی در ته وو به وايي چې په ښکاره د صلیب نوکري پکې شوې ، حدیث مبارک د ویکتور هوګو خبیث له خبرو سره یو ځای راوړل شوی او عنوان یې ورته ټاکلی د لویانو خبرې ، نوی نصاب ما د خپلې وسې مطابق تر شپږمه د نقد په پلمه ولوست ډېرې خامۍ او بې باکۍ پکې شوي دي که ووایم چې سوچه د جاپان نصاب پښتو ته او پاړسي ته ژباړل شوی!
وایی د خره غوښه خنزیر ته حلاله ده ، کوم چا چه تاسی وزیر کړی یاست هماغه بادار عطا نور ته د بلخ تاج و تخت ورکړی ، د ا دواړه دجالی جنتونه دی جه اصلی دوزخونه یی په انتظار شپی ورځی صبا کوی دواړو ته یو بادار معاشونه ورکول او ورکوی ، د مظلوم اولس له څپیړو څخه یی د هماغه بادار ساتونکی ژغوری . عطا نور د بادار له اجازی غیره د خپلی میرمن سره ویده کیدلی نه شی وزیر صاحب او ستا همدغه برخه لیک دی نو تاسی به کله ووژنی ، مګر هغه چه د بادار… نور لوستل »