نظــر

دبل تورنول دخپلې ناکامۍ دپټولو لپاره ښه پرده!

لس کاله کېږي چې دنړۍ تر ټولو سترو او زورورو اشغالګرو ځواکونو زمونږ پر ګران هېواد ناروا او ظالم یرغل کړی ، که څه هم چې له دوی سره په دغه یرغل کې خپله ځینې پلورل شوي کم اصله افغانان هم ملګري وو، او ورسره ملګري دي، مګر ولس بیا په قاطع اکثریت سره دطالبانو تر شا ولاړ دی.

  ټوله نړۍ ګوري چې ولس او طالبان داشغالګرو او ملګرو په پرتله یې تش لاس دي، نه ددوی په څېر وسلې لري، نه ټانګونه او طیارې، نه پوځې زده کړې، نه يې ددوی په څېر اکمالات کېږي‎،

نه يې استخبارات دومره مجهز او پر مختللي دي لکه دهغوی، نه داسې سیاستمداران لري چې هره شېبه ددوی په ګټه تبصرې وکوي، نه ددوی په څېر مطبوعات او رسنۍ لري چې تبلیغات ورته وکوي، خو له دې ټولو سره سره بیا هم اشغالګر او ملګري يې دطالبانو او ولس له لاسه داسې ګوزارونه  خوري، نړۍ څه چې دوی خپله ورته حیران دي.

  دطالبانو بریاوې نه یوازې دا چې طالبان یې وايي، بلکې دنړۍ ټول مطبوعات سره له دې چې په حقیقت کې دطالبانو پر ضد دامریکايي جګړې یوه برخه ده، له ناچارې ورځې يې په نیمه خوله مني، اوس ټوله نړۍ په دې پوه شوې چې له طالبانو او افغان ولس نه دجګړې ګټل له امکان نه لیرې خبره ده، ځکه خو اوس هر یو له بل نه مخکې دپښو سپکولو هڅې کوي.

  دکرزي اداره هم ښه پوهېږي چې له خپل ولس سره په جګړه اخته ده، له پردیو سره یې لاس یو کړی، هر څه یې دهمغوی له خوا دي، او په دې هم پوهېږي چې دغو مرستو او همکاریو دپام وړ ګټه نه ده ورته کړې، او نه به یې ورته وکړي، مګر بیا هم لګیا ده ورځ تر بلې په خپله خپلې نابودۍ ته ځان ورلنډوي.

  دلته دپام وړ ټکی دا دی، چې کله دوی له یو سخت ګوزار سره مخ شوي، ناکامي او ناوړتیا یې په داسې توګه را څرګنده شوې چې په هېڅ ډول نه دتوجیه وړ وي اونه یې دپټېدو امکان وي، نو په داسې صورت کې دوی په مړو او خړو سترګو خپله ناکامي مني، له  رئيس نه یې نیولي بیا تر وزیر دفاع، وزیر داخله، دامنیت تر مشره او آن تر سیاسي څېړونکو او شنونکو  پورې یې ټول له یوې مخې په ټيټو سترګو وايي چې مونږ ناکام یو، ماتې مو وخوړله، مګر دا نشي ویلای چې طالبان کامیاب دي! له مونږ نه پیاوړي دي! خپلو موخو او اهدافو ته له مونږ نه ډېر ژمن او مخلص دي!

