نظــر

استعمار، امپريالیزم او اسلامي امت

موږ چې کله هم د استعمار((Colonizationاو امپریالیزم (Imperialism) نومونه واورو، نو د انګریزانو استعمار زموږ ذهن ته راځي. هوښیارو انګریزانو دا ادعا کړې وه، چې دوی به د جنوبي اسیا (برصغیر) هیوادونو ټولني چې یو له ډیرو غیرو مه‍‍ذبو، وروسته پاتو او بی تعلیمو ټولنو څخه وه، پر مخ بوځي او پر یوه با تهذیبه اوتعلیم یافته ټولنه یې بدله کړي. لیکن د دوي د استعمار تر شا نور ډیر لاملونو وو. راځئ چې په ګډه سره د څلورو لویو ملتونو او یا په بله معنا تر ټولو زیات مهذبو ملتونو چې عبارت دي له بریتانیه، فرانسه، روسیه او امریکا استعمار تر بحث لاندي ونیسو. دغه څلور ملتونه یو له بل سره په رقابت کې شول تر څو یو له بله زیات هیوادونه تر خپلي ولکې لاندی راولي.

روس او امریکا د خپلو ګاونډیو او نږدي هیوادونو د لاندي کولو لړي پیل کړه. او همداسي یو دشرق او بل د غرب پر لوري د هیوادونو تر خپلي ولکې لاندي راوستلو هڅي پیل کړي. اما د بریتانیي او روسیي د استعمار ستراتیژي نسبت امریکا او روس ته ډیر فرق درلود. دوی په زرګونو کېلو متره لري د نورو هیوادونو د قبضه کولو لپاره ټوپ کړل، چې یو د دوی  له لویو مستعمرو څخه د جنوبي اسیا ( بر صغیر) و. په مجموع کي ټوله سویلي اسیا بغیر له افغانستانه دوی تر خپل استعمار لاندي راوسته. په پیل کې د لږ مزاحمت سره مخامخ شول اما مزاحمت دومره دوام ونه موند او جنوبي اسیا یي د  خپلي مستعمري په توګه وګرځوله.

انګریزان د خامو موادو، ارزانه مزدورانو او حاصل خیزي یا ګتورو ځمکو وږی تږی وو. په سویلي اسیا باندي د دي لپاره حمله ونه کړه چې د دي سیمي خلک تعلیم یافته او ټولنه یې ورته مهذبه کړي، هیوادونه یې ورته اباد او شاړي ځمکي ورته ابادي کړي، بلکې هغوی دخپلو اقتصادي، مذهبي او داسي نورو موخو لپاره دی سیمی ته راغلي وو. دوی غوښتل چې د دی سیمي د بورې، وریجی، تمباکو،وریښم، مالوچ، تیل،ګیس، افیون او داسي نورو طبیعی ذخایرو د غلا کولو او یا خپل ملک ته د وړلو لپاره راغلي وو. لکه څرنګه چې ویسټ فیلیا معاهده (Treaty of Westphalia) چې د غربی هیوادو تر منځ د دیرش کلن جنګ د ختمولو لپاره په اکتوبر ۱۶۴۸ میلادی کال کې تر سره شوه. دغي معاهدی دیرش کلن جنګ ته د پای ټکې کېښود. له دی معاهدی وروسته یو دا شرط کېښودل شو، چې په غرب کې به سیاست او مذهب سره جدا جدا وي. د مذهب عمل او دخل به په سیاست کي بالکل نه وی. نو ټولو غربي هیوادونو په ځانګړي ډول انګریزانو غوښتل چې په داسی سیمو کې لکه جنوبي آسیا او داسي نورو ورته سیمو یا ملکونو کې لاسپوڅي حکومتونه رامنځ ته کړی او  له دغو لارو څخه یې غوښتل، چې خپلي سیاسي‎، مذهبي او اجتماعي ګتي د تل لپاره خوندی وساتي .

