افغانستان

کابل – ولسي جرګه: له یوولسو چاودنو وروسته لا هم جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۴ل): نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې د پارلمانۍ ودانۍ تر زورورو چاودنو وروسته تر بريد لاندې راغله.

عیني شاهدان وايي چې چاودنې پرلپسې رامنځته شوې، چې ګڼ استازي د پارلمان په ودانۍ کې لا هم محاصره پاتې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي چې پر ولسي جرګې سرتېرو بريدګرو بريد کړی دی او په خبره يې امنیتي ځواکونه اوس ورته د عملیاتو تیاری نیسي.

د طلوع نیوز په مستقیمه خپرونه کې دولتي عسکر له یادو سرتېرو بریدګرو سره پر تياري بوخت دي، خو په څنګ کې يې دا غږ هم اورېدل کېږي چې یو عسکر له بل سره په خبرو کې په دری ژبه وايي چې زړه مې دربېږي.

سیمه د دولتي عسکرو له لوري تر کلکې محاصرې لاندې ده او د رسنیو استازي نږدې نه ور پرېښودل کېږي، خو د طلوع نیوز خبريال وايي چې دې چاودنو تر پنځوس مترو پورې د ودانیو شیشې ماتې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صديقي له اریانا نیوز سره په خبرو کې وویل چې بريدګر د پارلمان ودانۍ ته څېرمه یوې نیمه کاري ودانۍ ته ختلي دي او له هماغه ځایه پر ودانۍ ډزې کوي، خو له پارلمانه ځينې تښتېدلي وکیلان وايي چې بريدګر د ولسي جرګې تالار ته ننوتي دي.

د اریانا نیوز په سټوډيو کې خبريالان وايي چې دغه چاودنې دومره زورورې وې چې د دوی سټوډيو يې هم ولړزوله، چې لسګونه متره لرې موقعيت لري.

دا په داسې حال کې دی چې نن د ولسمشر دویم مرستیال د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند معصوم ستانکزی ولسي جرګې ته ور معرفي کاوه.

د بريد مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی، ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټرپاڼه لیکلي: «وروستي معلومات وایی، چې مجاهدین تردې مهال ژوندي دي او په عالي روحیه سره مقاومت ته دوام ورکوي.»

[custom-facebook-feed]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x