
کابل په روژه کې ـ تراويح
دادمحمد ناوک
د ماخستن له لمانځه وروسته فضا د قرآن تلاوت پر سر سره واخلي، که لږ لوړې ته وخېژې، د ماخستن په زړه کې ملکوتي غږونو ته غوږ ونیسي او په ښار کې سترګې وټومبې داسې فکر به کوې لکه له هر روښانه ګروپ چې د قرآن تلاوت اورې!
په کابل کې د تروایحو لمونځ مې اول وار په خوشال خان لېسه کې ولید، څوکاله وړاندې مې هلته یوه شپه شوه، په پورته پوړ کې ناست و او د کابل په غرو کې مې روښانه ګروپونو ته په حیرت کتل، چې کله د تراویحو وخت شو، په ټولو نږدې جوماتونو کې ختمونه پیل شول، ټوله فضا د قراني غږ شاهده وه، خوشال خان لېسه کې جومات ته ورښکته شو، لمونځ یو عجیب کیف درلود، خو په رکوع، سجده او تشهد کې به چې د ملاصاحب د قرآئت غږ نه و، لاوډ سپيکر به امریکا غږ رانېولې وه او د زېبا خادم غږ به د سړي د لمانځه چورت ور خراب کړ.
موږ په غزني کې درس وایه، یو کلیوال مو د طالبانو له سقوط وروسته غزني ته راغی، ماته يې په خندا وویل:
ـ ځه که ښځې بې حجابه شوې دي، خو شکر اذانونه لا هم ډېر کېږي!
د کابل په اړه هم کله کله په اطراف کې دغسې یو تصور ښه پیاوړی شي، خو چې کله د تراویحو لمونځ وګورئ، سړی حیران شي، هیڅ به يې باور رانه شي چې دا دې هماغه کابل وي، چې چا يې د ګمراهۍ لپاره میلیونونه ډالر مصرفونه کړي دي.
خو په دې سربېره بیا هغه پخوانۍ خبره تکراروم، ښار د عجایبو ټولګه وي، د تراویحو په دې شور کې هم څو تنه ځوانان په یوه ایسکریم خانه کې را غونډ او لوخړې يې جوړې کړې وي، زنګېدلې شپه تر پیشنمې ورسوي.
په کابل کې د روژې تاثیرات له ورایه ښکاري، د اطاق څنګ کې مې ګاونډی دی، په اول روژه مې ماښام وليد، ښه يې ځان پاک کړی و، سپينه خولۍ يې هم پر سر کړې وه تسبیح يې لاس کې وي، له دې مې دې خبرې ته پام شوو چې کاش تل داسې فکر وکړو چې الله مو ويني!
زموږ خواته نږدې جومات دوه منزله دی، د تراویحو په وخت ټول ډک وي، لاندې په سړک يې فرش هوار کړی وي هغلته هم شپږ اوه صفه ولاړ وي، خو د ماسپښين او مازیګر لمنځونو کې لا هم ټول دې ته نه دي حاضر چې دوکان وتړي او تر جماعته ځان ورسوي.
خدای مو دې ظاهر او باطن یو، او د الله په لاره کړي.