نړۍ

په اسلام آباد کې نړیوال کلتوري نندراتون وشو

د تېرو کلونو په څېرسږکال یوځل بیا په نړیوال اسلامي پوهنتون، اسلام آباد کې  کلتوري ننداره وړاندې شوه. په کلتوري نندارتون کې د افغانستان په شمول سعودي عربستان، متحده
عرب امارات، ټایلنډ، مالېزیا، اندونیزیا، نیجریا، پاکستان، کينیا، صومال، مصر، سوډان، سوریا، چين او نورو هېوادونو برخه اخېستې وه.
په نندارتون کې هر هېواد د خپل کلتور، تاریخ او ویاړونو بېلګې د کتونکو نندارې ته وړاندې کوي.

کلتوري نندارتون د پاکستان د لوړو زده کړو د کمیسیون رئیس، د متحده عرب اماراتو سفیر او د کشمیر مشر په یو لړ شاندرو مراسمو کې پرانیست. د کلتوري نندراتون پرانیستنه معمولاً د دغه وړ مشرانو مېلمنو له لوري ترسره کېږي. مېلمنو له پرانیستنې وروسته د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د نندارتونونو لیدنه وکړه او د نورو له لیدو تېر شول. پخوا به مېلمنو ټول نندارتونونه لیدل، چې له دې لیدلو سره سم به هر یوه ته نمبرې ورکول کېدې.
د پوهنتون محصلين له مشرانو ګيله من وو، چې ولې ټول یوځايي نورو نندارتونونو خواته ورنغلل. کلتوري نندارتون ته د افغانستان سفير هم بلل شوی و، خو د څه مشکلاتو له امله یې خپل مرستیال او
نور ډیپلوماتان رالېږلي وو.
کلتوري نندارتون ته د نړبوال اسلامي پوهنتون   د محصلينو سربېره د نورو پوهنتونونو محصلین او نور سیلانیان هم راغلي وو.
د یادونې وړ ده، چې د افغان محصلينو اتحادیې د اصيل افغاني کلتور په ښودلو کې خورا زیات زیار کښلی و، د بېلګې په ډول:
یوه کېږدۍ (څپره) چې کوټی ته ورته وه جوړه کړی وه «چې کوچیان په کې اوسيږي»، همدارنګه یو څو هڅاندو افغان محصلینو د کابل بالاحصاراو د پغمان دروازه «باب پغمان» جوړه کړې وه، چې د ډیرو خلکو پام یې ځانته راړولی و او د زیات شمیر ليدونکو خوښ شو، افغاني ښځينه او نارينه جامې او پخواني د ښځو او نارينه و د زينت سامان او قيمتي کاڼي نندارتون ته راوړل شوي وو. سربېره پر دې زیاتره محصلينو پګړۍ، واسکټونه او څادرونه اغوستي وو. نندارتون ته پخوانۍ جنګي وسلې، تورې، ټوپک….. همدارنګه د افغانستان د بېلابېلو ځایونو او د افغانستان په تاريخ کې د تېرو نومیالیو څېرو انځورونه هم راوړل شوي وو.
ځيني پښتو او دري کتابونه او مجلې هم راوړل شوې وې، چې په پای کې زیات شمیر یې په خلکو وړيا وویشل شوی.
د ټولو افغان محصلينو په همکارۍ کلتوري نندارتون څه د پاسه درې نېمې بجی پای ته ورسېد.
    د یادونې وړ ده چې د تېرو ۳ کلونو راهيسي افغانان د افغاني کلتورپه ښودلو کې اول نمبر راځي. په نړیوال اسلامي پوهنتون کې افغان محصلینو د دې نړیوال نندارتون له لارې د افغانانو کلتور او ویاړونو تر نړیوالو رسولي دي، ولې تر دې دمه د افغان رسنیو له لوري ورته مناسبه پاملرنه نه ده شوې.
اکرام الدين کامل
نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام آباد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x