نړۍ

برتانيې کې له مسلمانانو کرکه څلور چنده زياته شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳۱مه ۱۳۹۴ل): له تېرو څو کالو راهيسې، چې لويديځ، په ځانګړې توګه برتانيې کې د اسلام پر لور د خلکو توجه د پخوا په پرتله ډېره شوې، بل پلو دغه هېواد کې له مسلمانانو کرکه او نفرت هم څلور چنده زيات شوی دی.

برتانيې کې د بشري حقونو يوه ټولنه «tel mama» په خپل تازه راپور کې وايي، د روان کال په پيل کې، چې د فرانسې اسلام دښمنه مجلې له ګستاخۍ وروسته پر دغه مجله او د يهودانو پر مرکز بريد وشو؛ برتانيه کې له مسلمانانو کرکه او نفرت څلور چنده زيات شوی دی.

برتانيه کې د مسلمانانو پر ضد د تاوتريخوالي د مخنيوي يو فعال شاهد ملک سعيد د ترکيې اناطوليه خبري اژانس ته ويلي، چې برتانيې کې کوم خلک له مسلمانانو کرکه او نفرت کوي، دغه خلک ټول مسلمانان خپل دښمنان بولي.

د ملک سعيد په وينا برتانيې کې مسلمانان د رسنيو، سياسي ګوندونو او مدني ټولنو له لوري له سختو کړاوونو سره مخ دي او دغه هېواد کې د مسلمانانو ستونزې ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي.

شاهد سعيد وايي، چې تېرو دولسو مياشتو کې د اروپا ګڼو سيمو کې کوم بريدونه او چاودنې شوي، برتانوي رسنيو په ډېره بې باکۍ د مسلمانانو پر ضد ترې د پروپاګند په توګه کار اخيستی او دوی بايد په دې اړه خپل مسؤوليتونه درک کړي.

شاهد سعيد وايي، چې يوازې د دوی بشري مؤسسې ته د مسلمانانو له لوري ۵۴۸ داسې شکايتونه رسېدلي، چې د نورو مذهبونو پيروان د برتانيې مسلمانانو ته د جنسي ځورونې، د دغه هېواد پرېښودو او وژنې ګواښونه کوي.

نوي سخت دريځي ګوندونه

سره له دې چې برتانيا د نورو اوروپايي هېوادونو په پرتله د مسلمانانو او نورو اديانو په اړه ازادۍ ته ډېر ژمن هېواد دی، مګر بيا هم د برتانيې مسلمانان د اسلام ضد کړيو له بريدونو او دښمنۍ په وېره کې دي.

د دغو ستونزو او وېرو په اړه د بريسټل پوهنتون استاد نبيل خطاب وايي، چې برتانيا کې د اسلام ضد کړيو پروپاګند او اسلام دښمني يو نوی فکر دی او مسلمانان د دغه سخت دريځي دښمن لرونکي فکر پر وړاندې بې توانه دي.

نبيل خطاب الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د برتانيې مسلمانان د هغو پېښو عاملين بلل کيږي، چې دوی سره هيڅ اړيکه نه لري.

استاد خطاب د برتانيې د مسلمانانو په اړه په يوه سروې کې ويلي، چې د څوارلسو نورو ډلو په پرتله مسلمانانو سره تر ټول بد توکميز چلند کيږي.

سروې کې راغلي و، چې مسلمانانو سره د دوی د دين له امله ناوړه چلند کيږي او له همدې امله په دفترونو کې يې د دندو چانسونه هم ډېر لږ دي، مګر برتانوي حکومت وايي، چې مسلمانان د برتانيې يوه مهمه برخه ده او د برتانيې مسلمانان سياسي ګوندونو او پارلمان کې خپل غړي هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند او زما د سیاسی څیړونو له مخی د سپتمبر له یوولسمی فاجعی وروسته چه د اسلامی نړی سره د صلیبی نوو جنګونو د پیلولو د پاره رامنځته شو ، یو هدف یی د اهم وو چه لویدیز کی د مسلمانانو سره فاصله یا کرکی زیاتی کړی ، مګر په هماغه خپله لومه کی ونښتل لویدیز کی د عوامو مینیه له اسلام او مسلمانانو سره لا زیاته او د سپټمبر د فاجعی په ډاګه کیدلو ( چه د انګریزی او ماسونیستی یهودانو کار وو ) د لویدیز د حکومتو د وحشت سره یی کرکی څو ځلی زیاتی شوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x