ورزش

پاکستان د سریلانکا لوبډلې ته په ۱۰ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان او سریلانکا ملي لوبډلو تر منځ د جون له ۱۷مې څخه پیل شوې ټیسټ لوبه نن د پاکستان په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې سریلانکا د پاکستان په وړاندې په لسو ویکټو ماتې وخوړه.

پاکستاني لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچوونې پریکړه وکړه. سریلانکا خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې د سېلوا غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۰ منډې جوړې کړې.

لومړۍ وار توپ وهنې کې سېلوا او سنګکارا د سریلانکا لپاره غوره توپ وهوونکي ثابت شول. سېلوا په ۳۰۰ توپونو د ۱۶ څلوریزو په مرسته ۱۲۵ او کمار سنګکارا په ۱۰۶ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره لومړۍ وار توپ اچوونې کې د دغې هیواد ټولو توپ اچوونکو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. د پاکستان لپاره لومړۍ وار توپ اچوونې کې وهاب ریاض درې، ذولفقار بابر درې، یاسر شاه دوه او محمد حفیظ دوه ویکټې واخیستې.

په ځوابي توپ وهنه کې د پاکستاني لوبډلې د توپ وهنې پیل ډیر زیات خراب و خو وروسته د اسد شفیق او سرفراز احمد غوره توپ وهنې په مرسته دغې لوبډلې وتوانید ۴۱۷ منډې جوړې کړي.

د پاکستان لپاره لومړۍ وار توپ وهنې کې اسد شفیق په ۲۵۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۱۳۱، سرفراز احمد په ۸۶ توپونو د دیارلسو څلوریزو په مرسته ۹۶ او ذوالفقار بابر په ۶۰ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۶ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره پرېرا تر ټولو غوره او بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. پريرا خپل ۳۱.۱ اورونو کې ۱۲۲ منډو ورکولو سره د پاکستاني لوبډلې څلور توپ وهوونکي له مخې لرې کړ.

دغې لوبې کې له پرېرا سربیره پراساد درې، پراډیپ دوه او هیرات یوه ویکټه واخیسته.

سریلانکا خپل دوهم وار توپ وهنې کې خرابه توپ وهنه وکړه او د دغې لوبډلې توپ وهوونکي د پاکستاني توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل.

سریلانکا دوهم وار توپ وهنه کې د کرونراتنې او ترېمانې غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۲۰۶ منډې جوړې کړې او په دې ډول د پاکستان لوبډلې ته يي د ۹۰ منډو هدف وټاکه.

دوهم وار توپ وهنې کې کرونراتنې په ۱۷۳ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۷۹ او ترېمانې په ۹۵ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره دوهم وار توپ اچوونې کې یاسر شاه غوره او پیاوړی توپ اچوونه وکړه. یاسر شاه خپل ۳۰.۱ اورونو کې یوازې ۷۶ منډو ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۷ لوبغاړي له مخې لرې کړ.

پاکستان ټاکل شوی هدف د محمد حفیظ او احمد شهزاد توپ وهنې په مرسته د کوم لوبغاړی له سوځیدو پرته پوره او سیالې لوبډلې ته يي په لسو ویکټو ماتې ورکړه.

دوهم وار توپ وهنې کې د پاکستان لپاره محمد حفیظ په ۴۷ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۶ او احمد شهزاد په ۴۷ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۳ منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x