افغانستان

کندوز: طالبانو دشت ارچي ولسوالۍ هم ونيوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱ ۱۳۹۴ل): د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ تر سقوط وروسته طالبانو د دغه ولایت یوه بله مهمه ولسوالي دشت ارچي هم ونيوله.

طالبانو ددغې ولسوالۍ د نیولو خبر سهار وختي ورکړ او د کندوز امنیتي چارواکو هم شېبه وړاندې ومنله، چې دغه ولسوالۍ طالبانو نيولې او د دوی عسکر له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

د دشت ارچي ولسوال نصير الدين سعيدي او د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي نن دوشنبه /چنګاښ ۱/ رسنيو ته وويل، چې طالبانو له چهادرې ولسوالۍ وروسته دشت ارچي ولسوالۍ هم په بشپړه توګه ونيوله.

د کندوز امنيتي چارواکو ګواښ وکړ، چې د دشت ارچي سقوط د کندوز مرکز سقوط پيلامه ده او که مرکزي دولت ژر تر ژره بېړنۍ مرستې ونه کړي، نو طالبان به ډېر ژر د ولايت مرکز هم ونيسي.

د کندوز د والي معاون حمد الله دانشي هم رسنيو ته منلْ چې په دشت ارچي ولسوالۍ باندې له پرون راهیسې جګړه روانه وه، او نن سهار ترې ولسوالۍ طالبانو نېولې.

هغه زیاته کړې چې پخوا هم د دشت ارچي له مرکز او د قرلق کلي پرته ټوله سیمه د طالبانو په ولکه کې وه.

تر دې وړاندې په ملي شورا کې د کندوز ولایت د خلکو استازو ویلي وو د چاردرې له سقوط وروسته طالبان د دغه ولایت د نورو ولسوالیو دروازو ته رسېدلي چې ښايي د چاردرې له برخلیک سره مخ شي.

د طالبانو وياند دبيح الله مجاهد وايي، چې ملګرو يې له تېرې ورځې راهيسې د سختو جګړو په ترڅ کې د دشت ارچي ولسوالۍ پر څوارلس پوستو بريدونه پيل کړي وه او د پرله پسې بريدونو په ترڅ کې پر دې بريالي شول، چې نن سهار اووه بجې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه ونيسي.

د ذبيح الله مجاهد په وينا د ولسوالۍ ټول چارواکي او امنيتي ځواکونه له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

کندوز د شمال دروازه او له مهمو ستراتيژيکو ولایتونو څخه ګڼل کیږي. دشت ارچي  ولسوالۍ د تاجکستان ولایت سره پوله لري.

په تېرو دوو ورځو کې دا دوهمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو لاسونو ته پرېوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستى

الله اکبر ولله الحمد

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x