fbpx

«له آی ایس آی سره د تفاهم لیک پر سر اویا میلیونه ډالر اخیستل شوي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د آی ایس آی ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک په تړاو د پوهنې پخواني وزیر نوي رازونه سپړلي.

فاورق وردګ وايي، په ارګ کې ناستو جګ پوړو کسانو په دوبۍ کې له پاکستان سره د امنیتي تفاهم لیک پر سر اویا میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. وردګ د دغو کسانو له نوم یادولو ډډه وکړه.

د پوهنې پخواني وزیر له کابل نیوز ټلویزیون سره په خبرو کې وویل: «چا چې پیسې اخیستي هم پېژنم، نومونه یې اوس نه افشا کوم». ښاغلی وردګ د پاکستان له استخباراتي ادارې سره لاسلیک شوی تفاهم لیک د افغانستان خرڅول بولي. ډاکټر فاورق وردګ زیاتوي: «زه ژوندي اسناد او شواهد لرم. څلوېښت میلیونه یوه جناب اخیستي، شل میلیونه بل اخیستي او لس بل». وردګ وايي د دې پیسو په مقابل کې افغانستان خرڅ شو او د ګندومک معاهده یې امضا کړه.

ولسمشر اشرف غني کندهار ته د سفر پر مهال د دغه تفاهم لیک امضا رد کړې وه. خو تېره اوونۍ ویسا ورځپاڼې داسې سند په ډاګه کړ، چې ښيي دغه سند لاسلیک شوی.

ډاکټر فاروق وردګ په ارګ کې یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په دسیسو جوړولو تورنوي او زیاتوي چې د کمونیستانو د واکمنۍ د مهال جګړه اوس هم روانه ده: «نن هم زما و ستا په وطن کې هغه جنګ چې د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان او د مجاهدینو او اسلامي تنظیمونو ترمنځ د ۱۳۵۷ له کودتا وروسته شروع شو، نن هم ادامه لري».

فاروق وردګ د کمونیستانو د واکمنۍ پر مهال د سیاسي جګړې ته د اشارې پر مهال د کوم چارواکي نوم نه اخلي؛ خو د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر یو له هغو لوړپوړیو چارواکیو څخه دی، چې کمونیستي مخېینه لري او د مجاهدینو پر ضد یې جګړه کې خپله پښه هم له لاسه ورکړې ده.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

اتمر او فاروق یو بل ته د تلیفون له لاری بدرد ويلي دي، یو بل ته یی د بی ناموسه خطاب کری ده ، اخطارونه او لاس دی خلاص خبری کری دی. لکه سنگه چی د سیاف او احمدشاه احمدزي د شخري منشأ د وزيراکبرخان کورونه وو ددي جنابانو تر منز هم ورته مشکل پیش شوی ده. که اتمر کمونیست ده نو دا یو حقیقت ده چی کمونیست وو، دی او يي به زه ورثه شاباش وايم، خو د فاروق په شخصیت کی نه کمونیست بودن صدق کيي سره له دی چی سازماني او د کمونستي حزب عضوه وو، نه… نور لوستل »

عمر مختار
میلمه
عمر مختار

څوک چې له اولې ورځې وايي چې کمونیست وم او یم به له هغه ګیله نه ده پکار ، خو افسوس د هغو خلکو په حال چې دعوې د جهاد کا خو کارونه او ملګرتیا د کفر او صلیب ، الله مو کور وران کړه د صلیب ملګرو په یاد ولرئ مونږ به هېڅ کله غلط نه شو د عبدالله ابن ابی سلول ملګرو ، په تېر جهاد کې مونږ یوه غلطی وکړه چې دغه لاسپوڅي کمونیسټان مو ژوندی پرېښودل دا ځل په خدای که راسه یو هم ژوندی پاتې شئ ، پرون هم همدغه جنرالان وو او د جنګ… نور لوستل »

sayedrahman.ziarmall
میلمه
sayedrahman.ziarmall

دا واقعیت ده چه دسایس او دسیسی جوړول دجګ پوړو کارده .ژوندی مثال ! په یوه مو ضوع کی جه دریس دولت حکم موجود دمحاکمو قرار صادر او څارنوالی تایید وی ددغه اسنادو تطبیق جغل او تزویر کیدای شی ؟جواب روشن ده چه نه . ولی بدبختانه دشخصی خواهشاتو لپاره زورواکی کولی شی قانونته بدله جامه ور واغوندی او په جغل او تزویریی بدل کړی دخوست سابقه خاین او ظالم مکار او بیکاره والی دشخصی ګټو لپاره دڅارنوال او قاضی په کلک ملاتړ او همکاری دغه دری ذیصلاح اور ګانونو داوامرو او هدایاتو په تطبیق کی ماته دجغل او تز… نور لوستل »