نظــر

طالبان هم امريکايي ځواک دى په ځواب کې

الحاج امام الدين ساپى

(طالبان هم امريکايي ځواک دى)  تر عنوان لاندې  دزلمي زړور په نامه د يو تن ليکنې  لوستو ته اړ کړم چې ځواب  يې وليکم ليکنه مې  تراخره تر سترګو تيره کړه چې زه هم  يو څو ټکي  زه هم زلمي  زړور ته ور زياته وم او دهغه پاملرنه ورته را اړوم
. ړومبى خو داليکنه  داسلامي افغاني اخلاقو جوته سرغړونه ده ،چې يو پاک تحريک  چې مسلمان دى په سپکه ژبه او لهجه ياد کړ البته دا کار هغه څوک کوي چې هغه نه اسلامي اخلاق لري او نه افغاني يوازې او يوازې په  خپلو کرغيړنو اعمالو سره د کفري نظرياتو استازيتوب کوي او په افغاني ټولنه کې دمنحوس نظر دپاره ورکړل شوى تگلاره  مخ په وړاندې بيايي .

پدې ليکنه کې په افغانستان کې روان ملي مقاومت دامريکا او پاکستان پورې تړلې ښودل شويدى خوپه کې  دتاريخي حقيقت نه سترګى پټى کړل شويدى دا هيڅ کله نه دپاکستان او نه د امريکا مقاومت دى دا هغه مقاومت دى چې دافغانستان دويش او دملي حقيقتونو خطر  په وړاند ې يې په خپله سرښندنه سره قربانى ورکړه افغانستان يې افغاني وساته که دا مقاومت امريکايي واي نو امريکا بيا ليونۍ  وه چې په ميليونونو ډالرو په لگښت  يې دطالبانو نظام له منځه وړه .
وګورئ امريکايي الوتکو دپاکستان له هوايي  ډګرونو څخه 2500 پروازونه ونکړل؟ دتير کال پورې دا لړۍ ورانه ، نه وه ؟ که دحقيقت نه سترګې  پټې  نه کړل شى څرګنده  ده  .
دويم : طالبان که ددين ، وطن او خپلواکۍ  په سودا امريکا سره تيارواى  نو تراوسه پورې به يې دنړۍ په کچ  دامن مثالي حکومت کاوه .
طالبان به هم اوس په ډالرو کې پټ واى  خو نه هيڅ کله نه دطالبانو مقاومت يو ملي مقاومت دى او هغه  څوک يې مخالفت کوي دچا چې شخصي ګټې دامريکا پورې تړلي وي
 بل حقيقت دادى که د طالبانو ملي غورځنګ نه واى  نو شمالي ټلوالې دافغانستان دويش خبر داستانبول په خپورونوکې ورکړى ؤ که چا دستانبول خپرونې  لوستې وي دافغانستان ويش پکې څرګند ؤ .
که روان مقاومت او دحق دلارې  مبازره نه وي نو اوس به  افغانستان نه ؤ او که خداى مکړه دا روان مقاومت غلى  شى  نو دتل دپاره به مو دا شرم پټي  په اوږدو باور وي .
الف : ټول افغانستان به دپنجشير د پنچيرمينان  په لاس کې وي او خپله خپل سرى به روانه ساتي
ب ژبه به موايراني  او ازبکي وي دپښتونولۍ به په کې هيڅ پاتې نه وي
ج : داسلام دمقدس دين پر ځاى به يهودي ، هندي او دعيسيوت ددين مطابق غربي کلتور  وي .
ت  : دافغان  کلتور په مقابل کې به فحشا او غربي  کلتور پلى شي
د   خپلواکۍ  پلوه  افغانان  به  له پاکې  خاورې  کډه وکړي .
يوازې او يوازې به دنصرانيت ديديد او رام رام اوازونه  اوريدل کيږي همدا طالبان ؤ چې په ټول افغانستان کې يې ظلم او بربريت ته دپاى ټکى کېښود او په کوم ډول امن چې دطالبانو په نظام او حکومت کې ؤ بيا به يې افغانان ونه ګوري همد ا طالبان ؤ چې افغانانو ته يې افغانيت وربخښلى او دالهي دين مطابق يې نظام چلاوه  ځکه خو امريکا د B52الوتکو په وسيله دطالبانو اسلامي نظام ړنګ او بيا يې په افغانستان کې په غرب کې روزل شوي داړمار او چپاولګر په افغان اولس حاکمان کړل  ددې روان ملي پاڅون  دجارى ساتلو دپاره تر يونيم لک زيات افغانان  شهيدان شول بيابه هم دطالبانو مقاومت په ميړانه روان وي .
زلمي خانه : زه دا درته روښانه کوم چې دطالبانو مدافع وکيل نه بلکه ديو افغان په صفت مې درته څو جملى وليکلى او دسپيڅلى وجدان له مخې مې درته حقيقت څرګند کړ توصيه مې درته داده چې سره  له خپلو چپي افکارو لږ څه حقيقت ته هم پام کوه  او لمرپه گوتو مه پټوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x