نظــر

ریيس صاحب که اورګاډی؟!!!

د پوهنتون د مهالنيو رخصتيو پر مهال تازه له هندوستان څخه هيواد ته راستون شوی وم او غوښتل  مې چې دا څو ورځې رخصتۍ د ملګرو او خپلوانو په ليدلو تېرې کړم او په دې سره د څه د پاسه درييو کلونو مسافرۍ او جلاوطنۍ اوږده  تنده په لنډو څپو ماته کړم.  د هيواد د دود پرخلاف چې ملګري بايد زما پوښتنې ته راغلي وای، زه د دوی په ليدو پسې ووتم او  د دوو اونيو په اوږدو کې مې د زيات شمېر ملګرو زيارت وکړ او همدا دوه اونۍ د ملګرو سره  د تېرو يادونو ، نويو خاطرو او کيسو په وېيلو په ډېرې خوښۍ تېرې شوې.

لږې ورځې پاتې وې او هندوستان ته د بيرته تلو تابيا مې هم نيوله ، يو زړه ته راتېر ملګری چې په ګردېز کې د ملګرو ملتونو د دفتر کارکوونکی دی راپه ياد شو او پرېکړه مې وکړه چې نوموړی هم بايد ووينم. ټليفوني خبرې مې ورسره وکړې او په همدې تکل ګردېز ته ورسېدم، په پوښتنه پوښتنه مې د ملګرو ملتونو د دفتر ځای پيداکړ. د پکتيا د ولايت مقام او د جلب او جذب قومنداني څخه د قبلې په لور پر نيم خام او که نيم پوخ سړک پلي روان وم .شاوخوا درې سوه متره چې وړاندې لاړم  د سړک پر غوټ منځ د امريکايانو د موقتي ديوالونو سيمي خړې بوجۍ اېښودل شوې وې او سړک تړلی ښکاريده خو چې ورنږدې شوم يوه لاره مخامخ داسې بې رنګه ودانۍ ته ننوتلې او يوه لار چپ لورې ته ګرځېدلې وه. د دې خړو بوجيو له لاسه  د دفتر لوحه او نښان هم نه را څرګندېده. فکر مې وکړ چې لار مې غلطه کړې خو ناڅاپي پر چپ لور ته ګرځېدلې لارې د ملګرو ملتونو نښان لرونکی موټر راووت او پوه شوم چې د ملګرو ملتونو دفتر همدلته دی.  مخامخ دوه مسلخ رنګه ټاورونه هم ښکارېدل  ورنږدې شوم. له يوه ټاور نه د يوې برګې درېشي والا شپيلک وکړ او بيا يې را غږ کړ ( چېرې روان يې؟!) ما په لاس ورته چپ لوري ته اشاره وکړه نو هغه پوه شو او غلی شو. څه سر به دې خوږووم، پر چپه لار وګر ځېدم ، هلته سپين رنګه دروازه وه دروازه مې وټکوله، د دروازې له يوه واړه سوري څخه د ملګرو ملتونو د دفتر ساتونکي راو کتل او ويې پوښتل چې (څوک يې او کوم دفتر ته ځې ؟) ما ورته د خپل ملګري نوم واخيست، دروازه يې پرانسته ، ور د ننه شوم. 

د ملګرو ملتونو د دفتر ساتونکي په ډېر ادب ستړې مه شي وکړه، د پلټنې غوښتنه يې وکړه او بيا يې هلته په يوه زړه چوکۍ کښينولم.  ساتونکی په مخابره د ننه له چاسره وغږېده تر څو زما ملګری خبر کړي او د نوموړي نه پرېښله ترلاسه کړي. څه شېبه وروسته ساتونکي راته وويل چې ورځه ورشه او په لاس يې راته د لارې څرک راکړ.

ډېر پراخه ځای ؤ  پر ښی خوا خړې بوجۍ  او پنځلس قدمه وړاندې وړې ټيټې ټيټې ودانۍ او پر چپه خوا د موټرو تم ځای او دنګ ديوال غځېدلی و او مخامخ د ملګرو ملتونو دويم نظام قراول ته لاره وتلې وه.  خو چې له لومړۍ دروازې څو قدمه وړاندې لاړم له ښۍ خوا  د خړو بو جيو (هيسکوګانو) له وت په ډېرې وارخطايي سره يو بل د برګې درېشي عسکر په منډه راووت او ماته يې په لاس اشاره وکړه چې ودرېږه. زه خو نابلده سړی وم ودرېدم . د عسکر د لاس اشارې د هندوستان ترافيک پوليس راپه ياد کړل، هلته د اورګاډي پټلۍ ځای ځای د موټرو پر سړکونو تېرې شويدې او کله چې اورګاډی تېرېږي نو د ترافيک پوليس لخوا نور موټر او پلي خلک ودرول شي ترڅو اورګاډی تېرشي ځکه چې اورګاډی هرځای نشي ودرېدلی. خو وړاندې مې ځمکې ته کتل، د اورګاډي پټلۍ نه ښکارېدله او نه د اورګاډي هغه ټغ ټغ زنګ ووهل شو خو يو څو قدمه بيرته شاته راغلم.

