ادبي لیکني
زه …
… یو ښه زوی نه يم
… يو ښه ورور نه يم
… يو ښه پلار نه يم
… يو ښه تره زوی نه يم
… يو ښه تربور نه يم
… يو ښه خوريه نه يم
… يو ښه اوښی نه يم
… يو ښه ماما نه يم
… يو ښه ترورزی نه يم
… يو ښه خپل نه يم
… يو ښه ملګری نه يم
زه …
… په خبره نه پوهېږم
… چا ته غوږ نه نيسم
… خبرې ډېرې کوم
… د چا په قدر نه پوهېږم
… مشر کشر نه پېژنم
… زه په خپلوۍ نه پوهېږم
… د خپلو سپکه کوم
… د کورنۍ عزت نه پېژنم
… خبرې ډېرې کوم
زه …
… ليونی يم
… جاهل يم
… لوچک يم
… حرمونی يم
… کونی يم
… سپک يم
بلاخره زه د خپلوۍ نه يم
هو!
دا ټولې خبرې زه هره ورځ اورم او راته ويل کيږي، دا ځکه چې ….
که هر څومره:
”په عقل د اسمان ستوري راکوز کړم
چې غريب يم خلک وايي ليونی دی“
خو …!
او هاغه!
… زما خوله وړه ده، زه يې نوم په خوله اخيستی نشم.