مایکروسافټ نور له وینډوز ۸ څخه ملاتړ نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی چې د وینډوز ۸ (Windows 8) کاروونکي د جنوري میاشتې له دوولسمې وړاندې خپل اپریټنګ سیسټم وینډوز ۸.۱ (Windows 8.1) ته اپګریډ کړي ځکه چې له هغې وروسته به مایکروسافټ له وینډوز ۸ څخه ملاتړ نه کوي.

مایکروسافټ کمپنۍ رسنیو ته وویل چې د جنوري میاشتې څخه وروسته به وینډوز ۸ نه اپډیټوي او د دغې وینډوز کاروونکي باید د مایکروسافټ کمپنۍ وروستي اپډیټ حاصلولو لپاره خپل وینډوز د دغې کمپنۍ وروستی وینډوز ۸.۱ ته اپګریډ کړي.

د ځینې راپورونو پر بنسټ د مایکروسافټ وینډوز ۸ ځانګړی شمیر کاروونکي نه لري نو له همدې امله مایکروسافټ غواړي د دغې وینډوز بندولو سره یوازې په یو وینډوز توجه وکړي.

همداراز کاروونکي د مایکروسافټ وروستی وینډوز کوم چې به په راتلونکي څو اونیو کې وړاندې شي ته اپګریډ کولو لپاره باید لومړۍ له وینډوز ۸ څخه وینډوز ۸.۱ ته اپګریډ شي.

د مایکروسافټ کمپنۍ په وینا د دغې کمپنۍ وینډوز ۸ به په مستقیم ډول وینډوز ۱۰ ته نه اپګریډ کیږي او کاروونکي باید لومړۍ خپل شته اپریټنګ سیسټم وینډوز ۸.۱ ته اپګریډ کړي.

هیره دې نه وي چې د مایکروسافټ کمپنۍ اپریټنګ سیسټم وینډوز ۸ له ماتې سره مخ شوی و چې له امله دغه کمپنۍ نوی اپریټنګ سیسټم وینډوز ۸.۱ نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کړ.

اوسمهال هم د مایکروسافټ اپریټنګ سیسټم زیات شمیر کاروونکي وینډوز ۸.۱ او وینډوز ایکس پي (Windows XP) چې اوس د دغې کمپنۍ لخوا نه اپډیټ کیږي کاروي او وینډوز ۸ ډیر لږ شمیر کاروونکي لري.

مایکروسافټ کمپنۍ غواړي د روان میاشت په وروستیو کې خپل نوی او پیاوړی اپریټنګ سیسټم چې د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شوی نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي چې له همدې امله دغه کمپنۍ غواړي خپل ټول شته اپریتنګ سیسټمونه ختم کړي.

هیره دې نه وي چې مایکروسافټ کمپنۍ ویلي چې له وینډوز ۱۰ څخه وروسته به بل اپریټنګ سیسټم نه جوړوي او یوازې به همدغه وینډوز د وخت له تیریدو سره اپډیټ کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د