د دشت ارچي ولسوالۍ په مرکزي څلورلاري کې طالبانو خپل بېرغ پورته کړی.

د کندوز ښار په ۵۰۰ مترۍ «بندر امام صاحب» کې درنه جګړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): تر هغه وروسته چې طالبانو د کندوز ولایت دوې مهمې ستراتيژیکي ولسوالۍ ونیولې، جګړه ددغه ولایت تر دروازو رسېدلې ده.

د کندوز څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې طالبانو د چاردرې او دشت ارچي ولسوالیو تر نېولو وروسته د ښار پر لورې پرمختګ پیل کړی او د کندوز ښار په ۵۰۰ مترۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې اخته دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې طالبانو د کندوز ښار په ۵۰۰ مترۍ کې د بندر امام صاحب په سیمه کې د دولتي عسکرو سره درنه جګړه کړې.

نن ټکی اسیا ته را رسېدلي راپورونه وايي چې طالبانو په بندر امام صاحب کې یوه پوسته نېولې، رینجر او ټانګ یې تر نیولو وروسته سوځولي دي.

د راپورونو له مخې د جګړې له کبله د کندوز او تالقان لویې لارې هم تړل شوي دي.taliban at char dara

تر دې وړاندې د د پوځ د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد وایې چې د چاردرې په ولسوالۍ کې ۷۰ عسکر د طالبانو په محاصره کې دي او د هغوی د خوشې کولو هڅه کوي.

دا په داسې حال چې په ولسي جرګه کې د تخارد خلکو استازی قدرت الله ذکي وايي، د کندزد دوو ولسوالیو له سقوط وروسته د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ او د دې ولایت ځینې سیمې هم له سقوط سره مخ دي.

خواجه غار ولسوالۍ د کندزو د دشت ارچي ولسوالۍ سره پوله لري.

کندوز د شمال دروازه او له مهمو ستراتيژيکو ولایتونو څخه ګڼل کیږي. چهاردره ولسوالۍ ددغه ولایت د مرکز سره په شاوخوا ۶ کیلومترۍ کې پرته ده او دشت ارچي د تاجکستان سره ګډه پوله لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د