غربیانو تل له پیله  شرقي ملتونو ته د سپکو ملتونو په نظر کتلي. دوی ویل چې شرق غیر مهذبه، بی تعلیمه او وروسته پاتې ټولنه لري نو دوی د لوستو، باشعوره قوم او د پرمختللی ټولني په صفت دا مسئولیت دی، چي دغو ملکونو ته ورشي او دا وروسته پاتی ټولنه په پرمخ تللي او با تهذیبه ټولنه باندی بدله کړي. خو د دي مسئولیت تر څنګ دوی غوښتل چي خپلو شوم اهداف په اسانه لاس ته راوړي او دغه سیمي ذ خپلې امپراتورۍ برخه وګرځوي. انګریزان دومره چالاک او هوښیار وو، چې دوی کله هم د شرق خلکو ته خپلو موخو رازونه ورنکړل چې تش د ترقۍ په نوم راغلي انګریزان په اصل کې څه اهداف لري. دغو مهذبو او پرمختللو قومونو پلان درلود، چي نړۍ باید په دوه برخو، یعني شرق او غرب ( Orient & Occident  )  وویشل شي. دوي دیو باشعوره قوم په صفت ویل چې د شرق خلک نا اهله، بي تعلیمه او د استعداد خاوندان نه دی؛ نو دوی په خپلو ملکونو کې حکومتونه نه شي چلولای چې څرنګه باید حکومتداري وکړاي شي د دی لپاره دوی د دي خلکو مرستي ته راغلي چي دوی حکومتداري، تعلیم او داسي نورو شیانو باندي پوه کړې. دغه باشعوره قومونو خپل جوړ کړي دروغجن نظریات په دنیا پلورل او ویل به یې چي ځیني سیمي (Territories) او ځیني ملتونه د خپل نفوذ د پراخولو لپاره باید لاندي کړي. او همدا و چي د منځنیو پیړیو څخه غربي لیکوالانو په خپلو لیکنو او ناولونو کې داسې تبلیغات کول، چې جنوبي آسیا په اصل کي انګزانو پوري تړلي او دا یو د دوی له سیمو څخه ګڼل کېږي. د بیلګي په ډول که چېرته موږ د مشهورو بریتانوی ناول لیکونکي کېپلینګ (Kipling) یو ناول چې کېم (Kim) نومیږي وګورو نو په هغه کې د هندي کرکټر(Character) څخه کار اخیستي او وایې “هندوستان به له انګلیسي پرته له منځه ولاړ شي او هندوستان به نور هندوستان نه وي” دا یو ډیر قوي خو جعلي یا دروغجن تاثر وو. خو چې انګریزانو د شرق په خلکو او په نوره نړۍ باندی پریښود.

دا به ډیره جالبه وي چې د شرق خلک ولي د غرب خلک ډیر مهربانه او هوښیار وبلل د دی ترشا ډیر لاملونه دي، دوی مکتبونه جوړ کړل تر څو د شرق ماشومان تعلیم ترلاسه کړي. همداسي یو څو کارخاني یې په دي موخه جوړي کړي تر څو د شرق خلکو ته دندې پیداشي او مصروف وساتل شي. همداسي دوی سرکونه، پارکونه، پلونه او دعصري څیزونو ګودامونه جوړ کړل. دوي د نوي تخنیکونو په راوړلو سره صنعت ته هم یوڅه وده ورکړه، کېدای شي دا یوازیني لامل وی چي غربیانو پر دوۍ (شرق) باندي حکومت وکړ او شکرګزار یي دي. لیکن دا یو روښانه حقیقت دي چې د انګریزانو د دي ډول ښوونځیو د جوړولو څخه اصلي موخه دا وه چې د شرق ځوان نسل په خپله ژبه او تمدن باندي وپوهوي، په مغزو کي یې د غلامۍ زهر پیچکاري کړي او د دی له امله دوي په راتلونکي کي د غرب تر لاس لاندي پاتي شي او خپلو ګټو ته د دوي په وسیله لا دوام ورکړي. په ښکاره ډول خو دا د شرق د خلکو لپاره یو د غرب مهرباني او مرسته وه، چي دوي لپاره یې کارخاني جوړي کړي او دوي اباد کړي خو په حقیقت کې هر څه بل ډول وو. دوی د سویلي آسیا په ډيره ارزانه اوکمه بیه ځمکه د خپلو ګټو لپاره ترینه کار اخیسته. دوی سرکونه د دغې سیمې د خلکو لپاره جوړ نکړل، چې دوی دي پري ارامه او راحته سفر وکړي، بلکې د خپلو ګټو لپاره یې جوړ کړل. انګریزانو به خپل مالونه، غلا شوي خام مواد او داسي نور طبیعي ذخایر خپلو بندرګاوو ته د رسولو لپاره جوړ کړي وو. دا د دوی یو بنیادي ضرورت وو، نه د شرق په خلکو احسان.  همدا رنګه په افریقا کې هم تکرار شول دا تریخ حقیقت موږ د یو بل انګریز ناول لیکونکي جوسیف کونارد ( Joseph Conard ) په خپل “د تیارو په زړه کې ”نومی ناول کې پیدا کولای شو. هغه په ډير ازاده ډول د انګریزانو خواهشات په ګوته کړي. انګریزان د افریقا د ابادۍ لپاره نه وو تللي، بلکې د هغوی خواهش د معدنیاتو، اوسپنو او داسي نورو قیمتي ذخایرو لاسته راوړل وو او انګریزانو د دی لپاره د افریقا د خلکو حرمت، کلتور او نور عنعنات تر پښو لاندي کړل. په زرګونو افریقایان یې ووژل او د هغوي حقوق یې د خپلو خواهشاتو د پوره کولو لپاره تر پښو لاندي کړل.