  که څه هم چې ددوی له خوا خپله ناکامي منل دطالبانو بریا او کامیابي ګڼل کېږي، مګر دوی له ډېره شرمه، له ډېره قهره او داخلاقي کچې له ډېره ټيټتوبه دا خبره په خوله نشي راوړلای چې طالبان بریالي دي، بلکې بر عکس ددې لپاره چې خپله ماته يې یو څه پټه کړې وي، دولس او نړیوالو ذهنونه یې له خپلې شرمېدلې ماتې نه اړولي وي، سمدستي ددې نغارې په ډنګولو شروع وکړي چې: ددې حملو او بریدونو تر شا دپاکستان لاس دی، دا کارونه ټول پاکستان کوي، که پاکستان ونه غواړي طالبان کله داسې کولای شي، طالبان دومره وړتیا نه لري، هغه دي او دغه دي…

دلته باید دوه ټکو ته په غور سره پام وشي:

  لومړی: که په رښتیا دا کارونه پاکستان یا کوم بل هېواد کوي، نو بیا خو ستاسو لپاره تر ټولو زیات دشرم ځای دی، تاسو باید بالکل پورته ونه ګورۍ، په دې خبرې سره تاسو خپله ناکامي دوه چنده کوۍ، ځکه یو هېواد چې په بل هېواد کې دننه بريدونه کوي، نو یو ځل به یې وکوي، دوه ځله به یې وکوي، درې ځله به یې وکوي، څلور ځله به یې وکوي، آخر دا څه رنګه پاکستان دی چې دغه لس کاله په تاسو کې دننه بریدونه کوي؟ تاسو دومره ناتوانه، بې وسه او بې کسه یاست چې کم تر کمه په لومړي ځل نه، په دوهم ځل نه، په دريم ځل نه، په څلورم آن په پنځم او شپږم ځل هم ونه توانېدۍ چې ددوی دبریدونو او حملو مخه ونیسۍ؟

  پاتې دې نه وي چې دغه حملې او بریدونه دتوپونو، جازونو، اوبتلونو، لیري واټن ویشتونکو میزایلو په واسطه نه بلکې دلاس په لاس جګړې په واسطه ستاسو په تر ټولو خوندي او مهمو ځایونو کې تر سره کېږي، که دتوپونو، جازونو، لیري واټن ویشتوونکو میزایلو په واسطه وای نو ویل به مو چې له لیرې نه ډزونه کوي، نېږدې نشي راتلای، ځکه خو دا څه داندیښنې خبره نه ده، او دا هر څوک کولای شی، او په هر هېواد کې کېدای شي، او خلکو به هم منله چې پاکستان یا کوم بل هېواد یې کوي.

   که تور مخی بې غیرته پاکستان دومره قوي، ځواکمن او ستا په کور کې دننه ستا په تر ټولو خوندې ځایونو لاس په لاس بریدونه کولای شي، نو بیا ستا دحکومتدارۍ، ستا ددولتدارۍ، ستا دتش په نامه آزادۍ ، استقلال او خپلواکۍ دشعارونو معنی څه ده؟ بیا خو نو داسې ووایه چې دا حکومت اصلا دبې همته پاکستان حکومت دی، ځکه له تا نه هغه زیات واک په کې لري، له تا نه هغه زیات تصرف پکې کولای شي، له تا نه هغه زیات مخلصین پکې لري، بیا نو دحکومتدارۍ او دولتدارۍ خبرې ولې کوې؟

  دوهم: ښه چې دپاکستان لاس نشته نو دا رنګه کارونه څوک او څه رنګه يې کوي؟ په لنډو ټکو کې باید وویل شي چې حقیقت له نورو نه کرزیانو او ناټویانو ته ښه معلوم دی، دوی ښه پوهېږي خصوصا کرزیان چې دالله تعالی، درسول الله صلی الله علیه وسلم، دالله دکتاب، دولس، داسلام او ټولو مسلمانانو دښمنان یې په دوستۍ نیولي دي، دنړۍ سرسختو ظالمانو ته دوستان وايي، نو ځکه خو یې الله جل جلاله دا رنګه په شرمونو شرموي، ددې تر څنګ الله تعالی ولس له خپلو مخلصو بنده ګانو سره ودرولی دی، ټول وینو کوم کسان چې دغه بریدونه کوي هغوی دهمدغه خوار غیرتي ولس خوار او غیرتي بچیان دي، په همدغه ولس کې پيدا شوي، پکې را لوی شوي، خپل ولس پيژني، ګټې یې پېژني، دښمن یې پېژني، او په دې پوهېږي چې څه رنګه دخپل ولس له خپلواکۍ او استقلال نه دفاع وکوي، څه رنګه یې دښمن په خوله خوله ووهي.

