نظــر

سياسي كار پوهان كه سياسي دلالان؟!

كله كله يو شمېر سياسي كارپوهان په رسنيو كې د بحثونو په جريان كې وايي چې كه بهرنيان ووځي نو په هيوادكې بيا د يوې كورنۍ جګړې د پېښيدو  وېره ده او پر هيواد به يوځل بيا طالبان واكمن شي.
كه په منطقي توګه د دوى دې خبرې ته پام وكړو د سړي په ذهن كې  ډېرې پوښتنې را پيدا كېږي لكه:  آيا بهرنيان په ريښتيا هم د افغانانو په غوښتنه راغلل ؟  ايا اوس په هيواد كې ارامه ارامي ده د هر چا سر او مال په امن دي؟
دوى هيڅكله دغو پوښتنو ته ځواب نه وايي، بلكې د څو ډالرو لپاره چې ورباندې قطع نشي او د خپل مصنوعي موقف په خاطر چې څوك يې ورنه وانخلي، له دې ټولو حقايقو سترګې پټوي. خو ولس دومره غافل نه دى چې هر څه د دوى له عينكو وګوري، اوس د هيواد هر وګړى په دې پوه دى چې غوا توره او شيدې يې سپينې دي او ددغو سياسي دلالانو منحوس اهداف هم ښه ور ته معلوم دي.

لومړى خو هيڅكله زموږ هيوادوالو دا غوښتنه نه ده كړې چې امريكا او نور غربي هيوادونه دي زموږ د نجات لپاره راودانګي، بلكي د تاريخ له پاڼو په ډاګه څرګنده ده، هر بهرنى پوځ  چۍ زموږ هيواد ته په هره پلمه راځي موږ ته د يرغلګر حيثيت لري، زموږ افغاني غرور دومره ټيټ او سپك نه دى او نه مو هم اسلامي شعور دومره وروسته پاتې دى چې خپل كور په خپل ازلي غليم وساتو، انګريزانو په هره پلمه دلته د پښې دځاى پيدا كولو لپاره په وار ورا هڅه وكړه، خو نه يواځي په خپل دغه شوم پلان كې پاتې راغلل، بلكې د خپل سر په بيه ورته تمامه شوه، له نژدې ۱۶ زره وسله وال پوځ څخه يې يواځې يو تن نيم ژوندى د افغانستان سرحده ورسيده.
روسانو هم هڅه وكړه چې افغانان د (كور كالي ډوډۍ) په غوړ شعار د ځان كړي او دلته خپلې استعماري ګټې تامين كړي، خو نه يواځې دا چې د سر او مال له درانه زيان سره مخ شول، بلكى په خوله كې دننه كړې ګوله يې هم بېرته له خولې ولويده، د مركزي اسيا تر واك لاندې راوستلي ټول هيوادونه ورنه خپلواك شول، او دا ورته د عبرت يو درس شو چې افغانستان يو نه اشغاليدونكى هېواد دى، او نورو استعمارګرو هيوادونو ته هم په واز كومي چيغي وهي چې افغانستان ته ننوتل ډېر ساده كار دى، خو بېرته ورنه وتل د سر په بيه دي.
امريكا هم د خپل مادي قدرت په نيشه كې ډوبه وه، په نړۍ كې يې بل كوم داسې د ځان سيال نه ليد چې د دوى د پريكړې مخالفت وكړي،  ځكه خو زموږ په هيواد باندې تر حملې مخكې بوش په پوره كبر او غرور وويل يا زموږ  تر څنګ ودرېږئ او يا هم  د دوى په اصطلاح تروريستانو (بې وسه افغانانو) تر څنګ.
نيمه نړۍ په خپلې دغې وينا وويروله، څو هغه هيوادونه چې په افغانستان كې يې د طالبانو په مادي لحاظ بې وسه حكومت په رسميت پېژندلى و، هم بېرته يې له خپل موقف څخه په شا كړل، له افغانستان سره يې هر ډول اړيكې وشلولې، امريكايي وحشي پوځونه د څو تالۍ څټو غلامانو په هر كلي د هيواد تر ګوټ ګوټه ورسيدل، خو خبر نه و چې په مړو ايرو كې لاس وهل بېرته د اور سپرغۍ را تازه كولى شي.
چې دا دى اوس مهال د اور دا سپرغۍ را تازه شوې،  د يوه بې وسه ملت د قهر څپو د امريكا او ټولې غربي نړۍ ملا ماته كړه، تكنالوژي يې د باشهامته شازلميو قربانيو له داسې شكست سره مخ كړې ده چې ان كله ناكله خو خپل پوځيان هم ورته دښمنان ښكاري، څو ځله داسې پېښې و شوې چې پر خپلو پوځيانو يې له هوانه بمونه وغورځول.
بله خبره دا چې كه بهرني پوځونه له افغانستانه ووځي ، هيواد به يو ځل بيا د خپل منځي جګړو په اور كې را ګير شي! خو داسې نه ده، بلكې دا يواځې د يو څو ګوتو په شمار هغو غلام صفته كسانو برداشت دى چې، بې د غربيانو له شتون څخه د دوى دلته اوسيدل هم ستونزمنېږي، ځكه پر ولس يې رنګارنګ ظلمونه كړي دي، ولس به خپل كسات ورنه اخلي.
همدارنګه آيا اوس په ريښيا په هيواد كې آرمي ده، كه بهرنيان ووځي نو هيواد به نا آرام شي؟! دا هم د هغو تالۍڅټو برداشت دى چې پر هر څه يې غوږونه كاڼه او سترګې ړندې كړې دى يواځې د خپل كور څلور ديوالونه ويني او له خپل اواز څخه پرته بل هيڅ هم نه اوري، په هيواد كې خو همدا اوس هم د اور او وينو طوفان راون دى، نه د چا سر په امن دى نه مال، په خيراتونو او ودونو بمونه اورول شول، په سپيو ښځې او ماشومان وداړل شول، له يوې مخې كلي وران شول، لوى او واړه يې د همدغو بشر پالو له خوا تر تيغ تېر شول، او جسدونه يې وسوځول شول، قرآنكريم  ته په بيا بيا بې حرمتي وشوه، شنه فصلونه او باغونه په باروتو لولپه شول، كورنه په بلدوزرونو ونړول شول، آيا دا ارامي ده؟! د بهرنيانو په وتلو به دا ډول ارامي له ګواښ سره مخ شي؟!، ډېر د افسوس ځاى دى چې دغه سياسي دلالان لا اوس هم له دې ټولو حقايقو سترګې پټوي.
په درنښت ، صادق آرمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x