وروسته مې فکر وکړ چې کيدی شي څوک ښځينه مخلوق به داسې تېرېږي او د حيا له امله مې څټ ورواړوه.  د توند تګ د پښو ترپار  او د نارينه و  غږونه مې واورېده او له ځانه سره مې ووييل چې وروګوره ښځې خو نه دي د نارينه و  ځوږ  دی. کله مې چې وروکتل نو د شاوخوا لسو برګو درېشيو څښتنانو په منځ کې يو کس په ملکي درېشي کې روان دی. ماته هم د خپلې نابلدتيا له امله ډول ډول فکرونه رالوېدل او دا ځل مې بيا فکر وکړو چې ګوندي دا د ملکي لباس لرونکی ښايسته ځوان چې د عسکرو په منځ کې روان دی ړوند وي او په دې خاطر چې څوک پر لارې و نه وهي او يا پرې و نه خېږي نو د اورګاډي په څېر ورته لارې پرانستې وساتل شي او نور وګړي ودرول شي. په سر کې مې ورته خوا هم بده شوه  خو همداسې ورته ځير وم او د تګ او سر غړولو نه يې راته مالومه شوه چې روغ رمټ دی او په دې ګمان ویشتلو کې  نوموړی يو نږدې ودانۍ ته ننوت او يو څو د برګو درېشيو والا د باندې ودرېدل.

په دې کې څو دقيقې تېرې شوې وې او هماغه عسکر راغږ کړ چې راځه  نو زه ور روان شوم. هلته چې ورورسېدم نو تلوسه مې وه چې پوښتنه وکړم چې دا سړی څوک ؤ. پوښتنه مې ځينې وکړه چې دا څوک ؤ؟  عسکر په خوله ګوته کېښووده او په ټيټ غږ يې راته وويېل چې دا ريس صاحب ؤ.  ما له ځانه سره وويل چې دا ريس صاحب ؤ که اورګاډی؟!!!

زه نور ځنې ولاړم او د ملګري سره مې وليدل او هغه ته مې هم دا کیسه وکړه او ترې ومې پوښتل چې دا د برګې درېشۍ والا خلک خو درې کاله وړاندې نه ول ، دا څوک دي؟

ملګري مې راته وخندل چې دا د ملي امنيت عسکر دي او د لومړۍ دروازې سره د ملي امنيت رياست دی او کومې ودانۍ ته چې ريس صاحب ننوت دا د ريس د استوګنې ځای دی. او زیاته يې کړه چې کيدی شي ريس صاحب به د غرمې ډوډۍ لپاره له رياست څخه د استوګنې ځای ته تلو. 

په همدې خبرو له خپل ملګري سره لګيا وم او نوموړي راته د ملي امنيت د  اوسني ريس د ښېګڼو په اړه ډېر څه ووېل او دغه ډول مې په ګردېز کې د نورو وګړو څخه هم دده په اړه ډېر څه ښه واورېدل چې: د ملي امنيت اوسنی ريس پخپله ډېر نيک سړی دی او د ملي امنيت په اداره او چارو کې يې ډېر ښه بدلونونه راوړي.

زما دا ليکنه به ريس صاحب  هم لولي او دادی له همدې ليکنې درته وايم که چېرې زه ستا د ښو ځانګړنو نه وړاندې خبر وای نو بيا مې درته پر هماغه وخت د خپلو فکرونو انځورونه کښل او په دې ډاډمن يم چې تاسې به هم په سړه سينه اورېدلي وای. خو زه هم بيرته هندوستان ته د تلو بېړندی وم او دا مې هم مناسبه وبلله چې د رسنيو له لارې درسره خپل تاثرات شريک کړم.

ښاغلی ريس صاحب ! زه د ګردېز د وګړو په وينا باور کووم چې ستاسې په اړه يې راته وکړې او د لوی څښتن تعالی څخه درته نورې برياوې هم غواړم. تاسې کيدلی شي په دې ليکنه کې په ناڅاپي ډول بېلګه ګرځېدلي ياست په داسې حال چې د افغانستان د اوسني حکومت له زياترو جګپوړو چارواکو ورته ګيلې او شکايتونه شته.

