نړۍ

بنو: پاکستاني پوځيانو د وزيرستان کډوالو پر پنډغالي ډزو کې پنځه تنه وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): د خيبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ کې د وزيرستاني بې کوره شوو کډوالو پنډغالي کې د پاکستاني پوځيانو او کډوالو تر منځ د تاوتريخوالي له امله پنځه تنه وژل شوي اوپنځه ويشت نور ټپيان دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د بنو بکاخېلو کمپ کې د وزيرستاني کډوالو او پاکستاني عسکرو تر منځ له لفظي شخړې وورسته عسکرو پر کډوالو ډزې وکړې، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي، مګر د وزيرستان يو شمېر اوسېدونکي د ټولنيزو شبکو له لوري خبر ورکوي، چې د پاکستاني عسکرو په ډزو کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه ويشت نور ټپيان دي.

عيني شاهدان وايي، چې د راشن تقسيم پر مهال د پوځيانو او کډوالو تر منځ لفظي شخړه وشوه، کډوالو مظاهره پيل کړه او پوځيانو د مظاهره چيانو د پاشلو په موخه اوښکې بهوونکی ګاز او ډزې وکړې، چې له امله يې ګڼو کډوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

ويل کيږي، چې مړي او ټپيان د بنو ملکي او پوځي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پاکستاني پوځ تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

بل پلو د ټپيانو خپلوانو او کورنۍ غړو د طبي مرستو د نه شتون له امله مظاهرې پيل کړې او د بنو لويه لار يې د ترافيکو پر مخ وتړله، مګر د ځايي چارواکو په ډاډګېرنه يې خپله مظاهره پای ته ورسوله.

د يادونې وړ ده، چې تېرکال له روژې لږ مخکې جون مياشت کې پاکستاني پوځ شمالي وزيرستان کې د طالبانو او د هغوی د پلويانو پر ضد علميات پيل کړل، چې له امله يې له لس لکو زيات وزيرستانيان بې کوره شول.

په دغو بې کوره شوو کسانو کې زرګونو کورنۍ افغانستان، بنو ډېره اسماعيل او د خيبر پښتونخوا ګڼو نورو سيمو ته لاړل او زرګونو کورنۍ د پوځ له لوري په جوړو شوو پنډغالو دېره شول.

د چارواکو په وينا د بنو بکاخېلو کمپ کې اوس هم شاوخوا دېرش زره کورنۍ اوسيږي.

پاکستاني حکومت درې مياشتې وړاندې اعلان وکړ، چې د شمالي وزيرستان بې کوره شوي خلک به خپلو سيمو ته ستنيږي، مګر وزيرستانيان وايي، چې پوځ د هغو سيمو خلک هم خپلو کورونو ته لېږي، چې تر اوسه هلته پوځي عمليات نه دي شوي او کېدای شي د دوی له ورتلو وروسته هلته يو ځل بيا د پوځ او مخالفينو تر منځ جګړې پيل شي او ځايي خلک له ستونزو سره مخ شي.

له دې وړاندې هم د شمالي وزيرستان قومي مشرانو د خيبرپښتونخوا له والي سردار مهتاب احمد خان سره د خپلې ليدنې په ترڅ کې ټينګار کړی وه، چې د وزيرستان ولس بايد په عزت خپلو سيمو ته ولېږدول شي.

دغو قومي مشرانو د خيبرپښتونخوا والي ته ګواښ کړی، که د وزيرستاني بې کوره شوي خلک ژر تر ژره خپلو سيمو ته ونه لېږل شي، نو دوی به پېښور او اسلام اباد کې پراخ لاريونونو او احتجاجي ناستې پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x