ورزش

بنګله دیش یو ځل بیا هندوستان ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): نن د هندوستان او بنګله دیش تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه وه چې دغې لوبې کې هندوستان د بنګله دیش په وړاندې په شپږو ویکټو ماتې وخوړه.

هندوستان لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د بنګله دیش لوبډلې د سیالې لوبډلې دغه پریکړه یوه غلطه پریکړه ثابته کړه.

لوبه د لنډې مودې لپاره د باران له امله وځنډیده چې له همدې امله د اورونو شمیر ۴۷ ته راټیټه شوه. هندوستان لوبډلې یو ځل بیا خرابه توپ وهنه وکړه.

هندوستان د دون غوره توپ وهنې په مرسته وتوانید ټاکل شوي ۴۷ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د هندوستان لپاره دون په ۶۰ توپونو د اووه څلوریزو په مرسته ۵۳، دوني په ۷۵ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۷ او راینا په ۵۵ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش لخوا مستیفض الرحیم غوره او پیاوړی توپ وهنه وکړه چې هندي پیاوړي توپ وهوونکي د نوموړي په وړاندې پاتې راغلل. مستیفض الرحیم خپل ټاکل شوي لسو اورونو کې یوازې ۴۳ منډې ورکړې او د هندي لوبډلې ۶ لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

بنګله دیش په ځوابي توپ وهنه کې د لوبغاړو غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف په ۳۸ اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او د هندوستان لوبډلې ته يي په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

دغې لوبې کې د بنګله دیش ټول توپ وهوونکي هم د توپ اچوونکو په څیر ښه وځلیدل. د بنګله دیش لپاره لېټن داس په ۴۱ توپونو ۳۶، سومیا سرکار په ۴۷ توپونو ۳۴ او مشفق الرحیم په ۳۴ توپونو ۳۱ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبې کې شکیب الحسن په ۲۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د هندي لوبډلې توپ اچوونکي د بنګله دیشي لوبډلې توپ وهوونکو په وړاندې پاتې راغلل. د هندوستان لپاره کلکرنې، اشوېن او پټېل یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x