fbpx

د روژې فتوحات (د مکې فتح) ۱/۳

لیکوال: نبراس الحق عزیز

د مازدیګر له لمانځه وروسته یو مسافر مدینې منورې ته راورسید. اوښ يې د نبوي مسجد ترڅنګ وتاړه، مسجد ته راننووت او د شعر په ژبه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورکړ چې د مکې قریشو تړون مات کړی او په دوی يې برید کړی، وژلي یې دي او ستاسو مرستې ته اړ دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې یې خبرې واورېدې د مرستې او کومک ژمنه او اطمنان یې ورکړ. په دې وخت کې په اسمان کې وریځې راښکاره شوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وریځ ته اشاره وکړه او سړي ته یې وویل چې دغې وریځې ستاسو د غلبې زیری راوړی. سړی خوشاله او په ډاډه زړه بیرته مکې مکرمې ته وخوځېد.

دا مسافر څوک وه؟

له نن څخه دوه کاله وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د مکې قریشو داسې معاهده کړې وه چې ولسونو ته باید اختیار ورکړل شي چې له چا سره ودریږي، ایا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ایتلاف کې شاملیږي او که له قریشو سره ودریږي. د دې معاهدې پر اساس «خزاعه» قبیله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ایتلاف کې شامله شوه او د «بکر» قبیله له قریشو سره ودریده. همدا راز د دې معاهدې بله ماده داسې وه چې لس کاله به هیڅ لوري په بل لوري برید نه کوي.

له دې معاهدې دوه کاله نه وه تېر شوي چې قریش پلوې قبیلې «بکر» په مسلمان پلوې قبیلې «خزاعه» د شپې له مخې برید وکړ. قریشو نه یوازې دا چې مخه یې ونه نیوله، په جګړه کې يې د بکرخېلو پریمانه مالي او پوځي مرسته وکړه. په دې یې هم بسنه ونه کړه او پخپله یې وسلې ته لاس کړ او اوږه په اوږه ورسره د خزاعه قبیلې پر خلاف وجنګیدل. د خزاعه قبیلې خلکو حرم شریف ته پنا یووړه، هلته هم ورپسې ورغلل، نه یې ښځې پریښودې او نه ماشومان، که په هر چا یې لاس بر کید صرفه یې پرې نه کوله او له تېغه یې تېراوه.

دا مسافر سړی په قوم «خزاعي» او «عمرو بن سالم» نومید. خپل قوم د دې لپاره مدینې منورې ته رالیږلی وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیښې خبر کړي او د معاهدې پر اساس ترې د مرستې غوښتنه وکړي.

د مسلمانانو لښکر ته د تیارۍ امر وشو:

رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ ځانونه جګړې ته تیار کړئ، په ډیر لږ وخت کې ۱۰۰۰۰ لس زره کسان تیار او ځانونه یې په وسلو سنبال کړه، خو دا چې د لشکرکشۍ مسیر به کوم لوري ته وي، هیچا ته یې په اړه معلومات نه وه. حتی ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په پلان نه وه خبر، چې لښکر په کوم لوري سوق کیږي.

د هجرت اتم کال او د روژې مبارکې میاشتې لسمه ورځ وه چې ۱۰ زره کسیز مجهز پوځ له مدینې منورې څخه حرکت وکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل چې په ناڅاپي توګه او د قریشو په ناخبرۍ کې مکې ته ورسیږي او د موضوع په سري توب یې زیات ټینګار کاوه. له روانېدو مخکې یې داسې دعا وکړه: «یا الله د دښمن سترګې او غوږونه زمونږ په ورتګ ړانډه او کاڼه کړې».

