ټولنیزه برخه

یواځې د الله بنده شه، د نورو بندګي پریږده

همت افغان

د یو پاچا غلام په آس سپور او ډیر په کبر او غرور سره په لاره روان و چې په لاره یو بزرګ په مخه ورغی، بزرګ غلام ته وویل چې کبر و غرور ښه شی نه دی، دا ګناه ده. غلام په ډیره کبرجنه لهجه ورته وویل: زه د پلاني پاچا غلام یم هغه پر ما ډیر اعتماد او باور لري، چې کله هغه ویده شي نو زه د هغه حفاظت کوم، کله چې وږی شي، خوراک ورته برابروم، کله چې کوم امر وکړي، زر يې پر ځای کوم، بزرګ ترې وپوښتل: چې کله کوم تېروتنه درڅخه وشي نو بیا؟

غلام ځواب ورکړ: د تېروتنې په صورت کې سزا راکوي،  بزرګ ورته وویل: له تا څخه خو  بیا ماته زیات کبر و غرور په کار ده!

غلام په حیرانتیا ترې وپوښتل:  هغه څنګه!؟

بزرګ ورته وویل: زه دداسې پاچا غلام یم چې کله وږی شم، نو هغه ماته خوراک و څښاک راکوي، کله چې ناروغ شم، هغه ماته شفا راکوي، کله چې ویده شم نو هغه زما حفاظت او ساتنه کوي او کله چې زما څخه تېروتنه وشي او زه ترې بښنه وغواړم نو هغه په خپلې مهربانۍ او رحمت سره له سزا پرته ماته بښنه کوي.

مغرور غلام چې کله دا خبرې واوریدې نو ورته يې وویل: ما هم ددغه مالک غلام کړه!

بزرګ ورته وویل: یواځې د یو الله غلام او بنده شه، د نورو بندګي او غلامي پریږده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x