افغانستان

نور او دوستم شمال کې ګډه ملېشه فعالوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال او پخوانی جنګسالار جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ سرپرست والي او د جمعیت اسلامي ګوند د اجرايه شورا مشر عطا محمد نور په شمال کې د ګډې ملېشې پر فعالولو سره یوه خوله شوي.

دوستم عطامحمد نور ته د خپل ګوند له لوري احسان الله قوانج، هاشم بای او رحمت الله ترکستانی د اړیکو د سمون په تمه ور لېږلي و، چې د جمعیت اسلامي د ګوند په استازیتوب ورسره جنرال غلام فاروق، مولوی جمالی او حکیم تورک اوغلی خبرې کړې دي او د دواړو جنګسالارانو پر همغږۍ جوړ جاړي ته رسيدلي دي.

جنرال دوستم تېره شپه هم د شمال ولایتونو له ځينو قومي مخورو سره له عطامحمد نور سره پر خپل جوړجاړي خوښي وښوده او ويې ويل چې دا به په شمال کې د امنیت په برخه کې یو نېک ګام وي.

دوستم تر دې وړاندې هم ګواښ کړی و، چې زرګونه ملیشه په واک کې لري او که اړتیا يې شي استعمال به يې کړي، په ورته توګه نور بیا په شمال کې هغه واکمن پاتې شوی دی چې دولت يې د فعالیتونو پر وړاندې بې وسه دی.

پوځي شنونکي په شمال کې د پخوانیو جنګسالارانو له لوري ملیشه فعالول په لوی لاس بل شوي اور ته لمن وهل بولي او په خبره يې دغه څېرې د خلکو د ګټو پر ځای د شخصي ګټو لپاره ډېرې هڅې کوي، ځکه خو به يې ملیشه ځواک هم تر ګټې تاوان ډېر ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

له دی مخکی هم د دوی ملیشی معلومی شوی ، چه د اسلامی مقاومت د زور توان یی له لاسه ورکړو یو ترکیی ته وتښتید او بل د نورو ګیدړانو سره پنجشیر کی ( لکه پیریان چه بوتل کی را حصار کړی ) محاصره شو . تر دی چه امریکا له بنده را حوښی کړل ، دوی کابل نه دی نیولی کابل ورته امریکایانو و رکړو ، نیول او ورکول سره توپیر لری . کله چه دوی قدرت ته ورسیدل دومره حریص شو ل چه هغه خپلو پلویانو ته یی د پام وړ څه ورنه کړل هغوی ټول ورباندی پوه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x