افغانانو د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د هر ډول حکومت لکه ټولواکيز، کميونسټي، خيتيځوالې ډيموکراسۍ، اخواني، منطقوي ، طالباني او نورو …. خوندونه وڅکل او دادی په يوويشتمه پېړۍ کې د لويديځوالې ډيموکراسۍ د خوند پر څکلو لګيادي. زه فکر کووم چې دا ټول ډول ډول حکومتونه د بهر څخه پر افغانانو را وارد شوي او نور پر افغانانو د دغه ډول حکومت کولو اړتيا نشته او افغانان خدمت ته اړتيا لري. بهرنيان به پر مونږ د حکومت کولو تکل لري خو راځی مونږ افغانان د بهرنيانو پر څېر پر خپلو افغانانو حکومت ونکړو بلکې خدمت يې وکړو. دا خدمت په دې ډول نه کېږي چې پر دې خوار ولس چې له رنګونو يې خاورې الوځي، د ګهيځ  او ماښام ډوډۍ د پيداکولو په لټه د هرې بهرنۍ او افغانۍ ادارې مخ ته ولاړ، په څلور لاريو کې ولاړ، د سړک پر سر په لاس ګاډيو کې د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانيو توکيو خرڅولو ته ولاړ او داسې …. ستاسې په څېر د ريسانو د موټرو کاروان دې  په داسې درز کې پرې تېرشي چې د موټرو ګردونه ددوی سترګې له خاورو ورډکې کړي. تاسې به نوره نړۍ هم ليدلې وي هلته حکومت د خدمت مانا لري نه د ولس ځور او دغه ستاسې په ځانګړي ډول د ټولو عسکري چارواکيو او جګپوړيو ملکي چارواکو کبرجن سلوک د ولس د ځور نه بله څه مانا لري؟

ستاسې د موټرو کاروان چې شايد تاسې به په کې وی او يا نه، پر بازار تېرېږي داسې مالومېږي چې اور ګاډی راروان دی او له همدې موټرو په نورو ترافيکو لکه پلي خلک، موټرې، ګاډيوان او نورو باندې چيغې وهل کېږي او ځينې وخت ښکنځل کېږي چې ودرېږه، څنګ ته شه او داسې… تر څو ستاسې اورګاډی تېرشي او ځينې وخت پر موټرو او خلکو ورتاو کړل شي. دغه او داسې ورته حرکتونه ستاسې ټولې ښېګڼې د ولس له زړه هېروي. که تاسې ريسان او چارواکي د چاودنو او حملو د ګواښ له امله دا کار کوی نو ولس ولې ځوروی، په بازار او د خلکو پر ګڼه ګوڼه ولې خپل کاروان تېروی؟ يوه بله له بازار او ګڼې ګوڼې وتلې لاره غوره کړی چې د خلکو د ځور سبب هم نشي او دوست او دښمن هم درته جوت شي.

تاسې ريس صاحب چې د خپل دفتر څخه خپل استوګنځي ته ځی  هغه  لس قدمه ځای چې بشپړ امنيت دی ، هلته ولې زما غوندې خلک ودروی او که دا کار تاسې نه کوی نو ستاسې شاوخوا کسان دا کار کوي او دا له يوې خوا په ولس کې د کرکې سبب ګرځي او له بل پلوه  ستاسې کمزوری مديرت را په ګوته کوي لکه هغه يو شاعر چې وايي:

چــــې پخـــپله ترې نه ګـډوډ وي ودان کــور

هغه کس به څنګه جوړ کړی پردی وران کور

نو که تاسې د ټولې پکتيا د امنيت څارنه او اداره کوی لږ د خپلو کارکوونکو څارنه او اداره هم وکړی. دا ستونزه له جمهور ريس څخه راونيسه تر ټيټ ریس پورې وجود لري او پخپله له وزيرانو او ددوی مرستيالانو، واليانو او ريسانو څخه د دوی شاوخوا خلک لکه د دفتر ريس، سکرټر، موبايل او کتابچه وړونکي، چوکۍ سمونکي، د موټر دروازه خلاصوونکی،  د اوداسه او لمانځه وخت ورښوودونکي او ساتونکي ډېر پورته پورته غورځي او له دوی يې پورته وايي په داسې حال کې چې همدا خلک منفي وزير، منفي والي، منفي قومندان او منفي ريس مساوي کېږي د استاد پسرلي د يوه غزل له لانديني بيت سره :

ځې چې پټه خوله د بل پر لاره ته به پاتې يې

ستن به ځان اېستلي وي او تاره ته به پاتې يې

دا وزيران، واليان، قومندانان او ريسان خو بدلېږي او رابدلېږي او دا شاوخوا کسان به يې د نورو ځاينيونکو ترونو لپاره د يتيمانو غوندې په دې ادارو کې پاتې وي. په هر حال زه هيله من يم چې زما دا څو خبرې په تاسې حکومتي چارواکيو بدې ونه لګېږي او پر خپلو دغو تګلارو چې د ولس د ناخوښي سبب ګرځي له سره غور وکړی. دا خبرې مې له تاسې حکومتي چارواکيو سره د خواخوږۍ او د خپل زړه او ولس له درده ليکلې نه له کوم چارواکي سره د ځانګړې ستونزې له امله.  الله مو مل شه تربيا مخامخېدو د ښو تغيراتو په هيله. 

بريالی سنګر  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x