نظــر

د كابل وروستي بريدونه او څرګند پيغامونه

د تېرې يكشنبې په ورځ د كابل ښار او درېيو نورو ولايتونو پر حساسو ځايونو
د طالبانو بريدونه امريكا او نړيوالې ټولنې ته يو واضيح پيغام ورساوه چې
طالبانو تر يوې لسيزې مقاومت وروسته هم خپل توان له لاسه نه دى وركړى،
بلكې لايې نور هم په ولس كې ملاتړ زيات شوى دى.

 د دغو بريدونو موخه دا نه وه چې ګوندي طالبان دې پر دغو لسګونو جنګياليو
كابل فتح كړي بلكي دا د غربي مقاماتو د هغو څرګندونو ته يو عملي ځواب و،
يانې طالبانو په عملي توګه ورته وښووده چې دوى كولى شي د امريكا د سفارت
او له ارګ سره په ډېرو نږدې او حساسو ځايونو كې هر ډول بريدونه تر سره
كولى شي، د دښمن ليكې څيرولى د امريكا او افغان حكومت ټول استخباراتي
ځواك فلجولى شي.
طالبان څنګه دومره ځواكمن دي چې په د سترګو په رپ كې ځان د دښمن د ليكو
منځ ته رسوي؟ وسلې او مهمات څنګه داسې حساسو ځايونو ته ورسره وړي؟ هغه
پوښتنې دي چې نه افغان سياستوال ورته ځواب لري او نه هم تر اوسه د غرب
ساستوالو ورته ځواب ويلى دى، خو هر وخت تر داسې پيښو وروسته د هيواد
ساستوال او غربي مطبوعات د سيمې هيوادونو پر استخباراتو نيوكې كوي چې دا
بريدونه هغوى پلان كړي وو.
كه په ريښتيا هم دا ډول بريدونه د سيمې د هيوادونو استخبارات پلانوي، نو
د غرب تر ۴۰ زياتو هېوادونو استخباراتي او نٰظامي ځواكونه دلته د څه
لپاره پراته دي، ايا يواځې د ننداره چيانو په توګه دلته راغلي دي؟ هغه
عصري تكنالوژي چې پر ځمكه له فضا څخه د دوه انچه شي د ليدلو ادعا يې
كيدله، څه شوه؟ آيا طالبانو تر دوه انچه هم واړه شوې دي؟
دې ټولو پوښتنو ته له ولس سره ځواب شته، هغه دا چې په څومره كچه طالبان
په ولس او اوسني دولت كې مخالفين لري، تر هغه په زياته كچه په ولس او
حكومت كې دوستان هم لري، چې دا همكاري يواځې د غرب د استعماري سياست د
غلطو پاليسيو پايله ده.
په حكومتي ادارو كې د نا اهلو، غلو او پاټك سلارانو ګمارل، د اربكيو تر
نامه لاندې د غلو او ډاكو ګانو د ډلو مسلح كول چې د هېوادوالو پر عزت او
ناموس لوبې وكړي، مال يې چور كړي، ټول هغه څه دي چې حكومت خپل باور په
ولس كې وبايلل، همدې تېروتنو اوس مهمال په هره سيمه كې د حكومت د واك
لمنه ورټوله او د طالبانو د واك لمنه يې غوړولې ده، آن تر دې چې په ډېرى
سيمو كې خلك خپلې دعواوې په سيمه ييزو طالبانو فيصله كوي.
له بل پلوه د بهرنيو ځواكونو هغه كرغيړنې كړنې چې زموږ د هيوادوالو پر
دين، سر، ناموس او مال باندې پرلپسې تيرى د دې لامل شوى چې نور خلك هر
ډول حالت پر ځان زغملى شي خو د بهرنيانو شتون نشي زغملى، آن تر دې چې اوس
خو په افغان ځواكونو كې هم د هېواد پالنې احساس را ويښ شوى دى، يو شمېر
افغان سرتيرو هم د حالاتو په درك كولو سره په دې وروستيو كې د خپلو ټوپكو
شپيلۍ د خپل اصلي غليم په لوري ور واړولې او دا لړۍ ښه په زور كې روانه
ده، نو دغو حالاتو ته په پام ويلى شو چې نور د امريكا هم د زوال ورځې
رالنډې دي، خو خداى دې وكړي چې د امريكا تر زوال او سقوط وروسته زموږ د
ځوريدلې ولس واك د اهل كسانو لاس ته ولوېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x