نظــر

طالبانو ستراتیجکي او نفسیاتي جګړه وګټله

د یک شمبې په ورځ په اول ځل  امریکايي چارواکو په کابل  او نورو ولایتونو کې د طالبانو دعملیاتو په هکله خپلی اندیښنی د رسنیو پر مخ ښکاره کړي او دا یې وښودله چې دوئ څومره اندیښمن دي او د طالبانو د عملیاتو  شنډولو لپاره یې د ناټو او فرنګي ځواکونو نه د مرستی غوښتنه وکړه حال دا چې د کابل امنیت په بشپړه توګه په اصطلاح افغان ځواکونو ته کال مخکی سپارل شوی وه.
په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر وویل چې ” په حقیقت کې طالبان په اعلامیو صادرولو کې ډیر ښه دي نه په جګړې کې”. نو ما د ځان سره وخندل چې د کابل په زړه کې طالبانو کامیابه عملیات ترسه کړل او دوئ د خپل دروغجن عادت له مخی بیا هڅه وکړه

چې د طالبانو دا کارنامی بدرنګه او منفور کړي. د کابل زړه لکه وزیر اکبر خان او شهرنو د افغانستان یو له ډیر مهمو ځایونوڅخه شمیرل کیږي چې د طالبانو په یولس کلنۍ مقاومت کې دا ترټولو غوره او بی نظیره عملیات وو. امریکاېي یرغلګرو د خپل عادت له مخی ددی عملیاتو پرړه د لراوبر د پولی هغه خواه ته په حقاني شبکی پوری وتړله او په خپلو ناکامیو یې د پردی په اچلو  وغوښتل چې د مخکې په څیر بیا خلک دوکه کړي ترسو دی عملیاتو ته یو  بزدلانه عملیات وواي او په اصطلاح  د افغان ځواکونو ځوابی  عملیات  اغیزه ناک وښاېي، خو طالبانو په خپل اعلامیه کې دا د سږکال پسرلی د عملیاتو پیل وبللو او په راتلونکی کې یې د نورو داسی عملیاتو خبرداری ورکړو.  زه فکر کوم چې د طالبانو د ا علامیو نه د امریکاېي رسنیو خپرونی ډیر چټکې سره خبرونه خپروي ترسو دا عملیات بی خونده کړي او په دی لړ کې د افغانستان مطبوعاتو هم له ډیره د امریکا او په اصطلاح د افغان دولت موقف خپر کړو چې په اصل کې د حقیقت نه ډیره لری وه.
نامتقارنه جګړه
راځې په منطقی ډول نن له ځان سره قضاوت وکړو چې طالبان  بغیر له کوم سیاسي یا دودیز جګړي ځواک وکړې شو چې دا یولس کاله جګړه وکړي  سره له دی چې د ټولی دنیا مخالفت له ځان سره لري بیا هم په دی وتوانیدل چې د اشغالګرو ځواکونو سره مقابله وکړي.
طالبان د افغانستان بشپړه  ازادی او د اسلامي امارت د جوړولو په غرض د یو داسی استعماري قوت سره ډغره ووهله چې د دنیا سوپر پاور ورته ویل کیدلو او له اقتصادي، سیاسي او مادي لحاظه ډیر مجهز او تیار ول خو بیا هم د طالبانو د پرله پسی فداېي، اقتحامي  بریدنو ته عجز او په اخر کې ناکامه شول.
طالبان مو خوښ دي او که نه خو د طالبانو مقاومت د صلیبي یرغلګرو په وړاندی  ډیر اغیزمن او موثر دی او زه مطمین یم چې په راتلونکی کې به د طالبانو دا کارنامی او سرښندنی  د امریکا په جنګي  اکاډمیو کې  د کالونو کالونو لپاره ثبت او وښول شي.