د پورتنیو تفیصلاتو په نظر کې نیولو سره موږ دی پایلي ته رسیږو، چې په عمومي ډول په نني عصر کې همداسي څه د اسلامي نړۍ سره هم روان دي. د بیلګي په توګه افغانستان، عراق، پاکستان، یمن او داسي نور…. د اسلامي نړۍ د خلکو مذهب، کلتور، عزت او عفت تر پښو لاندي کېږي او د نني عصر انګریز یعني امریکا د دي په درشل کي ده، چې په اسلامي نړۍ کي خپل ګوډاګیان او خپلي اډي ولري ترڅو دوي خپلې ملي ګټې خوندي وساتي. انګریزان د معدنونو، خوراکي توکو، خامو موادو، وریښمو، مالوچو او داسې نورو شیانو پسی وو. اما امریکا په ټوله دنیا واک چلول غواړي دوی هر هغه هیواد پسی دی، چې د اسلام  او د اسلامي امت د بقا او سرلوړۍ لپاره شپه او ورځ یوه کړي. امریکا داسي هیواد کله هم نشی زغملای. دوی تش په نوم دموکراسي او د بشري حقوقو تر چتر لاندي کوښښ کوي، چي اسلامي امت په خپله قبضه کي راولي- د دوی مذهب، ملي ګټې او کلتور له منځه یوسي او د اسلامي نړۍ چې الله جل جلاله ورته بي ساري طبیعي ذخایر ورکړي، خپله خیټه واچوي او د تل لپاره دغه وږی تږی تری مستفید شي. دوی د خپلو ګټو لپاره په ملیونونو بیچاره مسلمانان په قتل ورسول او په همدي تعداد په معذوره  او جیلخانو ته ولیږدول شول او همدا حالت لا روان دي. د حیرانتیا وړ ده، چې زموږ ځیني افغانان وروڼه د امریکا په راتګ باندي ویاړي او دا د افغانستان د ترقۍ لپاره یو ښه فرصت بولي، ولې په دي نه پوهیږي، چې یرغلګر هیواد کله هم د اشغال شوي هیواد د ابادي لپاره په هیڅ ډول داسي کار نه کوي چې هغه بنیادي وي او د ولس په ګټه تمام شي. موږ باید د تاریخ څخه زده کړوـ تاریخ تل پر موږه ویاړي. زموږ نیکونو، پلرونو کله هم غلامي نه ده قبوله کړي. په خپله اسلامي، ایماني او افغاني جذبه یې یرغل او ورسره د یرغلو ګوډاګیانوته د تل لپاره داسي درس ورکړی چې د تاریخ د کتابونو پاڼي پری ښایسته ښکاري او انشاءالله هغه ورځ نه ده لرې چې موږ یو خپلواک اسلامي او د خپلو افغانانو په مشرۍ حکومت ولرو او د ځوریدلي او کړېدلي ملت په زخمونو باندي د مرحم پټۍ کېږدو الله دي موږ په اتحاد او اتفاق ولري تر څو چې د اسلام دخپل ملت او هم د ټول اسلامي امت خدمت په ښه توګه وکړو.

اسلام زنده باد – افغانستان پاینده باد

لیکوال: عزیزالله امین احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x