سلف او روژه (30/5)

لیکوال: حامد افغان

سلف او قرانکریم

عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روایت کوي او وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې زیات سخي و، او په روژه کې به ترنورو ټولو وختونو ډېر سخي و هغه مهال چې جبریل به ورته راغی، جبریل به د روژې په هره شپه ورته راتلو او قران به یې ورسره درس کاوه ، رسول الله صلي الله علیه وسلم په خیر او صدقه کې له تیز باد نه هم تیز و، د احمد په یوه روایت کې راغلي دي چې چا به هرشی ورنه وغوښت ده به ورکاوه . عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: “كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – أَجْوَدَ النَّاسِ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ، وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ، فَلَرَسُولُ اللَّهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -أَجْوَدُ بِالْخَيْرِ مِنْ الرِّيحِ الْمُرْسَلَةِ”.وفي رواية أحمد زيادة “لا يسأل عن شيء إلاَّ أعطاه”. رواه البخاري و مسلم.

باید ووایم چې د جبريل علیه السلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم د قران د دور په اړه په دې روایت کې د ” المدارسة ” لفظ راغلی دی، او په ځیني روایاتو کې د ” المعارضة ” لفظ هم راغلی ده، المدارسة یا المعارضة دا مطلب دی چې یو ځل به جبريل علیه السلام قران تلاوت کاوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم به اوریده، بیا به رسول الله صلی الله علیه وسلم تلاوت کاوه او جبریل علیه السلام به اوریده، په یوه بل روایت کې د معارضي موخه په ” تثبیتاً و تأکیداً ” سره روښانه شوې ده، یعني دا کار به ځکه هر کال ترسره کیده چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سرت قران خوندي او په کره توګه پاته شي.

د دې روایت په رڼا کې ویلی شو څرنګه چې الله جل جلاله جبريل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هره روژه د قران د درس او معارضي له پاره رالیږه نو معلومه شوه چې روژه او قران ځانګړې اړیکه سره لري، او دا اړیکه په یوه بل حدیث کې داسي راغلې ده: رسول اللّٰه صلی اللّٰه علَیه وسَلَّم فرمایلي: روژه او قران به د قیامت په ورځ د بنده شفاعت کوي، روژه به وایي: ای زما ربه! ما دغه شخص ټوله ورځ د خوراک، څښاک او خواهشاتو څخه منعه کړی و، نو د ده په حق کې زما غوښتنه ومنه، قران کریم به وایي: ای زما ربه! ما دغه شخص د شپې له خوب څخه منعه کړی و، نو د ده په حق کې زما غوښتنه ومنه، بیا به د دواړو غوښتنه ومنل شي.( رواه احمد)

دا راز د عبد الله بن مسعود نه روایت راغلی هغه وایي: قران زده کړئ، ځکه د ده په هر توري بنده ته لس نېکۍ ليکل کیږي، په یوه توري یې د بنده لس بدۍ بښل کیږي، زه دا نه وایم چې (الم) یو توری ده، بلکي وایم په الف لس، په لام لس او په میم لس دي.َّ عن عبد الله بن مسعود – رضي الله عنه – أنه قال: تَعَلَّمُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يُكْتَبُ بِكُلِّ حَرْفٍ مِنْهُ عَشْرُ حَسَنَاتٍ، وَيُكَفَّرُ بِهِ عَشْرُ سَيِّئَاتٍ، أَمَا إِنِّي لَا أَقُولُ: ﴿ الم ﴾ وَلَكِنْ أَقُولُ: أَلِفٌ عَشْرٌ، وَلَامٌ عَشْرٌ، وَمِيمٌ عَشْرٌ .رواه ابن أبي شيبة (29932)، وأحمد في «الزهد» (1825)، وأبو عبيد (21) والفريابي (57) في كتابيهما «فضائل القرآن».

عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي: ستاسو کوم یو چې له ښاره راشي یا له کوم بل کار نه کور ته راستون شي نو د قران تلاوت دي نه پرېږدي، ځکه په هر توري یې د ده له پاره لس نېکۍ دي. عن عبد الله بن عباس – رضي الله عنهما – أنه قال: مَا يَمْنَعُ أَحَدَكُمْ إِذَا رَجَعَ مِنْ سُوقِهِ أَوْ مِنْ حَاجَتِهِ إِلَى أَهْلِهِ أَنْ يَقْرَأَ الْقُرْآنَ فَيَكُونَ لَهُ بِكُلِّ حَرْفٍ عَشْرُ حَسَنَاتٍ. رواه ابن المبارك في «الزهد» ( 807).

همدا لامل و چې سلفو رحمهم الله له قران سره زیاته اړیکه لرله او هغه به یې شپه ورځ تلاوت کاوه، د سلفو د یوه عالم په اړه ویل کیږي چې ټوله شپه به یې د قران په تلاوت ویښه تیره کړه، یوه شپه یې یو شاګرد څنګ ته تیریدی ده دا ایت تکراروه: {إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا} [مريم: 96]. دا ایت یې ترسهاره تکراروه، سهار یې شاګرد ورته وویل: ولې مو هغه ایت ټوله شپه تکراروه؟ هغه ورته وویل: زما د شپې د عبادت کیسه پټه کړه، شاګرد یې ورته وویل: ستا په ژوند کې به یې پټه لرم خو زما د خبري ځواب راکړه، هغه ورته وویل: ما چې هغه ایت لومړی ځل تکرار کړ د رحمن او بنده ترمنځ مینه (سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا) مې زړه ته ولویدله، نو څومره مې چې تکراروه له هغې میني مې خوند اخیست او هغه زیاتیدله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د