نظــر

(CIA)، (ISI)، ملي امنیت او داعش د طالبانو په وړاندې په يوه کرښه کې

ليکوال : نور ریښتيا پال

په افغانستان کې د داعش په تشکيلاتو کې ځينې مهمې څېرې په يو نه يو ډول د سيمې او نړۍ له استخباراتي سازمانونو سره له پخوا نه اړيکې لري .

عبدالرحيم مسلم دوست په افغانانو کې هغه لومړی کس ؤ چې له ابوبکر بغدادي سره يې بيعت اعلان کړ ، نوموړی په دې متهم دی چې د پاکستان د طالبانو د تحريک ځينې قوماندانان يې په تبلیغاتي او افراط نه په ډکو فتوی ګانو د جهاد له حقیقي مسير نه منحرف کړل ، د مالدارو پاکستانيانو اختطاف ته يې هڅول ، او دې ته يې تشويقول چې ځينې جيد علماء کرام په بيلابيلو نومونو ووژني .ويل کيږي دا کار يې د پاکستان د ( ISI ) په اشاره کاوه تر څو پاکستاني طالبان په پاکستاني ټولنه کې بدنام کړي. د ده زامنو به په شمالي وزيرستان کې مقيمو عربانو ته په اسلام آباد کې له يوې کمپنۍ نه هغه سټلايټ موډيمونه راوړل چې د انټرنيټ لپاره به کارول کيدل.

د ده يوه ورور به له خليج نه عرب مجاهدينو ته چندې راوړلې . د دقيقو معلوماتو له مخې د مسلم دوست زامن او وروڼه په هغو تحقيقاتو کې چې په امريکايي ډرون حملو کې د القاعدې د ځينو مشرانو د شهادت په اړه ترسره شوي ؤ دخيل ثابت شوي ؤ ، ځکه په اسلام آباد کې هغه کمپنۍ چې د مسلم دوست زامنو عرب مجاهدينو ته ترې موډيمونه راوړل ، په حقيقت کې د ( CIA ) او ( ISI ) د جاسوسۍ يوه ګډه شبکه وه. او دغو موډيمونو له بې پيلوټه الوتکو سره مستقيمه رابطه درلوده ، چې په شمالي وزيرستان کې د القاعده او ځينو نورو جهادي ډلو د مهمو مشرانو د شهادت سبب وګرځيده .

همدغه راز د مسلم دوست يوه ورور د چندو له پیسو سره ځينې داسې الکترونيکي آلات چې ظاهراً به په جهادي امورو کې د استفادې لپاره ؤ ، خو په حقيقت کې د بې پيلوټه الوتکو لپاره چيفونه پکې ځای پر ځای شوی ؤ د القاعدې مشرانو ته ډالۍ کول . څرنګه چې د القاعدې د مشرانو د مسلم دوست په وروڼو زيات اعتماد ؤ له همدې امله به يې له دغوالکترونيکي آلاتو څخه استفاده کوله او په نهايت کې پر دوی د بې پيلوټه الوتکو د بمبارد او د دوی د شهادت سبب وګرځيدل.

( CIA ) ، ( ISI ) او د سعودي استخباراتو د مسلم دوست کورنۍ ته د همدې ستر خدمت په بدل کې چې د القاعدې ملا يې ورته ماته کړه او مهم مشران يې ورته په شهادت ورسول ، په سعودي عربستان کې سياسي پناه ورکړه . او اوس په سعودي کې د بدرالزمان په شمول د مسلم دوست وروڼه اوسيږي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا د پيښور په ښار کې هم د مسلم دوست کورنۍ په آزاده توګه ژوند کوي ، سره له دې چې پاکستان د مسلم دوست په څير د يو چا چې د پاکستان په ضد ښکاره خبرې کوي ، او د پاکستان د طالبانو له تحريک سره ملګری ؤ بې تفاوته ندی پاتې شوی. اوس هم د ډيرو پاکستاني طالبانو کورنۍ ، آن ماشومان او ښځې د پاکستان د ( ISI ) په قيد کې دي.

