د چاردرې له سقوط وروسته د کندوز نورې ولسوالۍ هم د سقوط په حال کې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د کندوز ځینې استازي وايي، د چاردرې له سقوط وروسته طالبان د دغه ولایت د نورو ولسوالیو دروازو ته رسېدلي چې ښايي د چاردرې له برخلیک سره مخ شي.

د کندز استازي هم تاییدوي چې پرون طالبانو د کندوز چاردرې ولسوالي ونیوله. طالبانو پرون د یوې ویډیو په خپرولو سره د دغې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې وه.

د دغې ولسوالۍ له سقوط وروسته، شپېته تنه پولیس او د ملي اردو عسکر د طالبانو په محاصره کې دي.

په مشرانو جرګه کې د کندوز د خلکو استازی عبدالله قرلق وايي چې د چاردرې ولسوالۍ د سقوط ترڅنګ په غلام علي غوندۍ کې ۶۰ تنه پولیس او ملي اردو د طالبانو په محاصره کې دي.

هغه د دشت ارچي امنیه قومندان په دې تورن کړی دی چې د طالبانو سره یې کتلي دي. د قرلق په باور که وضعیت همدا ډول روان وي، د ولایت چارواکي بدل نشي نو دشت ارچي ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی کمال ساپی په باور د ولسوالیو له مرکزونو پرته نور ټولې سیمې د طالبانو لاسونو ته پرېوتي دي او ښایې د چادرې له برخلیک سره مخ شي.

هغه زیاتوي چې «که مرکزي حکومت او بالخصوص دغه دوه رهبران په خپله کندوز ته وخت ورنه کړي او خپله نظامي چارواکي تعقیب نه کړي، وضعیت نور هم خرابیږي، جنګ نور هم شدت پیدا کوي او د مخالفینو مورال نور هم لوړیږي».

د ملي دفاع وزارت لوړ پوړی چارواکی دولت وزیري بیا وایې چې په چادرې او نورو سیمو کې د طالبانو په وړاندې د ملي دفاع وزارت د ځمکنیو ځواکونو د عمومي قوماندان په مشرۍ عملیات پیل شوي دي. وزیري ادعا کړې چې په چادره کې د افغان ځواکونو یو ګارنیزیو ن فعال دی او هیڅ افغان سرتیری نه اسیر شوی او نه هم کلابند دی او ددې ولسوالۍ د یو شمېر سیمو د بېرته نیولو لپاره هم عملیات دوام لري.

طالبانو ادعا کړې چې د چهاردرې په جګړه کې یې ۲۵ عسکر ژوندي نیولي دي. تر دې وړاندې طالبانو په ګل تېپه سیمه کې هم د ۲۸ اربکیانو د نېولو خبر ورکړی و چې په لومړي سر کې دولتي چارواکو رد خو وروسته طالبانو د یوې ویډیو تر خپرولو وروسته سکوت وکړ.

د کندوز ولایت امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ویلي چې د ځمکنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مراد علي او جنرال پيکان په مشرۍ تازه دمي عسکر کندوز ته تللي دي او ژر به د طالبانو پر وړاندې به پراخه عملیات پیل شي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د چهاردرې تر سقوط وروسته طالبانو د کندوز ولایت په مرکز بریدونه پیل کړي دي.

کندوز د شمال دروازه او له مهمو ستراتيژيکو ولایتونو څخه ګڼل کیږي. چهاردره ولسوالۍ ددغه ولایت د مرکز سره په شاوخوا ۶ کیلومترۍ کې پرته ده.

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د