ادبي لیکني

زن طلاق

د تورو ښيښو موټر په لویه دروازه کي دکارت له ښودلو وروسته په تنګ سړک ننوت. د سړک دواړه خواوو ته له شګو د ډکو بوجیو دیوالونه ولاړ ول. موټر په تاو راتاو تنګ سړک کي، له څو ترافیکي موانعیو تیر شو. څو واره د پلټلو لپاره ودرول شو. د موټر سینه د آئيني سره وکتل شوه. موټر له تنګ سړک تر راوتو وروسته  د یوه تعمیر مخته ودرید. یو په ونه لوړ سړی ترې کوز شو، د تعمیر په لوی وره کې درې پوځیانو سره له روغبړ ورسته تعمیر ته ننوتل. د وره په سر لیکل شوي و، پي ـ آر ـ ټي (۱). دفتر ته د ننوتو پر وخت د سړي دشملې څوکه د  سر ټیټولو سره سره پا س د دروازي په درشيي ولګیده. تر کیناستو وروسته سړي ته مخامخ ناست افسر څه وویل:

د افسر ښئ اړخ ته ناست ځوانکي يي خبري وژباړلي:
– ریس صاحب ښه راغلاست، کارونه مو څنګه دي؟
ریس اوږد اسویلی وویست ويې ویل:
– ژوندی اوسې، ولا کارونه ښه دي، خو زوی مړی ستونزې دونه ډیرې دي، چي بالا نه سره جوړیږي. یو نوکي کومک چي وسي، په هغي به ژر کومه سوړه پټوو.
د افسر کیڼ اړخ ته ناست یو ضابط  خبرې نوټ کولې. په دي وخت کې د الله اکبر ناره پورته شوه. ناستو کسانو په حیرانۍ یو بل ته وکتل. ریس د واسکټ جیب ته لاس کړ. وي ویل:
– بخشه دي وي،
د تلقون غوږۍ يي پورته کړه:
ـ هلو ……، بلي بلي اورم ………ښه، ښه………….. سړیه یو واری مې درته وویل چي کار کیږي. زه کوماندان صاب ته زنګ وام (وهم) ……. چاته؟…..  والې صاب ته؟ ……. هغه بیا د چا زوی سو؟……. ګوره، ته سرای ته ورسه، امانت چې دې کښیښود بیا ماته احوال راکه………. څه شئ؟……..یا ، یا، د پینځو نه یوه پیسه هم کمه نه کیږي ………آ شه ده، ته درځه، زه اوس خارجیانو سره ناست یم، چې کار د خلاص کړ بیا زنګ را تیر که.  
ریس تلیفون بند کړ. بیا يي بخښنه وغوښته. افسر پوښتنه وکړه:
– ریس صاحب پخوا مو څّه کار کاوه؟
د ریس په ګڼه ږیره کې یو تار هم سپین نه ښکاریدو، معلومیده چي تازه يي رنګ کړی. موبایل يي جیب کي واچاوو، ویې ویل:
– موږ له نیکونو- نیکونو د خلکو خذمت  (خدمت) کړی، نیکه مې دې خدای وبخښي ملک و، پلار مې د جهاد لوی کوماندان و. ډير روسان يي مردار کړل، بیا د مکاومت وخت کي ټرورستانو شهید کړ. پس له پلاره د کام (قوم) مشري زما له غاړې سوه. ټول عمر مو د شورویانو  او ترورستانو سره  په جهاد او د خپلو خلکو په خذمت کې تیر سوی دی. دا اوس بیا خلکو شورا ته مخته کړئ یم.
ژباړونکي د ریس خبري مقابل لوري ته وژباړلي. مخامخ ناست افسر چي د هري خبري سره  به يې د تائيد په علامه سر خوځاو، په پای کي مسک شو، ویي ویل:
– ریس صاحب تاسو ریښتیا هم ډیرلالهانده ژوند تیر کړی. ستړي شوي به یاست، فکر نه کوئ چي نور مو د ارام وخت دی؟
ریس غاړه هسکه کړه، له ویاړه په ډکه لهجه يي وویل:
– «په بڼو سترګې نه درنیږي»، د کام پر خذمت سړی نه خواریږي. کام خو په مونږ حک (حق) لري. زه چې تر څو ژوندی یم د خپل کام خذمت به کوم.
افسر بې له ځنډه وپوښتل:
– ریس صاحب یوه بله پوښتنه، مونږ خبر شوي یو چې ستاسو په ادره کې فساد موجود دی. بډې اخستل کیږي. د مراجعینو کار په وخت نه خلاصیږي. تاسو پکي څه وایاست؟
دې خبري ریس بي خونده کړ. رنګ يې وتښتید. چرت يي خراب شو. د میز د سر په پرتو شیانو يي نظر تیر کړ.د کار شی په نظر ورنغی. کوټه کې يې سترګي وغړولې. د ریس کړو ناست کسان حیران کړل. ریس خپلو پښو لاندي وکتل، مځکي ته يې لاس کړ. یوه وړه ټوټه خس يي په ګوتو کې راپورته کړ. مخامخ ناست افسر ته يي ونیو، ژباړونکي ته يي مخ کړ، ویي ویل:
– زن طلاکه دې وي که به چا دونه خاشه رشپت (رشوت) خوړلی وي.
پای
ک. افغانستان. ۲۴ / ۰۹ / ۲۰۱۱
)PRT) Provincial Reconstruction Teamد ولایتي بیارغوني ټیم ـ  (1)

لیکونکی: علي سيد سيدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x