څرنګه چې سعودي له داعش سره زيات حساس دی ، بايد د مسلم دوست وروڼه يې په سعودي کې يا نيولي وای او يا يې له سعودي نه را اخراج کړي وای ، خو سعودي تر اوسه داسې ونکړل بلکه سياسي پناه يې ورکړې ده او نازوي يې ، او دا د دې ادعايو بل ثبوت دی چې د مسلم دوست کورنۍ ، د ( CIA ) ، ( ISI ) او سعودي استخباراتو په چوپړ کې ده او مسلم دوست د دوی په خوښه داعش ته ورغلی تر څو د داعش له نوم څخه په استفادې د طالبانو په ضد يوه نوې جبهه پرانيزي او طالبان ضعيف کړي.

د داعش په تشکيلاتو کې يوه بله مهمه څيره عبدالهادي امارتي دی ، چې په سعد امارتي اوس يادیږي.

د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې امارتي ته له ډيرې مودې را پديخوا د نعيم کوچي د کورنۍ په توسط د ( CIA ) له لوري پیسې ورکول کيدې او د دې لپاره تمويلېده چې يو وخت د طالبانو په ضد سر راپورته کړي. اوس هم د ګډ حکومت د ملي امنيت اداره د خوښۍ د ولسوال عبدالحميد په واسطه له امارتي سره په تماس کې ده او دوه ځله يې د يو کس په واسطه چې حشمت نوميږي پیسې ور استولې دي.

ويل کيږي چې د لوګر والي حليم فدايي ، د لوګر ولايت د ملي امنيت رئيس عطاءالله او د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوال عبدالحميد ته ، حنيف اتمر او نبيل دنده سپارلې چې امارتي حمايه کړي ، پیسې او وسلې ورکړي او د طالبانو په ضد يې قيام ته وهڅوي.

په ننګرهار کې د داعش په تشکيلاتو کې مهم قوماندانان چې د طالبانو په ضد د جګړې قومانده په لاس کې لري ، د پاکستان د استخباراتو ( ISI) مهم اجنټان ، حاجي عمر ، جان محمد ، ملک نياز ، او قوماندان بختيار دي.

حاجي عمر چې په ملک عمر هم ياديږي د حاجي خير محمد زوی او د حاجي زمان د تره زوی دی. او دا تر لمر روښانه ده چې د حاجي زمان او خير محمد ټوله کورنۍ له پاکستاني استخباراتو(ISI) سره پياوړی تړاو لري.

جان محمد هم د حاجي زمان له نيږدې خپلوانو څخه دی . او بختيار هم له ( ISI ) سره پوخ تړاو لري.

حاجي عمر او جان محمد تر اوسه اربکيان دي او له ملي امنيت سره کار کوي ، خو اوس يې د داعش بيرغ هم پورته کړی.

د داعش په تشکيلاتو کې حافظ سعيد خان چې د خراسان لپاره د داعش له لوري والي هم ټاکل شوی هغه شخص دی چې د پاکستان له استخباراتو ( ISI ) سره پوخ تړاو لري او لا له پخوا نه له القاعدې سره سخت ټکر ؤ ، او د القاعده پخوانی نظامي مسؤل چې په وزيرستان کې د شاکرالله په نوم مشهور ؤ او بيا يې په پکتيکا کې په خپله استشهادي عمليات ترسره کړل ، او ابوبصير چې يو فلسطينی ؤ ، ده له اورګزيو څخه اخراج کړي ؤ .

له ده سره ملګری شيخ مقبول چې د شاهدالله شاهد په نامه يې د پاکستاني طالبانو ويندويي هم کوله ، د خليج د يوه هيواد په فوځ کې پاتې شوی ، نوموړی شيخ ندی او نه علم لري.

د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې پاکستاني طالبانو په نوموړو باندې د حکيم الله محسود او ولی الرحمن محسود په قتل کې د لاس درلودلو شک هم لري ، ځکه د حکيم الله محسود يوه ميرمن اورګزۍ او د دوی د متعلقينو له کورنۍ څخه وه . او له دې لارې يې ځان د حکيم الله محسود شخصي استوګنځي ته رسولی ؤ .

داسې پوخ باور هم موجود دی چې دوی د ( ISI ) په اشاره د پاکستان د طالبانو تحريک اول ټوټه ټوټه کړ او بيا يې له داعش سره بيعت اعلان کړ. سره لدې چې داعش له پاکستان سره هم د دښمنۍ خبرې کوي خو لا تر اوسه یې پاکستان په مقابل کې هيڅ اقدام ندی کړی. او لا يې زمينه ورته مساعده کړې چې د افغانستان خاورې ته داخل شي او هلته په طالبانو د شا لخوا ګذار وکړي.