د حاطب بن ابي بلتعه د لیک کیسه:

که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل مسیر په اړه هیڅ چا ته خبر نه وه ورکړی خو حاطب بن ابي بلتعه (رضي الله عنه) پوه شوی وه چې د وسلوال پوځ منزل مقصود مکه مکرمه ده. انسان که هرڅومره د قوي ایمان څښتن وي خو بیا هم د بشري کمزوریو له ګواښ څخه په امان نه وي، نوموړي د یوې ښځې په لاس د مکې خلکو ته پټ لیک ولیږه او په کې لیکلي یې وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوی لښکر سره د مکې پر طرف در روان دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحې په ذریعه له ټولې ماجرا څخه خبر شو، د علي رضي الله عنه په مشرۍ يې یوې درې کسیزې ډلې ته امر وکړ چې فلاني ځای ته لاړ شئ، هلته یوه ښځه ده، لیک ترې واخلئ. ګومارل شوو دريواړو صحابه وو په ډیر سرعت ټاکلي ځای ته ځانونه ورسول او ښځه یې پیدا کړه. له ښځې يې وغوښتل چې لیک راوباسي. ښځه منکره شوه چې لیک ورسره نه شته. علي رضي الله عنه وګواښله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره هیڅکله دروغ نه وي، که لیک رانه کړې له جامو به دې لغړه کړو او په زور به یې درڅخه واخلو. ښځې سمدستي اعتراف وکړ. بیا له لارې ګوښه شوه، له ویښتانو یې لیک راووایست او هغوی ته یې ورکړ.

دغه ښځه کافره وه، خو د بې ستره کېدو له ډاره یې اعتراف وکړ، او بیا څومره له حیاء ډکه وه چې د سړیو په وړاندې يې د ویښتانو لوڅول عیب ګڼل، د لارې ترڅنګ ونو او بوټو ته ننوتله هلته یې د ویښتانو کوڅۍ وسپړودې او لیک یې ترې راووایست. نن ورځ په اسلامي ټولنو کې هغه ښځې څومره د زړه سوي او ترحم وړ دي چې په بربنډتوب او بې حجابۍ ویاړ او فخر کوي.

صحابه وو لیک راووړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له حاطب څخه په دې اړه پوښتنه وکړه، نوموړي په ځواب کې وویل: په الله قسم دی چې زه نه یم مرتد شوی، خو د دې کار لامل دا وه چې نور خلک په مکه کې خپلوان او دوستان لري، چې د دوی د مالونو او کورنیو ساتنه کوی، خو زه په مکه کې نه خپلوان لرم او نه دوستان، نو ما وغوښتل چې د دغه لیک په وسیله د مکې په خلکو کې ځای خپل کړم ترڅو زما کورنۍ ته ضرر ونه رسوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خبره ومنله ویې ویل: حاطب رښتیا وايي. عمر رضي الله عنه وویل: ای د الله رسوله! اجازه راکړه چې سر یې ووهم. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه ورنه کړه او ویې ویل: حاطب د بدر مجاهد دی، الله جل جلاله د بدر مجاهدینو ته ویلي چې «هر څه کوئ ویې وکړئ، ما درته بښنه کړې».

د نوموړي صحابي په نزد دغه اقدام، چې د اسلامي لښکر له روانیدو څخه یې د کفارو د خبرولو مازې یوه ناکامه هڅه کړې وه، دومره لویه ګناه بریښیده چې له ارتداد سره یې موازي بلله، او ویې ویل (په الله قسم چې زه نه یم مرتد شوی). نن ورځ به د هغو مسلمانانو څه حال وي چې عملا د کفارو ترڅنګ ولاړ وي، د کفارو ساتنه کوي، د کفارو سره اوږه په اوږه په یوه سنګر کې جنګیږي او د کفارو د راضي کولو لپاره د مسلمانانو سړي، ښځې، ماشومان او سپین ږیري په شهادت رسوي؟!!!

حاطب د بدر مجاهد وه، په نوموړي کې د جهاد ځانګړتیا د دې لامل وګرځیده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا تیروتنه نادیده ونیوله، خو نن ورځ د مجاهدینو په وړو تیروتنو او کوچنیو عیوبو پسې څراغونه ګرځول کیږي اما د غرونو په شان دنګو ښیګڼو باندې يې خاورې اړول کیږي. د یوې تیروتنې له امله نباید د یو چا په لویو لویو ښیګڼو سترګې پټې کړل شي.

نور بیا…

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

ډیر ښه ماشاء الله، الله دی اجر درکړي، په ډیر خوندور او تشویقي انداز مو دا لړۍ روانه کړې.