نړۍ

کراچي سختي ګرمي د ۱۵۰ کسانو ژوند واخیست

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳۱مه ۱۳۹۴ل): د روژی مبارکي د میاشتي له پیل سره سم د کراچي ښار کي شدیده ګرمي شروع شوي دکراچي ښار ایالتي روغتون جناح هسپتال ته تر اوسه پوري دسختي ګرمي له کبله د ۷۰ تنو مړو جسدونه ور وړل شوي دي.

د روغتون د عاجلي څانګي مسؤله ډاکټر سمینا جمالي وایی یو شمیر نور ناروغان چي دسختي ګرمي له امله ناروغه شوی دي روغتون کي تر درملنه لاندي دي.

نوموړي زیاته کړه یواځي دیک شنبي په ورځ روغتون ته ۶۰ مړي را وړل شوی دي چي ټول د شدیدي ګرمي له کبله مړه شوي دي.

ډاکټره جمالي وایی چي ۲۷ تنه مړي شهید عباسي روغتون ته رسول شوي دي، ډاکټره وړاندی وایی چی اکثره مړه شوی کسان دپاخه عمر خلګ دي خو ځینی ځوانان هم ترینګلي حالت کي روغتون ته راوړل شوی چي له درملنی څخه وروسته هغه هم مړه شوي دي.

له بلي خوا دکراچي د ایدهي بنسټ د مرکز ویاند انور کاظمي وایی چي ددغي اداري دمړو مرکز ( مرده خانی ) ته تر اوسه پوري د یوسل او پنځوس کسانو مړي ور وړل شوي دي.

دکراچي دهوا پیژندني د اداري په راپور کي راغلي چي نن ورځ ( یک شنبه ) په کراچي کی د روان کال ترټولو ګرمه ورځ وه چي دهوا د تودوخي درجه حرارت ۴۶ سنټي ګریډ ثبت شوي وه.

ددغي اداري ویاند له ډان انګریزي ورځپاڼي سره دخبرو پرمهال ویلي چي دکراچي ښار دهوا پیژندني اداري وار له مخه وړاندوینه کړي وه چي دغه یکشنبه به ډیره ګرمه ورځ وي چي دهوا دتودوخي درجه حرارت به د ۴۲ او ۴۳ سنټي ګريډ ترمنځ وي نوموړي وویل لکه څرنګه چي اداري وړاندوینه کړی وه هوا له هغه څخه هم زیاته ګرمه شوه چي نن ورځ کراچي کي دهوا دتودوخي درجه حرارت ۴۶ سنټي ګریډ ثبت شوي.

دکراچي دهوا پیژندني اداره وایی له دي څخه مخکي په ۱۹۳۸ زدیږ کال کي دمی دمیاشتي په ۹ نهمه باندي یو ځل دکراچي هوا ډیره ګرمه شوي چي دتودوخي درجه تر ۴۸ سنټي ګريډ پوري رسیدلي له هغه څخه وروسته بیا دکراچي ښار هوا دومره نه ده ګرمه شوي.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAIHAN

السلام علیکم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x