fbpx

کابل – وروستی حال: پر ولسي جرګه ډله ییز بريد پای ته ورسيد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۴ل): پر ولسي جرګه د طالبانو ډله ییز برید له نږدې دوه ساعته مقاومت وروسته پای ته ورسيد.

د کورنیو چارو وزات ویاند صدیق صدیقي د پېښې په وخت رسنیو ته وویل چې څو تنو بريدګرو پارلمان ته څېرمه له نیمه کاري ودانۍ د ولسي جرګې پر ودانۍ بريدونه پیل کړي دي.

دغه بريدونه چې سهار شاوخوا لس نیمې بجې پر پرلپسې چاودنو پیل شول، تر نږدې دوولس نیمو بجو يې دوام وکړ.

د بريد په مهال د کابل امنیه قومنداني مسوولین بریدګر شپږ تنه بلل، خو د کورنیو چارو وزارت مسوولینو بیا ويلي چې اوو تنو بريدګرو برید کړی او په خبره يې د هغوی پر وژل کېدو يې جګړه پای ته ورسول.

د رسنیوله قوله په دې دوه ساعته جګړه کې نږدې یوولس چاودنې وشوې او هم پکې سپکې او درنې وسلې استعمالېدلې.

د پېښې ځای ته د رسنیو استازي نه ور پرېښودل کېدل، دولتي سرچینو يې خطرناک حالت پلمه کاوه، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې امنیتي مسوولینو ځکه رسنۍ تر جګړې ډېر ځنډ وروسته هم د پېښې ځای ته نه ور پرېښودي چې «حقایق» رسنیز شي.

دولتي سرچينو په دې دوه ساعته خونړۍ جګړه کې له خپل لوري نه د چا د ټپي کېدو او نه هم د وژل کېدو منلي دي، خو ويلي يې دي چې د دریو ماشومانو او پنځو مېرمنو په ګډون ۳۱ تنه ټپیان شوي دي.

طالبانو د بريد مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې بريد د «استشهادي کنډک» ملګرو ترسره کړی دی، چې په درنو چاودنو، موټر بم بريدونو او مخامخ جګړه کې يې دروند مالي او ځاني زیان اړولی دی.

په دې بريد کې د رسنیو له قوله لسګونه د استازیو موټرې تخريب او د پارلمان ودانۍ ځينې برخې د اور خوراک شوې.

یاده دې وي نن په پارلمان کې د ولسي جرګې استازو ته د ګډ حکومت د مشر اشرف غني د دویم مرستیال له لوري د دفاع وزارت لپاره معصوم ستانکزی د رایو اخیستونو په موخه معرفي کېده.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خیال محمد
میلمه
خیال محمد

اسلام علیکم

محمد خان
میلمه
محمد خان

ددې خبر اخري فقره لکه چې سمه نده، معصوم ستانکزی دبهرنیو چارو وزیر نومول سوی که دفاع وزیر؟

ابوعبدالله کندهاری
میلمه
ابوعبدالله کندهاری

ددفاع وزارت دپاره وروره