  ځکه خو ولس هم زړه ور وړي، ډوډۍ ورکوي، اوبه ورکوي، ځای ورکوي، لباس ورکوي، مرمۍ ورکوي، دخپلو وینو په قیمت یې ساتنه کوي، ددښمن په وهلو کې مرسته او ملګرتیا ورسره کوي.

  که په دقیقه توګه سم پام وشي څرګندېږي چې په دغه رنګه کامیابو عملیاتو کې دالله جل جلاله له مرستې او نصرت نه وروسته، دمجاهدو طالبانو له اخلاص او ريښتینولۍ نه وروسته دغیرتي ولس مرسته او همکاري ده، چې زبون وهلی دښمن او ملګري يې له دا رنګه نړیوالو شرموونکو ماتو سره وخت پر وخت مخ کوي.

  تاسو څه فکر کوۍ چې دغه څو ورځو مخکې عملیات چې دکابل، جلال آباد، پکتیا او لوګر په څو مهمو او حساسو نقطو کې تر سره شول، په دې کې که د ولس مرسته نه وای نو سر ته به رسېدلي وای؟ زه خو وایم چې که دولس مرسته نه وای ورسره کله به هم نوای تر سره شوي، ځکه دا څه دوه، درې یا څلور کسان نه وو، له دیرشو نه زیات کسان وو، او په داسې حساسو ځایونو کې یې مخکې له مخکې وسلې او مهمات ځای پر ځای کړي وو چې هلته دنابلد کس ورتګ، حتی دبلد کس ورتګ چې دځایي خلکو او اوسېدونکو مرسته نه وي ورسره ممکن نه دی.

   په پوره او ټينګ باور سره باید وویل شي چې دغه عملیات دولس په مرسته او همکارۍ تر سره شوي، او په راتلونکې کې به هم همدا رنګه حیرانوونکي او ددښمن لپاره شرموونکي عملیات دالله جل جلاله په نصرت، دمجاهدو طالبانو په اخلاص او دولس په بې ساري مرسته تر سره کېږي، ان شاء الله.

   په پای کې باید هم ناټو او هم یې دکابل ملګري ښه پوه شي چې نه الله جل جلاله له دوی سره دی، او نه ولس، او له هر چا سره چې دغه دوه ځواکونه نه وي هغه به خامخا له ماتې سره مخ کېږي، افغان غیرتي ولس مسلمان ولس دی، کله هم له خپل دین او خاوري نه پردي په خپل کور کې نشي زغملی، بیا داسې سرزوري او نیواکګر چې دولس مقدسات تر پښو لاندې کوي، دولس دویاړونو او کارنامو سپکاوی کوي، دولس په وینو خپلې شیطاني غرېزې خړوبوي، دولس په غمونو او ویرونو کې خپله خوشحالي لټوی دا رنګه سرزوري او ورسره ملګري یې تل دتاریخ په اوږدو کې په دغه غیرتي خاوره کې په ګونډو شوي دي.

   نو ښه به دا وي چې نیواکګر مخکې له دې چې له دې نه له زیاتو شرموونکو ماتو سره مخ شي خپلې پښې سپکې کړي، او ملګري یې دې هم ښه پوه شي چې تاسو تر هغه پورې دآرام ساه نشۍ اخیستی تر څو مو چې دالله تعالی، دالله دکتاب، دالله درسول او دخپل ولس له دښمنۍ نه لاس نه وي اخیستی، تر څو مو چې ددین دښمنانو ته دزړه له تله ددښمنۍ په سترګه نه وي کتلي تر هغه به همداسې شرمېدلي، بلا وهلي او سپک او سپاند وۍ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x