ټکنالوژي

سامسنګ د لومړی ځل لپاره ۴ تیرابایټ وړتیا لروونکی هارډډیسک وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰ مه ۱۳۹۴ل): له دې وړاندې ځینو کمپنیو دوه تیرابایټ (Terabyte) وړتیا لروونکي اکسټرنل هارډیسکونه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي ول خو سامسنګ په دغه برخه کې ټوله نړۍ حیرانه کړه.

اوس سامسنګ کمپنۍ غواړي نړیوالو ته څلور تیرابایټ فایل ثبتولو وړتیا لروونکی اکسټرنل هارډیسک وړاندې کړي چې دغه کار به د هارډیسک په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وي.

سامسنګ کمپنۍ غواړي د سيګیټ (SeaGate) مشهورې کمپنۍ په مرسته نړۍ ته تر ټولو نری، سپک خو د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو زیات وړتیا لروونکی اکسټرنل هارډډیسک وړاندې کړي.

د سامسنګ کمپنۍ په وینا د دغه هارډډیسک کاروونکي کولی شي ۲.۵ انچه هارډډیسک په اسانۍ سره له ځان سره انتقال کړي او خپل مهم فایلونه تل خپل جیب کې وساتي.

سامسنګ د هارډډیسک په برخه کې له پخوا کار پیل کړی و خو اوس وتوانید نړۍ ته یو حیرانوونکی تولید وړاندې کړي. د سامسنګ کمپنۍ دغه هارډډیسک به یوازې یو سانتي متر پنډاوالی ولري چې دا ټولو هغو کاروونکو ته چې غواړي خپل مهم معلومات له ځان سره محفوظ وساتي تر ټولو ښه خبر دی.

سامسنګ کمپنۍ ویلي چې دغه کمپنۍ به په یو ځل د دغو هارډډیسکونو دوه مختلف ماډلونه چې سامسنګ ایم ۳ پورټېبل (Samsung M3 Portable) او سامسنګ پي ۳ پورټېبل (Samsung P3 Portable) نومول شوي وړاندې کړي.

د راپورونو پر بنسټ دغه دواړه ماډلونه تقریبا یو سانتي متر پنډوالی لرلو سره یوازې ۲۳۵ ګرامه وزن لري. سامسنګ خپل دغه تولید کې له یو ایس بي ۳ (USB 3.0) ټکنالوژي څخه کار اخیستی.

سامسنګ د دغو هارډډیسکونو د وړاندې کولو دقیقې نیټې او او بیي په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو دغه کمپنۍ وویل چې هڅه کوي ډیر ژر خپل دغه تولید نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

یو تیرابایټ فایل ثبتونې وړتیا مساوي کیږي له ۱۰۰۰ ګیګابایټ (GB) فایل ثبتونې وړتیا سره نو د سامسنګ دغه کوچنۍ هارډډیسک کولی شي د کاروونکو ۴۰۰۰ ګیګابایټه فایلونو انتقال او ساتنه اسانه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x