arbakian s

د کندز د اربکیانو شکوه – طنز

ذره بین

وه پیټراییس بابا! وه په تادې هغه سورمخې ښځه وژاړي! آخر موږ دې چاته پرېښولو! تا خو به ویل چې زه درسره ولاړ یم او تر وروستۍ سلګۍ درسره ولاړ یم ! مګر نن ته له خپلې ګرل فرینډ سره غونجوباز کوې او موږ دې دطالبانو رحم کرم ته پرې ایښي!

په تا دې هغه بیزوګیان زامن وژاړي! ته نه یې خبر چې طالبانو په موږ څه حال راوستی!؟ بیګا مې درسته شپه په منډو تیره کړې، له دشت ارچي تر کندوز ښاره مې په یوه سا ځان رسولی. څپلۍ رانه په ارچي کې طالبانو ته غنیمت پاته شوې، سرک طالبانو نیولی و او زه مې له ملګرو سره همداسې په پیټو کې، د شولګرو په یو زنګون اوبو کې، لانده خیشته، د خدای په غضب لړلي، یوازې ژوندی سر ښار ته راورسیدو، نه پیشلمی قسم دی او نه روژه مات، د چرسوټولې پوړۍ رانه په پوسته کې پاته شوې او اوس چې مو دلته ښار کې خلک خمار خمار ویني نو بګاو بګاو رانه تښتي د ښار چارواکي خو راته وایي لا چې کاشکې یي همالته مردار کړي وای چې له تاسو پوډریانو خو خدای خلاص کړي وای .

وای پیټراییس بابا! ته چیرې یې! موږ ته خو نه دوست راپاته دی او نه خواخوږی، طالبان مو له هاخوا وهي او چارواکي راته دلته برګ برګ کیږي. تنخوا خو چې ته تللی یي بیا مو نده لیدلې، مګر اوس هاغه د نس خرچه هم نه راکوي.

پیټراییسه ! کلی خو ښه و، شوړه موړه پیدا کیده، هلته چرګه پټه کړې، دلته دوکان یا پالیز وهلی یا له جومات څه بوټان پټ کړي، یو څه ګوزاره روانه وه اوس دلته ښار کې به څه کوو؟ کلی او کور خو پاته شو طالبانو ته بیا مې ګومان نه کیږي چې دید یي وکړو مګر اوس دلته دباقي ژوند چاره راګوره د کندز ښار پلونه او ډیرانونه له وړاندې د چاردرې او ګورتپې اربکیانو قبضه کړي، هغوی هم چې زموږ په غم ککړ دي، دلته د نورو پوډریانو سره په ډیرانونه ګلې ګلې ګرځي، نه اعاشه معلومه ده او نه اباته، آخر موږ په کومه خوا وتښتو ؟؟

وه پیټراییسه دروغجنه ! تا خو ویل چې تاسو ملي پاڅونیان یئ! ستاسو پاڅون به د تاریخ عنوان شي، تاسو به د افغانستان راتلونکي ویاړونه یاست! خلک به مو په اوږو سپروي او تاسو به دنجات پرښتي بولي، مګر بیګا خو په موږ باندې خپلو خلکو د پیشو تراوې وکړې. قسم ده که لسمه برخه یي هم طالبان وو ټول عام کلیوال وو چې زموږ په پوستو راغلل زموږ پوستې یي راوسوځلې زموږ خیرن پرتوګونه یي په لکړه کړل او زموږ خرڅوړو ته یي اورونه ورکړل .

پيټراییسه ! موږ فکر کاوه چې یوازې ته نامرده یې! مګر موږ ته ټوله دنیا په بل مخ اوښتې اوس مو رسنۍ او راډیو ګانې هم ځل نه پورته کوي د مړو او زخمیانو شمیر مو نه اعلانوي، زموږ فریادونه او شکوې ورته مسخرې او درواغ ښکاري، اوس مو هغه صاحبنظران هم په ښه خوله نه یادوي ټول رانه بیزاره دي، اوس مو رانه فیسبوکي ملګرو هم مخونه اړولي دي، هغوی چې موږ ته یي چکچکې وهلې زموږ په روان قتل عام ځان هم نه خبروي، هغوی چې موږ یي په شاټپولو او مرګ ته یي ودرولو اوس یي په بده ورځ ځانونه ناشناخته اچولي دي آخر دا زموږ څه بدبختي په وار ده ؟ کاشکې پوهیدلی چې د کفریارانه څومره نامراده ده! کاشکې پوهیدای چې ته او ستا انډیوالان کافران دي او دکافر دوستي نیمګړې ده! کاشکې چې وروستی عقل ړومبی وای اوس به داسې اریان دریان بې څوکه بې پوښتنه، وږي تږي، پښې لوڅی ګریوان څیرې د کندز ښار په ډیرانو دورې دورې نه ګرځیدای! های افسوس! های افسوس!



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.