سر بيره په پورتنيو معلوماتو د ګډ حکومت ځينو چارواکو له څرګندونو څخه هم معلوميږي چې ګډ حکومت داعش دځان لپاره په ګټه بولي او هيواد ته د داعش په راوستلو کې يې له ( CIA ) او ( ISI) سره يو ځای کار کړی او پلان لري چې پخواني اربکيان هم له داعشيانو سره ګډ کړي او هر ځای د طالبانو په ضد تور بيرغونه پورته کړي. او ځکه يې تر اوسه په مقابل کې کوم عمليات هم ندي ترسره کړي. سره له دې چې اشرف غني د داعش په ضد په اصطلاح جنګ اعلان کړ. او دا په داسې حال کې چې داعش د شينوارو ټوله علاقه د پاکستان له اورګزيو ايجنسۍ نه راغلو وسلوالو ته سپارلې او په مقابل کې يې تر اوسه کوم عکس العمل ندی ښودلی.

داسې معلومات هم شته چې د سولی شوری ځينې غړي لکه : مولوي شفيع الله ، په نورستان او کنړ کې ځينې مخور کسان استخداموي او ملي امنيت ته يې معرفي کوي او له ملي امنيت سره يې په ګډه دې ته هڅوي تر څو تور بيرغونه پورته کړي.

ويل کيږي چې طالبانو په نورستان کې درې تنه هغه کسان چې د مولوي شفيع الله له لوري استخدام ، ملي امنيت ته معرفي شوي ؤ او دنده ورته سپارل شوې وه چې تور بيرغونه پورته کړي ، نويلي او وروسته بيا د سپين ږیرو په ضمانت پريښودل شوي دي.

له بلې خوا د داعش له لوري دا اعلان چې د دوی تر ولکې لاندې سيمو کې د اردو ، پوليسو او امنيت کسان په آزاده توګه ګرځيدلای شي او خلکو ته دا اعلان چې د دوی په جنازو کې بايد برخه واخلي د دې ادعا يو بل ثبوت دی چې داعش له ( CIA) او ( ISI ) او ملي امنيت سره په ګډه يوه پروژه ده .

د پورتنيو معلوماتو له مخې ويلای شو چې په افغانستان کې داعش د ( CIA ) ( ISI ) او ملي امنيت ګډه پروژه ده او دوی ټول په يوه کرښه کې د طالبانو په وړاندې جنګيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستى

دیر په زڑه پوري معلومات دي
انشاءالله دا طاغوتي پروژه به هم د نورو په شان ناکامه شي

اسلم

انشاء االله ،!!! ډېر ژر او دا ورته خوشحاله ګوډاګیان به ورکي مخ توري شي .

قاری حسیب

اصلا خوښ می ندی په داسی بی معنی لیکنو څه ولیکم خو د یوی مومنی کورنی د عزت ژغورلو لپاره حقود لیکوال ته څو خبری کوم لمړی داچی یا خو دا لیکوال یا اسلامی تعلیمات نلری یا هم له مسلم دوست سره داسی دشمنی لری چی له هر حدودو تیریدی شی او ددی پروا نکوی چی الله د هر لفظ پوشنته ورنه کوی ( ن قَوْلٍ إِلاّ لَدَیْهِ رَقِیبٌ عَتِیدٌ) الله تعالی به تاسره د هر لفظ استعمال کوی ته تنظیم پرستی کی دومره وړاندی تللی چی یو چاسره اختلاف کی له الله بلکل ډار نکوی او د هغه کس… نور لوستل »

عمر مختار

د تحریک مدبرانه دريځ او پالیسي د ستایلو وړ ده ، که چېرې داعش په رښتیا هم د اسلام او جهاد خیر غواړي نو باید چې له تحریک سره هم غږې شي او که چېرې نور هدفونه لري نو دا کومه نوې خبره نده او نه ورته ډېر تشویش وکړئ فقط او فقط زمونږ په لیست کې یو نوم ورزیاتیږي ! له بېچاره او مظلوم ولس نه پرته نور مونږ دوستان له څه کړل ټول له مخې راته یو خوا دي ! سل په لالي پور دې دا یوه یې د بانګړو !!!! چرت په خراب نه کړئ یارانو !

