افغانستان

طالبانو یو ځل بیا پر حکومتي عسکرو د دندو پرېښودو غږ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): طالبانو په دولتي عسکرو غږ کړی چې لا هم د دې فرصت لري چې خپلې د ټوپک شپېلۍ د «اسلام او وطن پر دوښمنانو» ور واړوي او د دوی ملګري شي.

د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا له لوري په افغانستان کې د رامنځته شوې ادارې ډېری غړي د امریکا د ګټو لپاره کار کوي.

«یرغلګرو چي په افغانستان کي کومه اداره جوړه کړې زیاتره یې هغه کسان پکي ګومارلي چي دافغانستان ترګټو ورته د امریکا ګټي مهمي دي، تر افغانانو امریکایان ورته محترم دي، دپردیو د خوشحالۍ لپاره د خپلو خلګو پر وژلو، بندي کولو، ځورولو،لوټلو او بې عزته کولو هیڅ صرفه نه کوي،له کفاروسره تړونونه لاسلیکول د بګرام او څرخي پله محبسونه چي د ولسي افغانانو څخه ډک دی، دکابل بانک چور، دشیر پور د تاریخي کلا لاندي کول اود سلهاوو زره هکتاره ولسي او دولتي مځکي غصب کول د کابل ادارې دغلامۍ،ظلم او وحشت، څو بېلګې دي .»

وړاندې وايي چې له دې ډول ادارې سره کار کول نه شرعي جواز لري او نه هم په عرف کې څوک له پېغورونو خوندي پاتې کېدای شي، د دوی په خبره د ادارې هر غړی د دې ادارې په « هېواد پلورنه، فساد، ظلم، وحشت چور او تالان » ور شریک دی او په وینا يې «که په تاسو کې عملاڅوک په دغو جرمونو کي ښکېل نه یاست خو په خپل وجود سره مو دغي غلامي ادارې ته وسعت او قوت وربخښلی دی .»

طالبان وړاندې ويلي چې بهرنیان به د روسانو په څېر له هېواده هرو مرو وځي او ورسره افغان کارکوونکي به لکه پخواني «کمونیستان» تر شا پرېږدي، دوی د خپل بلنیز کمیسیون په اړه ويلي چې دا کمیسیون پر همدې خاطر رامنځته کړی دی، چې په خبره يې « له یرغلګر او کابل ادارې سره کارکوونکو ته د دغه لوی خیانت او ذلت څخه د خلاصون لار برابره کړي.»

دوی له دولت سره کارکوونکو ته ډاډ ورکړی «د دعوت او ارشاد کمیسیون ټولو هغو ډلو او کسانو ته چي دکابل ادارې او اشغالګرو سره کار کوي اویا همکاري ورسره کوي دعوت ورکوي چي نور د خپل دین سره له دښمنۍ او ولس سره له جفالاس واخلئ،چي په دنیا کي سر لوړي او په اخرت کي د کافرانو سره د همکارۍ له عتابه په امن شئ!»

طالبانو پخوا هم پر حکومتي کارکوونکو د دندو پرېښودو غږونه کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x