د ملکی خلکو د تلفاتو په هکله باید ووایم چې د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي کانفرانس  له مخی هیڅ کوم ملکي وګړي ته په دی عملیاتو کې ځیان نه دی رسیدلی چې دا په خپله د صلیبي یرغلګرو او دولتي ادارو په درواغو د بطلان کرښه راکاږي ولی چې دوئ دا ادعا کوله چې طالبان تل کوښښ کوي چې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله ورسیږي  . لکه څنګه چې طالبان په نظامي  او نفسیاتي جګړې کې موثره او بره خوا لري داسی په خپل  ستراتجکي پلان کې هم کامیابه دي، طالبانو غواړي چې صلیبي یرغلګر په افغانستان کې په سیايی، نظامي او اقتصادي  ضعف مبتلا کړي ترسو دوئ  د افغانستان نه وتلو ته اړ کړي . د افغانستان د جګړې نن یولس کاله کیږي او د امریکا لپاره دا جګړه د ویتنام  او په افغانستان کې د روسانو یرغل نه هم اوږده شوه چې نور یې امریکا د پرمخ وړلو مخه نه  ویني . امریکا چې کله په اول ځل افغانستان اشغال کړو او  طالبان پر شاه شول نو  دوئ فکر کولو چې دا جګره به لکه د روسانو د جګری په څیر نه وي او نه به د فرنګېانو د اول او دوهمی جګړې په څیر وي خو دوئ ډیر سخت خطا ووتل او ټول پلانونه یې شنډ شول. په نفسیاتي جګړې کې ددوئ د ماتی ښودلو لپاره د مثال په توګه د پنجوايي هغه نامردانه پیښې ته اشاره کولی شو چې په کې امریکایي ځواکونو د افغانانو سره د بغض، کینی او په جګړې کې د بیزارې له مخی په ولسي وګړو او مظلوم خلکو برید وکړو او لګ ترلګه یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۶ کسه شهیدان کړل.
د طالبانو د کامیابي اصلي راز په څه کې دی
اول طالبان مسلمانان دي، د طالبانو سره د خلکو مرسته او الهی نصرت تل مل دی. طالبان  د اسلامي عقیدی له مخی دا جنګ یو ایماني فریضه او عبادت ګني او مجاهد د شهیددو په نیت د جهاد میدان ته دانګي. لکه څنګه چې تاریخ دا ثابته کړې چې د عقیدی سره جنګونه په لښکرو او جنګي وسائلو نشي. بل دا چې د افغانستان خلک  ۱۰۰٪ فیصده مسلمانان دي او دا غیرتي قوم هیڅ کله بهراني یرغلګر نشی زغملی  او د خپل وطن، دین او عقیدی نه په هر وخت کې دفاع کوي.
 نړې دی په دی ښه پوه شي، ترهغه چې په افغانستان کې یو اسلامي امارت نه وي جوړ شوی په افغانستان کې به دا جګړه روان وي لکه څنکه چې دی ۴۰ کالو جګړې دا ثابته کړه.  افغانان نه شاهي نظام خوښوي، نه کمونستي او نه جمهوري نظام. هغوئ غواړي چې د یو اسلامی نظام سوري لاندی ژوند وکړي او په لړ کې چې  هر څوک د الله جل جلاله د شریعی نظام مخالف وکړي نو د افغانانو کلک مقاومت سره به مخامخ شي. طالبان خو هغه خلک دي چې د ” یا شریعت او یا شهادت” ترغیب مسلمانانو ته ورکوي نو امریکا او داخلی ګوډاګیان څنګه له داسی خلکو سره جنګ کولی شي.
 د طالبانو دا غه کامیابي به تر هغه وخت پوری له دوئ سره مل وي تر کومه چې دوئ د صلیبي یرغلګرو ټول فرضی ارزښتونه، قانونونه او نظریات رد کړي او په خپل ریښتني موقف کې هیڅ قسم بدلون یا تزلزل راه نیولي.
وسلام
مجاهد
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x