pir

وقتی آدم اطرافش را نگاه می کند و برخی کم توجهی ها به ارزش ها را می بیند ممکن است گاهی اوقات نسبت به آینده ی دین و جامعه ی متدیّن نا امید بشود. به خصوص اگر این موارد به تکرار مشاهده شود. اما وعده ی الهی و حقیقت به گونه ای دیگر است. در سوره ی مائده این وعده چنین بیان شده است : یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا مَن یَرْ‌تَدَّ مِنکُمْ عَن دِینِهِ فَسَوْفَ یَأْتِی اللَّـهُ بِقَوْمٍ یُحِبُّهُمْ وَیُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِینَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْکَافِرِ‌ینَ یُجَاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللَّـهِ وَلَا یَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ۚ ذَٰلِکَ فَضْلُ اللَّـهِ یُؤْتِیهِ مَن… نور لوستل »

قاری حسیب

pir صاحب دا اعتزال عقیده څه ته وایی چی تاسو ځه پری نومول یم که اعتزال دی ته وایی چی د یوی مسلمانی کورنی نه د دفاع وشی نو بیا یم که اعتزال دی ته وایی چی حقود اوحسود لیکوالانو مخالفت وشی بیا یم که اعتزال دی ته وایی چی حق او عدل خبر باید وشی بیا یم که اعتزال دی ته وایی چی تنظیم پرستی پرښودل شی او صرف د الله عبادت وشی بیا اعتزالی یم که اعتزال دی ته وایی چی هر طاغوت نه کرکه او هر مومن سره محبت نو بیا اعتزالی یم خو تاسو می ونه… نور لوستل »

شاه ولیکوټي

د داعش په باره څو لنډ پوښتني چې باید هر مسلمان ددوی سره دخپل تعلق ترجوړلو مخته ورباندي فکر وکړي . ۱ : دټوله مسلمه امت دعلماوو پردې خبره اتفاق دی چې : ښځه بیله محرمه شرعا سفر نسي کولای ، که څه هم دفرضي حج لپاره وي ، خو داعشیان شپه او ورځ پرفیسبوک او ټویټر لګیادي پردی او نامحرمه ښځي وخپل تنظیم جذبوي ، دیومسلمان تنظیم په حیث به ورته کوم جواز لټوي ؟ ۲ : داخبره په قرآن ، حدیث ، اجماع او قیاس سره ثابته ده چې : دضرورت په وخت دخپل هغه مسلمان ورور کومک… نور لوستل »

غوربندی

قاری صيب تاسو ته سلامونه ارادت او رمضان مبارک وايم د مسلم دوست د خپل کتاب له متونو شکاری چی هغه په ماضی کی د پاکستاني استخباراتو له خوا سومره لوبيدلي ده، اصلا ساده لوحی او مومن بودن کله هم یو د بل منافی نه دی بلکه د ديرو سلفيانو ورونو په وجود کی جمع شوي کیفیات دي، د داعش کودن سیاست د استعمار پر آسیاب (ژرنده) د اوبو مثال لري، مومن بودن یی په خپل زاي زمونژ ديني ورونه دي خو سیاست او تکنالوجي کی د القاعده شریفی په شمول د استعمار ستراتیژيک پارتنران/شريکان دي. کاش له توحید/عقيدي سره… نور لوستل »

قاری حسیب

قدرمن غوربندی صاحب علیکم السلام ګرانه ځه خو سلفی یم نه هم داعشی بل مسلمان یم هو داسی متعصبه مذهبی هم نه یم چی بل د له دین خارج وبولم مسلم دوست که د استخباراتو په لاس لوبیدلی نو مهربانی وکری ماته وښایی چی هغه څوک دی چی پرون او نن نه لوبیژی د افغانستان یو جریان هم نشته چی پکی د یاد شوی استخباراتو مستقیم لاس نه وی آن تر دی چی په دی آواخرو کی دا هم معلوم شو چی امنیت ملی چا غپایی ټوله دنیا نیولی وه او مجاهدین یی د آی ایس آی جاسوسان بلل خپله… نور لوستل »

pir

قاری صاحب
تاسو چی وویل سلفی یی نور نو خپل د خبره خلاص کره. ….
أو معتزله په باره د عقاید کتاب ولوله …

قاری حسیب

پیره ته زځما لیکنه وګوره ما ویلی ځه خو سلفی ینم نه هم داعشی معنی چی نه سلفی یم نه هم داعشی د ماشومتوب نه می همدا زده کړی چی راته ویلی بنده د الله یی امت د رسول الله یی او په مذهب د امام اعظم رحمه ذریه د ادم صفی الله او دوستدار د چهار یا با صفا یعنی سوجه او نیغ حنفی یم خو مذهبی تعصب نه کرکه لرم هر مسلمان د خپل د زړه سر بولم د شیعه نه بغیر د هیڅ مومن سره کرکه نلرم او په وړو او اختلافی مسایلو څوک کافر نه ګنم… نور لوستل »

حامد احمدی

د بختیار د لچکی خبری می حتی د خپلی کورنی د مشرانو نه اوردیلی (د جهاد د دوری)

غوربندي

قاری صیب حسیب مننه ستاسو له سپیناوي څخه ستاسو دا خبره سمه ده چې په مسلم دوست صیب پسې هغه څه ونه ویل/لیکل شي چې حقیقت ونلري. چا چې یوه ورځ هم د ګوانتانامو په جهنمي زندان کې تیره کړي یی نو د خداوند متعال په نزد یې تر ځان ډیر غوره ګڼم، بیا هم زه له تاسو پوښتنه کوم چې د یو مومن لپاره به جاسوسي لویه ګناه یي که په واحد صف کی د تفرقي مسبب جوړېدل؟ مسلم دوست صیب له خپلې ټولې تقوی، علمیت او متدینې کورنی په لرلو سره په محض یو اعلان چې له اسلامي… نور لوستل »

قاری حسیب

قدرمن غوربندی صاحب ځه د مسلم دوست عمل ته بلکل توجه نه ورکوم او نه تاییدوم ریشتیا هم داسی وخت کی چی مجاهدین د فتح په حالت کی دی د داسی فتنو وړاول ستر جرم دی اسلامی امارت نن د فتح په درشل کی دی خو ننګرهار کی داعیش لوی میصیبت را ولاړ کړی ځه دا وایم چی د یوی مجاهدی کورنی باره داسی سه لیکل شاید تر دی فتنی ستر جرم وی مونګ الله ته ورتګ لرو د هر خبری حساب راسره کیژی بیا د انترنت لیکنی ټوله نړی ګوری یو مسلمان جاسوس ویل والله آسانه خبر وی د… نور لوستل »

عبدالحق امین

داعش د مجاهدینو په وړاندی په لمړی کرښه کښې. http://farsi.islamworldnews.com/news/4843/%D8%A7%D8%B9%D9%84%D8%A7%D9%85-%D8%AC%D9%87%D8%A7%D8%AF-%D8%B9%D9%84%DB%8C%D9%87-%DA%AF%D8%B1%D9%88%D9%87-%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA-%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%DB%8C-%D8%AF%D8%B1-%D9%84%DB%8C%D8%A8%DB%8C-%D8%A7%D8%B2-%D8%B3%D9%88%DB%8C-%D9%85%D8%AC%D9%84%D8%B3-%D8%B4%D9%88%D8%B1%D8%A7%DB%8C-%D9%85%D8%AC%D8%A7%D9%87%D8%AF%DB%8C%D9%86.html#.VY3UonenDIU در حالی که فتنه گروه دولت اسلامی در جای جای سرزمین های اسلامی، ریشه دوانیده و هر روز مجاهدان در گوشه ای از آن، ناله و حسرت جنایت های این قوم را سر می کشند. مجلس شورای مجاهدین در درنه لیبی که از به هم پیوستن چندین گروه اسلامی مبارز شکل گرفته است به دنبال افزایش خیانت ها و تجاوزگری های این گروه با صدور بیانیه ای جهاد علیه آنان را اعلام داشت. متن این بیانه به شرح زیر می باشد: بسم الله الرحمن الرحیم سپاس و ستایش مخصوص الله… نور لوستل »

Back to top button
15
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x